تاواني پلاو هغه وخت زمونږ تر ټولو لوی ارمان سینما ته تلل وو. د کلی محلت ښځې به یوځای شوی، ټانګه کوڅې ته راغله او ټولې به له کورونو په تورو بورقو کې پټې، په هیړه را ووتلې. ټانګه به ډکه شوه او دوی به لاړې. کله کله به مور مې د خپلو خویندو سره سینما ته […]
سمه د پښتنو په اړه ځینو تاریخونو کې “سمه” او د “سمی پښتانه” د “سامانه” سره تړل شوي دي. دا د پنجاب په پټیاله کې د یوې سیمې نوم دی. په پښتو کې “سمه” هوارې زمکې ته وایی. پښتنو به د روغبړ په وخت مساپر نه پوښتنه کوله چې، “د سمی يې؟ که د غرونو؟ د […]
چینجو دا لوبه په هره سیمه کې خپل نوم لری، لکه چیندرو، سټاپو، کیړی او په انګریزي کې “هاپ سکاچ”. د کوڅې دا لوبه به زیات وخت جینکو او لږ تر لږ دوه لوبغاړي او زیات نه زیات ټول محلت به پکې ورګډ و. کوز ماسپښین یا ماځیګر د لوبې لپاره ښه وخت و او کله […]
پتمن افغان دا عکس جان برک په ۱۸۷۹ او ۸۰ م تر منځ په افغانستان کې اخستې و. په دې کې د قبایلي سیمې یو پښتون په سپینو جامو کې ښکاري. د ده په سر پټکی او په واسکټ يې یو میډل(بادرۍ) ځوړند دی. څنګ ته يې توره ده. دا عکس د یو داسې البم برخه و […]
امیر حمزه په ماشومتوب کی د ” امیرحمزه ” کیسې مې په اردو کې لوستلې. د ده ملګري عمروعیار سره به د جادو ” ذنبیل” (کسوړه) وه. ده به پکې هرڅه غورځول او د اړتیا په وخت به يې ترې راویستل. دغه مېړنی د بې وزلو د مرستې لپاره، بدو سره جنګېدو او یوه ډله به ورسره […]
د اپیمو جنګونه په ۱۹ پېړۍ کې د برطانوي هند کمپنۍ او د چین حکومت تر منځ د دوو جنګونو سبب “اپیم” و. د “وریښمو په لار” چین او یورپ ترمنځ تجارت په ۱۵ پېړۍ کې خپل اوج ته رسیدلې و. د چیني لوښو، وریښمو او بیا وروسته د چایوغوښتنه په اروپا کې ډېره وه چې قیمت يې […]
سکینه تابوت د یهودانو د جنترۍ (کلنډر) په لسمه میاشت “نیسان” په ۱۰ نېټه”د هالیه ورځ” نمانځل کېږی. په دغه ورځ بني اسرایل د یو لرګین صندوق سره د اردن سیند نه پورې فلسطین خاورې ته ورسیدل چې حضرت موسا علی السلام ورته د دغه وطن بشارت ورکړې و. د لرګي هغه صندوق، ” د سکینه تابوت” […]
فیروز د لبنان سندرغاړې فیروز په عربی نړۍ کې خلک یو بې څارې هنرمندې په توګه پېژني. د عیسایی دین منونکې فېروز، د قران کریم د ایاتو په تلاوت، سوچا عربي تلفظ زده کړو او هره یوه سندره د عبادت په شان وایی. د فېروز خپل نوم”نهاد ودیع حداد” او په ۱۹۳۵ م کې د لبنان […]
جهیل سیف الملوک د کوڼرسیند سرچینه سیف الملوک له سمندر ۳۲۲۴ میټر لوړ د پاکستان ترټولو لوړجهیل دی. خیبر پښتونخوا په مانسهره ضلع کې د کاغان درې په شمالي څنډو دغه جهیل د ناران نه ۸ کلومیټر شمال کې دی. دې ته نزدې د “ملکه پربت” غرونه دي. د ناران د ویالې سره په یوه کچه لار زرګونو […]
مورګېنسټین په ۱۹۲۴ م کې یو ځوان اروپایی په کابل کې د امیرامان الله خان دربار ته ورغلو. ده د خپلې پیژندګلوۍ لپاره، د ناروی د باچا له خوا یو لیک وړې و چې امیر ته يې وړاندې کړو. دغه ځوان، جورج وېلنټین وونمنت مورګنسټین په ۲ جنوری ۱۸۹۲ م د ناروی په پلازمینې اوسلو کې […]