کنګلي زمانې

Antarctica-glacier
د خپلې سيمې په غرونو او دشتو کې کله هوارکاڼي مو په سترګو شوي دي؟ يو نيم پکي ډېر ښکلي رنګونه لرې چې ښایی زرګونه يا ممکن ميلينونو کاله د اوبو لاندې پراته وي.
د اور(اتش فشان) غرونو له کبله زمونږ زمکه کله د اوبو لاندې شوې او کله د لاندې زمکه بهر ويشتل شوې ده. دغه زمکې څو کنګلي دورې هم تيرې کړی دي.
په یورپ کې د اتلسمي ميلادي پېړۍ له نيماي ساينس پوهان د زمکې د زړښت او د دې د خاورې په اړه په څيړنو بوخت دي. د سويډن زمکپوهان د بالټک په سمندرکې واورینو تیږو ته ځیر وو چې لکه د غرونو په سمندرکې ګرځي. خو څرګنده نه وه چې دا د کوم وخت نه پاتې وو. په ۱۷۹۵ م کې د سکاټلينډ يو زمکپوه، جيمزهټن د الپس په غرونو کې د داسې لويو واورينو تيږو په اړه ولیکل چې دوی ګليشير(کرکنډې) بلل.
شل کاله وروستو د سويډن يو نباتات پوهه په سکنډينيويا کې د داسې کرکنډو په اړه ووېل چې دا د دې سيمې يوه ځانګړنه ده. په نولسمې پېړۍ کې نورو ساينس پوهانو دا مفکوره ورکړه چې زمکه ممکن د واورې د يوې دورې نه تيره شوې وي او اوس ورو ورو په تاوديدو ده. دوی د زړو کنګل شويو غرونو نه وړې ټوټې د نمونې په توګه واخيستې او دا يې په لیبارټرۍ کې مطالعه کړې.
د الپس په غرونو کې د هوارو تيږو، دا په ګوته کړه چې یو وخت په واورینو اوبو کې پراته وو. بیا دا پوښتنه وشوه چې د وخت په کومه نقطه به زمکه کنګل شوې وي. په ۱۸۳۷ م کې د دې لپاره د يخۍ د دورې (آیس اېج) نوم وکارول شو او دا تیوري وړاندې شوه چې زمکه په تاوديدو ده. خو د ځینو ساينسدانانو خيال و چې زمکه له اوره جوړه، بيا ورو ورو يخه شوه او اوس د پخوا په پرتله يخيدو لوري ته روانه ده.
شا و خوا سل کاله نور هم واوړيدل او اوس ټول ساينس پوهان دا خبره مني چې پر زمکې د واورې داسې طوفانې دوره تيره شوې ده چې ژوند يې ختم کړو. د دې لپاره درې ډوله شواهد راټول شول. جيولوجيکي، کيمياوي اود ډبرينو ژويو مطالعه.
په جيولوجيکي څيړنو کې په لويو برمو د زمکې دننه خاوره يې راوويستله او تحلیل يې وکړو چې د دې په هر يو قات کې د واورې او د اوبو نښې وې او که نه؟ کله چې د یخۍ له منځ برخه د نمونې لپاره وويستل شوه نو په هغې کې د هوا بوړبوړکۍ بندې وې. له دې څرګنده شوه چې زمکه به څو ځلې د واورو په طوفان ورانه شوې وي.
د دې نه علاوه د ځناورو په ډبرینو هډوکوڅيړنې وشوې. هغه ژوي چې يخ کې ژوندي نه پاتې کيدل، د اوبوتل ته ورغلل او کوم چې بره وو د هغوي نسلونه ختم شول. په واورینو طوفانونوکې پاتې او بيا ژوندي کيدونکي ژويو له مطالعې څرګنده شوه چې د زمکې په کره ۵ ځلې د واورې طوفان راغلې دی. ياني ۵ واورینې دورې مو تیرې کړي دي. دا دورې په بيلا بيلو نومونو ياد شوي دي چې “کرايوجينيان”- “انډيان” –”سهارن-” کاروو” او “کواټرناري” دي.
په شمالي او جنوبي قطبونو کې هغه واورینې تيږې چې میلینونو کاله پخوا جوړ شوي وو، د هغوي نمونې، په جنوبي افريقه کې موندل شوي خاورې سره ورته وې. دا ښایی چې طوفانونو د یوې خوا زمکه په بل مخ ویشتله.
د کنګل وروستۍ زمانه چې اوس مونږ پکې ژوند کوو، ۲ اعشاريه ۵۸ ميلينه کاله پخوا شروع شوه. هغه وخت د زمکې په شمالي کره کې دومره واورې وشوې چې هر څه يې کنګل کړل. له هغې راهيسې د ۴۰ زرو او ۱۰۰ زرو کلونو ترمنځ کله به واوره ويلې شوه او کله به يې بیا ټوله زمکه وپوښله. په لومړۍ دوره کې به د سمندر سطح هم کنګل شوه او يواځې تل کې يې اوبه وې چې هلته ژوندی مخلوق پاتې وو. شا و خوا ۱۰ زره کاله پخوا دا کنګلي دوره ختمه شوه. د هغه دورې یخۍ (واوره) اوس هم په ګرين لينډ او انټارکټيکه کې پاتې ده.
د کنګل زمانه په ډيرو نورو برخو ويشل شوې ده. هغه موده چې سختې واورې يې لرلې، “ګليشيل” او لږ تاوده زمانه “انټر ګليشيل” نومېږي. کوم ځای چې اوس هم ټول کال واورې وي هلته د کنګلي زمانې نښې پيدا کېږي.
د کنګلي زمانو ترمنځ ۱۲۰۰۰ کاله داسې دورهم و چې په هغې کې زمکه توده شوه- خو نورې څيړنې ښايي چې ممکن دا دوره ۲۸۰۰ کاله اوسي. له دې اټکل شوې دی چې د کنګل بله دوره ممکن ۵۰ زره کاله وروسته بيا پېل شي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۰ اګست ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.