مېزرې

يو وخت د پښتنو په کورونو کې د مېزرو نه جوړ يو توکې به ارو مرو موندل کېدو. د کټونو بوڼ او جاروخو به په هر کور کې و. د< فرش پوزې، مصلې، ببوزې، پچۍ (ټوکرۍ) ټوپۍ او د غلې د ساتلو لپاره " پنډېري" به د مېزرو نه جوړېدل. دمېزرو بوټې د سلېمان د […]

قاضي عبد القادر

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د افغانستان نظامي عهدو لپاره پښتو نومونه رواج شول. سرتېرى (سولجر) لمړی بريدمن (لیفټنټ) تورن (کیپټن) جګړن (میجر) او داسې نور د یو کس کارنامه وه چې امیر شیر علي خان به ورته قاضي قادرو ویل. عبد القادر، د پیښور اوسیدونکی او د ده یو مشر محمد غوث، پخپله […]

د بلخ پټه خزانه

په بلخ کې دعباسي خلفاو په وخت يو والي ټاکل شوې و چې داود بن علي نوميدو. يو ځل عباسي خليفه د بلخ خلکو ته په قهرشو چې دوي ورته ماليه او جزيه نه ورکوله. دبغداد نه يوچارواکې بلخ ته ورغلو چې د اسلامي حکومت لپاره د خلکو نه پيسې راټولې کړي. د ښار د […]

د دار الامان ماڼۍ

” دار الامان ماڼۍ په کچه غرمه کې اور واخستو چې تر دولس نيمو بجو بل و. د عامه فوايدو وزارت واي چې اور د دې په درېم پوړ کې ولگېدو چې پکې د سړکونو، بندونو او د کنالونو د انتظام دفترونه و. د اطفايې گاډي هغه ځاې ته دوه نيمې بجې ورسېدل خو درېم […]

سرزورې اوبه

دا اوبه د هندو کش له غرونو نه راووځي او شا و خوا ۴۸۰ کلوميټر مزل وهي. د افغانستان په ختيځ کې دا د کونړ له غرونو تېرېږي او خلک يې په هم دې نوم يادوي. خو دا واورينې اوبه شمال کې لږ مخ په بره هم خېژي او نه سياسي پلې پېژني او نه […]

پټاکيدانه

د افغانستان په قبيلوي ژوند کې د ښکار او د ځان ساتنې لپاره په هر دورکې د وسلو اړتيا وه. د غشو او ليندۍ نه واخلې ترچاقو توره، مچوغنه، پړې اوډبرې هر څه نه کار اخستل شوې دې. د ټوپکو جوړول او کارول په شپاړسمې ميلادي پيړۍ کې پيل شو او افغانستان ته د هند، […]

د شاه جي ډيرۍ

په دريمې ميلادي پيړۍ کی دچين اوهند له خوا لويديځ ته تلونکی تجارتي قافلې له پيښور ښار ته به نه و رسيدلي چې په اوښانو او اسونو ناستو کسانو به شل کلوميټر ليرې د يوې لوړې منارې سر وليدو. هغه وخت دا مناره هم هاغسی گڼل کيده لکه چې نن د پاريس ايفل ټاور يا […]

پېسه ټکه

په ماشومتوب کې د جوارو نینې خوړلو لپاره به مو یوه ” پېسه” وړله چې منځ به يې سوری و. دا وړه سکه د ” پایی” په نوم هم چلیده. د څلورو دهیلو ( پایانو) قیمت د برونزو یوه سورۍ پېسه وه. غریب کس به ویل چې، ” یوه سورۍ پېسه هم راسره نشته.” یا […]

کبډي

دا لوبه د هند په لویه وچه کې زرګونو کاله پخوا کیده چې زکر يې په آریایی وېدونو او مهابهارت کې شوی دی. تر سوونو کالو کبډي په وېدي ښوونځو کې به هلکانو ته ښودل کیده او هدف يې په دشمن حمله او بیرته راتښتیدل وو. کبډي (کبڈی) د” کاودي” ورانه بڼه ده چې مانا […]

لختۍ او ډم کوچی

د ۱۹۳۰م دغه پوسټ کارډ د دوو تنکي ځوانانو شا ته یو پوخ عمر سړی ولاړ ښکاري. دواړو ځوانانو د هغه وخت کمیس پرتوګ اغوستی، په پښو يې تیله دار پیښوري څپلۍ دي. د یو هلک په واسکټ زنځیر ممکن د ده په جیب کې ګړې سره تړلی وي. د دواړو څڼې تر اوږو او […]