کچنار

Kachnar pic
هر وختې چې مور به مې قيمه او کچنار پاخه کړل نو د ماشومانو خلې به بوسې شوې. کچنال يا کچنار راته سبزي ښکاريده او لږ ماشومان به داسې وي چې هغه په شوق وخوري.
د سپرلي په وتلو دا شنې غوټۍ به د پېښور ترکارۍ په دکانونو ډېرۍ ډېرۍ پرتې وې. د ځينو خلې به خلاصې وې او ترينه گلابي پاڼې سر ښکاريدو. دېر وروستو مې د کچنارو لويه ونه وليده چې پوټکې يې تېز نسواري رنگ لرلو او پاڼې يې ۱۵ سينټي ميټرپلنې وې.
په لرغونو وختونو کې دا ونه يواځې د هماليه په غرونو کې شنه کيده خو ورو ورو په مېداني سيمو کې وکرل شوه او اوس د هند نه علاوه د نړۍ په نورو ملکونو کې هم کېږي. په هند او پاکستان کې کچنار د نورې سبزۍ او ترکارۍ په شاه پخېږي او ډېر په شوق يې خوري.
د هند د زرگونو کالو پخوانۍ درملنه چې ” آيوروېد” نومېږي پکې کچنار د ډېرو ناروغيو علاج گڼلې شي. په سانسکرت کې دا ” کنچنارا” نومېږي او حکيمان يې د بدن د داخلي پاړسوب لپاره اکسير گڼي. کچنار ته په انگرېزي کې ” ماونټېن اېبوني” وايي او ساينسي نوم يې ” بوهينيا واريگاټه” دی. دا دوه ډوله گل لري چې سور او سپين رنگ يې وي.
کچنار د شکرې د مريضانو لپاره د دارو په توگه به ورکړې کېدو. د دې په پاڼو کې د “انسولين” په شان پروټين وي او په ساينسي څېړنو کې دا ثابته شوه چې دا د عادي انسولين په شان وي چې په بازار کې خرڅېږي.
د کچنار د ونې په شيره د معدې د زخم لپاره تجربې ووشوې او گټه ور وو. بيا د ځينو پرهرونو د پاسه يې د دې شيره کېښوده نو هغه ژر جوړ شول. اوس د ځينو سرطانونو د درملنې لپاره پرې تجربې روانې دي. ښايي دا عادي گل چې ډېر خلک يې اوس هم نه پېژني، د گوليو په شکل د دارو په توگه بازار ته راشي.

د ويبپاڼو نه.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۸ اکتوبر ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *