اوګۍ- اوږۍ اوګۍ دغاړې امیل چې ځینو سیمو کې ورته تش “ګۍ یا ږۍ” نوم اخلي. په پښتو کې د غاړې چاپېره هډوکې اوګۍ نومېږي چې ځینو سیمو کې ورته “ګرګس” هم وایی. داسې ښایی چې د ژبې د ودې او په غاړه د امیل فیشن سره دغه نوم رواج شو. هغه وخت ګاڼې به مریو او […]
بېلیو د ۱۹۸۰ م په لسیزه کې د انګریزي نه پښتو ته ژباړې لپاره به مونږ د “بېلیو” قاموس کارو. دغه قاموس په لومړي ځل ۱۸۶۰ م کې پیښور کې ترتیب او چاپ شو او وروسته څو ځلې د دې کاپیانې خپاره شول. بېلیو پوځي ډاکټر و چې پلار يې د لومړي افغان جنګ په وخت […]
ژرنده په دغه تصویر کې د افغانستان د یو کلی ژرنده ښکاري چې د ۱۸۸۰ م کې یو انګریز جان برک اخیستې و. دغه ته به يې د اوبو ژرنده ویل ځکه د اوبو په توان به چلیدل. دا به په هغو کلیو کې جوړېدل چې د سیند یا د ویالې اوبه به پکې تیریدای. د […]
لاندی وچه غوښه د نړۍ په ډېرو ملکونو کې خوړل کېږي او د افغانستان په یخو سیمو کې هم رواج لري. د کوچاني ژوند یوه لویه ستونزه د انسان او څاروي خیټه مړول وو. دا کار په ژمي کې لا سخت و ځکه د کیږدیو نه علاوه کوچیان د خواړو د زیرمه کولو لپاره ځایونه نه […]
ملتان خان زخه خیل لاس د ملتان يې راوچت کړ زړه د ملتان به اوس په تول معلوموينه د پښتو دا لنډۍ د اپريدو د زخه خيلو ملتان خان لپاره ويل شوې وه. د پیښور د خلکو روايت دی چې کله انگريزانو د ملتان خان مړې وموندلو نو دده زړه يې راوويستلو چې وې گوري هغه په ريښتيا د […]
هړپه په ۲۰۰۵ م کی د پاکستان د پنجاب ايالت د کلتور وزارت د ساهيوال په ضلع نه دويشت ميله جنوب لوېديځ کی د يو تفريحي پارک په جوړولو لاس پوری کړ. ددی پلان د لرغون پوهانو لپاره د خواشينۍ وړ و ځکه هلته د يو لرغوني ښار کنډوالې موندل شوې وې. په ۱۹۲۰ م کی […]
رحمان په دودیزه هندي فلمونو کې بد کیریکټر به دومره عیبونه لرل چې خلکو به په سینما کې ورته ښکنځلې شروع کړې. خو د ۱۹۴۰ م په لسیزه کې “رحمان” د بد سړي یوه نوې څېره ورته وړاندې کړه. د ده پوره نوم سعید الرحمن او په خټه بارکزی و. نیکونو يې په ۱۸۷۹ م د […]
شین غر د کسې غر د سلسلې یوه غونډۍ “شین غر” د تخت سلیمان په جنوب کې د ژوب ښار نه ۵۰ کلومیټر لیرې ده. دا غر په شمال کې د کورچ پینه نه تر جنوب کې سولېزۍ درې غځیدلې دی. د شنه غره تر ټولو لوړه څوکه ۹۲۷۳ فټه ده. یو وخت دا ټول غر په […]
د جمرود کلا د پیښور نه ۱۷ کلومیټړ لویدیځ کې د “باب خیبر” شا ته پخوانۍ کلا سیکانو جوړه کړې وه. شا و خوا ۲۰۰ کاله پخوا جمرود په لویه دشته کې د یوې چینې پرغاړه به قافلې ایسارېدی. د نولسمې میلادي پېړۍ له پېل سره د مهاراجه رنجیت سنګ تکړه سالار سردارهری سنګ نلوه، د پښتونخوا مهم […]
د افغانستان اوبه افغانستان د اوبو پینځه بېلابېلې حوزې لري چې هره یوه یې ځانګړي تخنیکي، اقتصادي او سیاسي اړخونه لري. د دې لیکنې مرکزي ټکی د کابل سیند او له پاکستان سره د افغانستان د اوبو موضوع ده خو د مطلب د روښانتیا له پاره به په لنډ ډول هغه نورې څلور حوزې هم یادې کړو: – […]