امیر حمزه


په ماشومتوب کی د ” امیرحمزه ” کیسې مې په اردو کې لوستلې. د ده ملګري عمروعیار سره به د جادو ” ذنبیل” (کسوړه) وه. ده به پکې هرڅه غورځول او د اړتیا په وخت به يې ترې راویستل. دغه مېړنی د بې وزلو د مرستې لپاره، بدو سره جنګېدو او یوه ډله به ورسره مله وه.
په ۱۰ میلادي پېړۍ کې، د اصفهان نه تربنګال د امیر حمزه کیسو د تجارتي قافلو سره یو ځای نه بل ته کډه کوله. هرځای به کیسه کې نور کیریکټرونه ورزیات شول. امیر حمزه د ډېرو پیغلو سره اړیکې ساتي او ان ښاپېرۍ هم ورباندې مئینې شي خو دده ریښتونې مینه ” مهرنګار” وه. یو وخت دی د پارس په دربار کې خپل اغیز پیدا کوي او د ده په هلو ځلو د چین، هند، پارس اوعرب باچاهانو ترمنځ روغه وشي. د امیرحمزه دشمنان هم ډېر وي. په دربار کې ځینې خلک له ده سوځي او باچا ورته لمسوي چې حمزه، بغاوت ته تابیا کوو. باچا دده نیولو لپاره پوځ ورلېږي خو دی خپلو جاسوسانو خبر کړې وي نو د قاف غر ته لاړ شي. عمروعیار د مهرنګارحفاظت لپاره شا ته پاتې وي. اخر یو لوی جنګ کې حمزه سره ۱۸۴ زره عیاران، دېوان او ښاپېرۍ مرسته کوي او دی بریالی شي. دا کیسې دومره په زړه پورې وې چې په ۱۶ پېړۍ کې د مغل باچا اکبر لپاره په انځوریزه بڼه راټول شول.
امیرحمزه د افغانستان د تاریخ یو ژوندی انسان و چې د خپلې میړانې او ښو کارونو له کبله په ولس کې یو اتل په توګه مشهور شو. د امیر حمزه په اړه څېړنو کې څرګنده شوه چې ده د ایران او افغانستان ترمنځ سیمې کې ژوند کوو. علامه حبیبي وایی چې د اسلام د خپریدو سره، په سیستان کې “لوی لوی حرکتونه پیدا شول او یو د دغو حرکاتو څخه د “حمزه سیستاني” خروج و، چې عرب مورخانو دی خارجي بللې دی او د هجرت په ۱۸۰ کال (۷۹۶م) يې خپل مهم ملي او فکري حرکت شروع کړو.” په عربي متنونو کې په خوارجو کې یوه فرقه د “حمزیه” په نامه یاده شوې ده. “حمزه د عبد الله زوی د طهماسپ له نسله د سیستان “روناوچول” کې پیدا شو. د طبری په قول د ده د پلار اصل نوم “آترک یا اذرک شاری” و چې د غرستان د شارانوخاندان ته منسوب دی.”
په ۷۶۲ م کې د عباسي خلافت نوي پلازمینې، بغداد د جوړولو لپاره، ډېره پېسه پکار وه چې د لیرې پرتو صوبو نه به عرب چارواکو د باج په توګه راټولوله. ښایی په سیستان کې خلکو دغه باج نه منلو او د دې خلاف د حمزه سیستاني سره ودریدل. جهاني لیکي چې، ” د خراسان او سیستان ښارونه د حمزه بن ازرق سیستاني ښورښونو لړزولی وه. حمزه سیستاني لومړی ځل په کال ۷۹۸ م کې د هارون ارشید د اقتدار د اوج په زمانه کې د خراسان د حاکم عسی بن علی په مقابل کی منظم پوځونه د جنګ میدان ته وایستل.” علی بن عیسی خپل زوی د حمزه مقابلې ته واستاو، خو هغه ته يې ماتې ورکړه او د ذرنج ښار يې ترې ونیولو. بیا حمزه په کوفه او نورو ځایونو کې يې د خوارجو سره يې رابطه پیدا کړه، حج ته لاړو نو ۵۰۰۰ کسانو د ده بیعت وکړو او هغه وخت “امیر” په لقب مشهور شو. ده ټول سیستان متحد او باج يې لیرې کړو. امیرحمزه په ۱۸۵ ه کې د بادغیس او “پوشنګ” پورې لاړو او د هرات حاکم عمرو بن یزید يې په جنګ کې ووژلو. تر هغې حمزه ۳۰ زره لښکر لرلو. کله چې هارون الرشید پوهه شو چې دده حاکمان دغه سیمه نشي اداره کولې نو پخپله په ۱۸۹ ه کې پارس ته ورغلو. خلیفه هارون ۴ کاله په تهران کې د حمزه مقابلې ته ناست و او اخر په ۱۹۳ ه کې په طوس کې مړ شو.
د امیر حمزه لوی مرکزونه هرات، ذرنج، بست، نیشاپور، غزني او کابل وو. ده په ګردیز کې د خپلو پلویانو لپاره یوه ټینګه کلا جوړه کړې وه چې هلته تر ۳۷۲ ه هم پاتې وو. حمزه سیستانی ۳۵ کاله کاله په سیستان او خراسان کې جنګونه کول او د عباسیانو نامتو جنګیالو ته يې ماتې ورکړه.
یو روایت دی چې د امیر حمزه جنګ د دنیاوي غرض لپاره نه و او کله چې هارون الرشید مړشو نو ده هم خپل لښکرسنده او د هند نورو سیمو ته د اسلام د تبلیغ لپاره ور واستاو. ده ۵ زره جنګیالي په خراسان کې وساتل چې د ظالم خلاف غږ پورته کړي او په سیستان او خراسان کې يې “ګرځنده” (سیار) حکومت جوړکړې و. د حمزه د وفات نیټه ۸۲۸ م ټاکل شوی ده. ممکن په بادغیس کې خښ وي.
په هند کې د امیر حمزه کریکټر د حضرت محمد(ص) د تره حمزه (رض) په توګه ورپیژندل کېږی. د دې یو سبب هغه اسلام پاله ډلې دي چې افسانوي کیسو او پخوانیو داستانونو ته دیني رنګ ورکوي. پکار ده چې دغه تاریخي تېروتنه سمه کړی شي.
سرچینې
۱.امیرحمزه-دسیستان پهلوان. پوهاند علامه عبد الحی حبیبي (شل مقالې- دویمه برخه، مطیع الله روهیال.۱۳۸۲ ل. صحاف نشراتي موسسه.۲۹ نه تر ۳۵ مخ
۲.هرات، پښتانه او ستره لوبه. عبد الباري جهانيساپي د پښتوڅېړنو او پراختیا مرکز، پیښور. ۱۹۹۹ م. ۳۰ مخ
۳.د طلسم هوشربا کیسې.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۹ نومبر ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.