شیرخان ترکې


په ۱۹۸۵ م کې د لرغون پوهنې د ادارې یوې ډلې په بنو کې د یو پخواني کلی دېوالونه رابرسیره کړل.
بنو د اباسين سیلابي ميدانونو په لوېديځ او وزيرستان په ختيځ کې د شنو مېدانونو سیمه ده. چیناي راهب خوان ذانګ په ۷ میلادي پېړۍ بنو د “فولانه” په نوم یاد کړې دی. دلته یو وخت د “اباسین تمدن” کلي اباد وو چې اوس يې نښې ورکې دي.
د ۱۹۸۶ م نه تر ۱۹۹۰ م پورې په شیرخان ترکي – لرغون پوهانو ورته شیری خان ترکي نوم ورکړو- کې کنستون روان و چې د خټو په کورونو کې يې د څو سوو وګړو ژوند کوو. د ځينو کورونو په بنسټ کې تیږې خښې وې، چتونه يې هواراو د دېوالونو په خټه کې د ونو څانګې کارول شوې وئ. په شیرخان ترکي کې د ۵ نه تر ۳ ق م پېړۍ پورې خلکو ژوند کوو.
د اباسین پرغاړه د نورو لرغونو ښارونو په شان دلته هم کولالي لوښي چې ورباندې نقشونه جوړ و، وموندل شول. ښايي د دغو لوښو خټه هم له نږدي ورته راوړه. د شېرخان هنرمندو خټین لوښي په اورکې پخول، د هډوکو او تيږو نه به يې اوزار جوړول او په مريو کې به يې سوري کول. په کولالي لوښو جوړ د انسان او د جیومیټري نقشونه ښايي چې دوی يو پرمخ تللې تمدن لرلو او د خټو مجسمې يې د ديني نښو په توګه يې لمانځل. ځینې نقشونه ښایی چې د ځنګلي ځناورو ښکار يې هم کوو.
په شیرخان ترکي کې وګړو اوربشي او غنم کرل، پسونه، اوزې، او نور څاروي ساتل. د غوښې او شودو، څرمنې او وړۍ نه علاوه د څاروو فاضله مواد يې د سوند لپاره کاروو. د غنمو او وربشو د ټکولو، پاکولو او چاڼولو اوزار د یوې ذرعي ټولنې حال ویلو. د شیرخان زمکه په لویدیځ کې د وزیرستان له غرونو راتلونکي خوړ په اوبو خړوبیده چې دلته اوسېدونکو ورباندې بندونه جوړکړي وو.
د غلې ګودامونه ښايي چې د شیرخان خلک ټول کال دلته میشت وو خو د کوچیانو سره د راکړۍ ورکړې اثار هم وو. په ۴ ق م پېړۍ کې د ګومل په دره کې نورکلی هم وو. دغه وخت کې د اباسین پر غاړه د مهر ګړ، رڼا غونډۍ او د محمد خان کلي تمدمونو وده کړې وه.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۳ دسمبر ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.