Category: چاپېريال او روغتيا

ورڼۍ + سيزني = گوندخ

په ځينو پښتنو کې اوس هم د نوي زيږېدلې ماشوم لپاره د جامو سره سره، “ورڼي او سيزني” ارو مرو جوړېږي. هغه چې دا نومونه په لومړۍ ځل ولولي، ورڼې يا اورڼي څلور گوټيزه تيکه وي چې ماشوم پکې تاو کړي او سيزني هغه پړي ته وايي چې يو ميټر اوږد وي او د ماشوم […]

کچنار

هر وختې چې مور به مې قيمه او کچنار پاخه کړل نو د ماشومانو خلې به بوسې شوې. کچنال يا کچنار راته سبزي ښکاريده او لږ ماشومان به داسې وي چې هغه په شوق وخوري. د سپرلي په وتلو دا شنې غوټۍ به د پېښور ترکارۍ په دکانونو ډېرۍ ډېرۍ پرتې وې. د ځينو خلې […]

نرگسيت څه وي؟

په يوناني داستانونو کې “نرکيسوس يا نارسيسس” يو ښکاري و چې د سيند د يو اسطورې او د اوبو د ښاپېرۍ زوې و. نرکيسوس په ښکلا کې سارې نه لرلو او کومو خلکو چې به ورسره مينه کوله، هغوي به يې له پامه وغورځول. دی د خپل ښايست نه خبر نه و او اخر د […]

حج او روغتيا

سږ کال د سعودي عرب حکومت هغو بوډاگانو ته چې پخپلو پښو نشي گرځيدې، د حج ممانعت او نورو ته يې د حج د فرايضو پر وخت “ماسک” يا نقاب کارول ضرور کړي دي. د دې سبب د سږو او د تنفس هغه ناروغي ده چې په لومړي ځل سعودي عرب کې ځينې کسان وژلي […]

غنم

غنم هغه لومړيو وحشي بوټو نه و چې تخم يې انسان په زمکه کې وکرلو او د دې حاصل يې واخيستو. د لرغونو تمدونونو څېړونکو تراوسه دا معلومه کړې ده چې د غنم دانه په يوولس زره کاله پخوا انسانانو د ترکي جنوب ختيځ په ښيرازه زمکه وکرل شوه. خو د دې نه شل زره […]

د بوډۍ ټال

ځينې خلک ورته شنه زرغونه هم واي او د باران نه وروستو د اسمان په څنډو راښکاره شي. پخوانو خلک به وېل چې د کوم ځاې دا ختمېږي، هلته په زمکه کې سره زر وي. يوه کيسه چې به يې راته په ماشومتوب کوله هغه دا چې په اسمان کې يوه بوډۍ ښځه او دا […]

د رڼا غر

د ميلادى کال ١٨٤٩ د جون په مياشت کى د لوېديځ پنجاب سيک جنگيالو ډلو د انگرېز پوځ نه ماته خوړلې او په تېښته و. د لاهور په شاهي کلا کې مهاراجه رنجيت سنگه دولس کلن زوې مهاراجه دليپ سنگه د خپل مور راني جند کور او يو څو خدمت گارانو سره پاتې و. د […]

د خواړو کچ

په ځينو کورونو کې د دسترخوان په سر خبرې کول منع وي. زمونږ په ټولنه کې ماشومانو ته دا وينا کيږي چې د ډوډۍ پر وخت خبرې مه کوئ. په دې خبره کې څومره حکمت دې؟ په ۲۰۰۸ م کې د بريطانيې د ټيليويژن يو چينل د څو ساينس پوهانو او دغذاي متخصصينوپه مرسته د […]

د چندڼ لرگې

چى په سپينو اننگو دى زلفى زانگي ښاماران دي د چندڼو په ښاخونه د رحمان با با دا شعر د هغى ونى د څانگو زکر کوي چى خوشبوي ته يې مار مست شي او له دى ځان تاو کړي. د پښتو ژبى په شاعري کى د چندڼو د ونې او ددى د لرگي زکرښاي چى […]

سمندري ناروغي

کال ۱۹۸۶ م د جولاي د مياشت په يو سهار زه د بريطانيې دجنوبي ساحل پورټسميت بندر کې د بېړۍ په انتظار ولاړه وم. په سوونوموټری او لارۍ په قطار کې ولاړو. د فرانسی نه بېړۍ رارسيدلی وه اوگاډي ترې راوتل. ما د سلو نه زيات وشمېرل خوپاېله ې نه وه. وروسته خبر شوم چې […]