سکینه تابوت


د یهودانو د جنترۍ (کلنډر) په لسمه میاشت “نیسان” په ۱۰ نېټه”د هالیه ورځ” نمانځل کېږی. په دغه ورځ بني اسرایل د یو لرګین صندوق سره د اردن سیند نه پورې فلسطین خاورې ته ورسیدل چې حضرت موسا علی السلام ورته د دغه وطن بشارت ورکړې و. د لرګي هغه صندوق، ” د سکینه تابوت” نومېږي. تابوت مانا “رجوع” یعنی څه چې ترې وباسې هغه بیرته پکې لاړ شي. یو روایت دی چې حضرت موسا علیه السلام ته په تورات کې د دې صندوق د جوړولو چل ورښودل شوې و او هغه پخپل لاس دا د “غز” د ونې لرګي نه جوړ کړې و. دې کې په تیږه کنده شوي، د توراۃ ” لس صحیفې” وې. ښایی د دغو تیږو د وړلو لپاره يې تابوت جوړ کړې و. ورسره په یو لوښې کې “من” (خواږه) هم وو، چې بني اسرایل ته په دشتو کې د خوړو لپاره استول شوي وو. د دې نه علاوه د حضرت یعقوب علیہ السلام پڼې، امسا، د حضرت هارون علیه السلام عمامه او وروسته د حضرت سلیمان علیه السلام یوه انګشتري هم پکې پرته وه.
کله چې یهودانو دا تابوت د یو ځای نه بل ته وړلو نو د نیلا رنګ څرمنې په یو پوښ به يې پټ کړو. دا په یوې لرګینې ډنډې ټینګ و چې په هغې به يې اوچت کړو. د روم لښکرو څو وارې د بغاوت د ختمولو لپاره په بنی اسرائیل حمله وکړه. د دغه پوځ په لیدو به یهودان ویرېدل نو ملایانو به ورته دغه صندوق یو لوړ ځای کیښودو. خلک به ارام شول او د دغه سکون له کبله ورته د سکینه تابوت وایی.
هم دغسې کله چې ددوی پخپل منځ کې به اختلاف پیدا شو نو صندوق به يې په منځ کې کیښودو او د هغه په درناوي به يې ستونزه حل شوه. خو ورور ورو خلکو دا وګڼله چې دغه تابوت یوغېبي طاقت لري. په ده به يې منښتې کولې او خپل مراد به يې ترې غوښتو.
یو وخت د فلسطین اوسیدونکو (فلسطینیانو) سره د یهودانو په جنګ کې دغه تابوت ورک شو. بیا د مشرۍ په سر یهودانو کې ناندرۍ پورته شوې او خلکو د حضرت شیمویل پیغمبر فیصلې ته د شک په سترګه کتل چې طالوت يې د باچاهۍ وړ ګڼلو. خو هغه وخت تابوت بیا پیدا شو چې یوه معجزه ګڼل کېږي.
د قرآن کریم په سورہ بقرہ، ۲۴۸ ایت کې راغلي دي. “دوی ته خپل نبي وویل چې د هغه (خدای) د باچاهۍ یوه نښه دا ده چې تاسو ته به د خپل رب له خوا فرشتې هغه تابوت راوړی چې پکې ستاسو د زړونو سکون، او د دروند موسا او دروند هارون د میراث پاتې څو شیان وي. بې شک که ایمان لرئ نو تاسو لپاره پکې لویه نښه شته.”
د سکینه تابوت د یهودانو لوی عبادت ځای “سلیمانی ہیکل” کې کیښودل شو چې د حضرت داود او دده زوی حضرت سلیمان علیہ السلام له خوا جوړ شوی و.
د بابل بخت نصر یو وارې په بني اسرایل حمله وکړه او فلسطین يې پخپل قلمرو کې شامل کړو خو څه موده وروسته هلته بیا بغاوت وشو. بخت نصر په دویمه حمله کې ہیکل ویجاړ کړو، ډېرخلک يې ووژل او پاتې يې د سکینه تابوت سره یو ځای بابل ته یوړل. څو کاله وروسته یهودي بندیان له بابل په داسې حالت کې وشړل شول چې تابوت يې د غویی په یو ګاډی ورته ایښې و. له دې وروسته روایتونه ګډ وډ دي.
ځینې خلک وایی چې سکینه تابوت د بیت المقدس په یو پټ ځای کې پروت دی. نور باور لری چې ممکن د یهودانو لس قبیلې چې ایتهوپیا خوا ته تلل نو هغوی دا تابوت هم د ځانه سره یوړو. د دین او د تاریخ دا معمه تر اوسه ناحل پاتې ده.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۱ نومبر ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.