Category: لرغونې نړۍ

په افغانستان کې د يهودانو اسناد

په عبراني ژبې کې ” جنيزا” هغه ځاې ته وايي چې د گودام په څېر يهودي عبادت خانې شا ته جوړ وي او ټولې زړې صحيفې پکې خوندي کېږي. په يهودي عقيده کې هر هغه کاغذ چې د خداې نوم پرې ليکلې وي، بايد يا په زمکه کې خښ شي او يا خاص ځاې کې […]

طلا تپه

د شبرغان ښار نه که څوک مزار شريف ته په سړک راروان شي نو ۵ کلوميټر شمال ختيځ کې يوه وړه لاره څو غونډيو ته ورغلې ده. لږ مزل نه وروستو ګس لاس ته يوه غونډۍ په سترگو کېږي چې درې ميټره لوړه او سل ميټره پلنه ده. هلته نورې داسې غونډۍ هم شته خو […]

د تيږو دايرې

د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع په شمال ختيځ کې د ” کلوله ” په نوم يو وړوکی کلی دی. دا ځاې د اسوټا شريف سره نږدې دی او ځاي خلک ورته اثار قديمه وايي- دلته يو ځاې لوی لوی تيږې د دايرې په شکل کې ولاړ دي. تر ټولو لوړه تيږه درې ميټره ده […]

کنشکا باچا

باچا غوښتل چې د ټولې نړۍ خاوره د ده په واک کې وي او د حوانۍ وختونه يې په اس سپور جنګونو کې تېر شو. يوه ورځ د ده اس پخپل ځاې ودريدو او ورته يې وويل چې اې باچا ته به تر کومې زمکي نيسې؟ اخر زمکه به ختمه شي خو ستا د زمکې […]

د رستم تخت که د بودايانو کعبه

د سمنگان ولايت د ښار نه درې کلوميټر جنوب لوېديځ کې د يوې غوندۍ جوړښت په ټولې نړۍ کې د بوداي سټوپا يوه بې سارې بېلگه ده. د سمنگانو پخوانې نوم ” ورني” يا ” اورني” و چې نامتو يوناني جغرافيه دان بطليموس يې په دوېمې ميلادي پېړۍ کې ذکر وکړو. دا ځاې د خلم […]

آې خانم

د شلمې پېړۍ په نيماي کې د افغانستان شمال کې د فرانسوي لرغون پوهانو يوې ډلې د ځاي خلکو له خلې د ” آې خانم” نوم واوريدو. په ۱۹۶۴ م کال دوي د امو او د کوکچې سيندونو ترمنځ په درې گوټيزه مېدان کې د يو پخواني ښارنښې رابرسېره کړې او د کيندنو کار پېل […]

پيرک

د سېوۍ (سبي) نه ۲۰ کلوميټر جنوب کې د نارې سيند پر غاړه اته ميتره لوړه يوه غونډۍ په ۱۲ اېکړو کې خپره ده. د نږدو کليو خلک ورته “پيرک” وايي او په ۱۹۶۳ م کې دې سيمې ته ورغلي فرانسوي لرغون پوهانو ورته پام شو. بيا دلته د ۱۹۶۸ او د ۱۹۷۴ م تر […]

مهرگړ

د بولان درې په جنوب کې د اباسين لوېديځې غاړې ته د جنوبي ايشيا تر ټولو لرغوني ښار مهرگړ کنډوالې ښکاري. دا د کلات، کوټې او د سېوۍ په منځ کې پرته يوه پراخه سيمه ده او په ۱۹۷۴ م کې د فرانسوي لرغون پوهانو ژان فرانسوه او کاترين جاريج له خوا رابرسېره شول. دلته […]

د زابلستان جونا

د څلورم ميلادي پېړۍ په وروستيو کې يفتليانو د امو نه واخلې تر اباسين په خلکو ناتار گډ کړو او بودايي عبادت ځايونه يې لوټ او ويجاړ کړل. هغه برهمنان چې د بودايي دين سره يې سيالي وه، لاس بر شو او يو وارې بيا په دې سيمه کې راتاند شول. د اباسين په ختيځ […]

د افغانستان يوناني- هندي باچا

د عيسا پېغمبرد وخت نه دوه سوه کاله پخوا په باختر کې ( ممکن آې خانم يا بلخ) د دويم ” ډيميټريوس” يوناني واکمن په کور کې يو ماشوم وزېږېدو چې “ميناندر” ونومول شو. د ماشوم پلار يونان نژاده و خو مور يې د باختر وه او د هغه وخت د دود سره سم ورته […]