د جالندھر پښتانه


د جالندهر ارمړ پښتنو د هند په تاریخ کې مهم رول لوبولی دی چې مخ کښ يې په شپاړسمې پېړۍ کې پیرروښان و.
د پنجاب تر ټولو لرغونی ښارجالندهرد دوو سیندونو راوي او ستلج تر منځ واقع دی چې پخوا به يې ورته “دوآبه” ویل. د دغو اوبو له کبله دا ټوله سیمه ښیرازه او شته من وه. د هندي عقیدې تر مخه د ګنګا سیند او د سمندر زوی باچا “دایتیه جالندهره” نومیدو چې دا ځای يې آباد کړو. د زیاتو اوبو له کبله دوآبه کې ځنګلونه، نباتات، مارغان او وحشي ځناور هم ډېر وو. د جالندهر د څربه میښو او غواګانو له پیو څخه کچ او سوچه غوړي په ټول هند کې مشهور وو. د “روهه” پښتنو به له جالندهر ارزانه میښې واخیستې او قبایلي سیمو ته به يې د خرڅ لپاره وړل. کوچیانو به هلته په ‌ژمي کې وچه میوه، قالین، سوچه غوړي او هینګ په شان توکي خرڅولو نه وروسته، ارزان غنم، جوار او وریژې بیرته وړل. د خلجیانو او لودیانو په دوره کې د پنجاب ډېرو سیمو کې پښتنو زمکې واخیستې او ابادۍ يې وکړې. لودیانه، پټیاله، پټهان کوټ، کسور( قصور) او هوشیار پور کې ارمړ، نیازي، حسن زي او لودیان په لوی شمیر اباد وو. یواځې په جالندهر کې دومره ډېر پښتانه اوسیدل چې هلته د دوی په نوم محلتونو ته اوس هم پټهان بستي وایی.
د ارمړو په باره کې روایت دی چې دوی د افغانستان د لوګر څخه پنجاب ته کډه وکړه. برکی-بارکوال- برکیان ټول خپله شجره د ارمړ قام څخه ښایی. د دوی یو مشر”ابراهیم دانشمند” په اړه ګومان دی چې د حضرت ایوب انصاري له ټبر څخه په ۶۷۱ م کې استنبول کې اوسیدو او وروسته هلته د ده قبر جوړ شو.
د جالندهر د ارمړ پښتنو (افغانانو) نهه محلتونه دي چې، نو- شیخ درویش- غزن- دانشمندان-میټهو صاحب-باباخیل- پیرداد- بهرام خیل او شاه قلي نومېږي. د دغو افغانانو د څو دورو په اړه یو عالم محمد حسین خان په ۱۹۳۸م کې یو کتاب ولیکلو چې پکې د د څو محلتونو (بستي) افغانانو حال بیان شو. محمد حسین خان د امیر حبیب الله په بلنه کابل ته ورغلو او هلته د افغانستان تعلیمي نصاب او درسي کتابونه يې ولیکل. دی د ویش نه وړاندې لس کاله د پنجاب د تعلیم وزیر پاتې شوی و. هغه د خپلې تعلیمي مقالې لپاره هغه د لودیانو او د دلي سلطنت په دوره کې د جالندهر د پښتنو (افغانانو) ژوند په اړه څېړنې وکړې.
دا کتاب په ۲۰۲۵م کې ډاکټر عاصم بیرته چاپ او خپور کړو.
ارمړ چې برکي هم ورته وایی د ویش څخه وروسته پاکستان ته لاړل. هغه چې کورونه او زمکې يې لرل، په جالندهر کې پاتې شول او اوس هم د پوځ نه علاوه هلته په سرکاري شعبو کې په لوړو منصبونو کار کوي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *