د زمکې کرښې

More Photos like this here…


د نړي کره ( ګلوب) په نیلا سمندر کې د ملکونو نقشې ښکاره کوي او ورباندې کرښې (خط) تېر شوی وي.
زمونږ زمکه یوه سیاره او د دې زیاته برخه اوبه ( ۷۱ في صد) او نوره ۲۹ في صد وچه ( خاوره) ده. شا و خوا ۲۰۰ میلینه کاله پخوا زمکه یوه ټوټه وه چې “پنګایه” بلل کیده. د وخت په اوږدو کې د زلزلو او د کنګل په طوفانونو کې زمکه ټوټې او په اوو برخو وویشل شوه. هره برخه په عربي کې “بر اعظم” او په لاطین کې “کانټي نینټ” بللې شي. د دوی نومونه، افریقا-انټارکټیکه- ایشیا- آسټریلیا- یورپ- شمالي او جنوبي امریکا دي.
د نن څخه پینځه زره کاله پخوا د یونان او روم په جغرافیې کې یواځې د دریو براعظمونو نومونه معلوم وو چې یورپ-ایشیا (آسیا) او افریقا وو. په تاریخ کې ورته “زړه دنیا” یا اولډ ورلډ وایی. په پینځلسمې میلادي پېړۍ کې د پرتګال کرسټوفرکولمبس د جنوبي امریکا براعظم کشف کړو او دا يې “نوی دنیا” ونوموله. وروسته شمالي امریکا هم معلومه شوه او بیا د اولمپک د لوبو په بیرغ پینځه دایرې د دغو پینځو براعظمونو نښه وه.
آسټریلیا په ۱۶۰۶م کې د نیدرلینډ یو مهم جو کشف کړه خو ډېره موده دا د ایشیا برخه ګڼلې شوه. په ۱۸۲۰م کې روسان د “انټارکټیکه” ته په لومړي ځل ورغلل او دا د براعظم په توګه ومنل شوه. په ۲۰۱۷م کې جنوبي بحرالکاهل کې د یو لوی وچې په اړه معلومات وشول چې ۹۴ في صد برخه يې په اوبو کې ده. دا اتم براعظم، پینځه میلینه مربع کلومیټر زمکه لري او”زیلانډیه” نومېږي.
په پینځلسمې پېړۍ کې انسانان د بحري تجارت لپاره ټوله نړۍ کې ګرځیدل او دوی به د پخوانیو نقشو نه کار اخیستو. خو په لویو سمندورنو کې به اکثر د سخت طوفان له کبله کشتۍ لاهو شوې او وچې ته به يې لاره نه موندله.
په ۱۷۳۶م کې د فرانسی ځینو کشف کوونکو د زمکې ګرمو ملکونو ته د سفر نه وروسته په نقشه یوه کرښه راښکله چې “استوا” په لاطین کې “ایکویټر” یعني “منځ” نومېږي. په دې د زمکې کره يې په شمال او جنوب دوو برابر برخو وویشله. دا خط د صفر په زاویه موقیعت لري او اوږد والی يې شا و خوا ۲۵ زره میله کېږي چې زمکې برخه يې کمه او د سمندر زیاته ده. د استوا پر خط دیارلس ( ۱۳) ملکونه، انډونیزیا – مالدیپ- برازیل-کینیا- تنزانیه- کولمبیا- ایکویډور-ګیبون-انګولا-یوګینډا- سومالیه- د کانګو جمهوریت او ساوټوم واقع دي. په دغو ملکونو کې شپه او ورځ تقریبا برابر او آب وهوا ټول کال ګرم مرطوب وي. دلته د حرارت درجه سهار ۲۳ او د غرمې ۳۱ فارن هایټ نه زیات نه وي. د کال ۲۰۰ ورځې پکې باران ورېږي او د دې له کبله زمکه يې شنه او ښیرازه ده. خو د معتدل موسم سره هم دلته، په اینډیز او کلمنجارو نومې نه یواځې دا چې واورې ورېږي، بلکه ګلیشیر هم لري.
دوه نورې کرښې د استوا دواړو غاړو ته دي. یو خط سرطان ( ټراپک اوف کینسر) نومېږي چې د استوا شمالي سیمو نه تېر شوی دی. په دې کې شمالي امریکا-میکسیکو-د شمالي افریقا ملکونه لکه الجزایر-لیبیا-مصر-نیجېر-مالي- موریتانیه او د لویدیځ صحرا. ایشیای ملکونه لکه چین، میانمار-تایوان-سعودي عرب- د خلیج ملکونه- بنګله دیش، پاکستان او د هند ساحلي ښارونه، بحرهند، بحرالکاهل- بحر اوقیانوس- سره بحیره او د میکسیکو خلیج شامل دي. دا خط په ۲۳ اعشاریه پینځه درجې زاویه کې راښکلی دی او د مرکزي ایشیا ملکونه د خط سرطان نه بره په شمال کې واقع دي. افغانستان د استوا خط نه په ۲۹ او ۳۹ درجې زاویه کې موقیعت لري.
دویم خط جدي یا راس الجدی ( ټراپک اوف کیپریکون) نومېږي چې د استوا جنوب کې د لسو ملکونو نه تېرېږي. په دې کې ارجنټینا-برازیل-جنوبي افریقا- جنوبي امریکا-چلی-نیمیبیا- بوټسوانا- موزمبیق-آسټریلیا او د افریقا مډغاسکرنه علاوه، د بحرالکاهل-اوقیانوس او د هند بحرپکې شامل دي. د زمکې یو سر او بل سر د دې شمالي او جنوبي قطب (پول) نومېږي چې هلته بیا په دایره کې زمکه تقسیم شوی ده. شمالي قطب ته “آرکټیک سرکل” وایی او جنوبي قطب انټارکټیک سرکل نومېږي.
په یو عادي ګلوب د استوا د خط نه علاوه په طول ( لانګيچوډ) او عرض (لیټيچوډ) ۱۸۰۰ نورې کرښې هم شته چې ۹۰ په شمال او ۹۰ په جنوب کې دي. دا ټول د بحري سفر په وخت د بېړۍ چلوونکو رهنمایی کوي او اوس د پرمخ تللي سیتیلایټ سیسټم سره هم متروک شوي نه دي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *