تاواني پلاو


هغه وخت زمونږ تر ټولو لوی ارمان سینما ته تلل وو. د کلی محلت ښځې به یوځای شوی، ټانګه کوڅې ته راغله او ټولې به له کورونو په تورو بورقو کې پټې، په هیړه را ووتلې. ټانګه به ډکه شوه او دوی به لاړې. کله کله به مور مې د خپلو خویندو سره سینما ته تله نو مونږ ماشومان به يې هم په مخه کړو. دا شرط به يې ایښې و چې هلته خوراک شی به نه غواړو.
د ښځو په بکس (سینما کوټه) کې به ۱۲ شا و خوا کرسۍ وې او د ماشومانو ټکټ به نه و. زه به د مور سیټ په لاستي یا د ترور او نیا په غیږ کې کیناستم.
ددې کوټې مخ ته تورې پردې لګیدلې وې. ښکته په ګیلري کې به لږ خلک وو او ما به د تورو پردو نه سر ویستې د هال بل سر کې مخامخ لوی زرزري پردې ته کتل. د هندي فلمونو پخوانۍ سندرې به غږیدی او ښځو به د یو بل نه حال احوال اخیستو. ما به سندری ډېر په غور اوریدی او کله چې به یوه سندره دویم ځل وغږیده نو غصه به شوم. یو وخت به هال له سړو ډک او سندرې به بندې شوی.
یوې ښځې به هغه د بکس تورې پردې یوې او بلې خوا ته راښکلې نو د اوسپنې کړۍ به لکه د بنګړو وشړنګیدې. د سینما د هال لویه پرده به ورو ورو یوې او بلې خوا ته وڅکیده او په سپین دېوال به تصویرونه پرله پسې ښکاره شول. کله د ښې لاس نه او کله د ګس نه. یوه ښکلې ښځه د “تبت سنو” کریم د غږ سره ښکاره او ژر به پټه شوه. د ” خانم کاربالک صابون، سهراب سېکل، نیشنل ریډیو، باټا چپل، سنګر مشین، لپټن چای، بیناکا ټوت پیسټ او داسې نور به په پرده تیریدل. زما تلوسه به زیاتیده چې “تاواني پلاو” ژر راشي نو ښه به وي.
د تاواني پلاو تصویر سره به په هال کې د سړو شور ذوږ پورته شو. شپیلۍ به يې ورته وهلې خو په بکس کې ناست ښځې به ورته په بدو ردو سر شوی. په تصویر کې به یو غت پټ سړی پرلت وهلې ناست و. مخې ته به يې د پلاو لوی ارت دیګ، ورسره نورو وړو دیګچو کې د غوښې قورمه، کوفتې او نور لاوڼ ښکاریدل. د هغه وخت “دکان ” به هم دغسې سړک لوري ته خلاص وو. په لوړ ځای به دکاندار ناست او هرچا ته به يې کتلې شول. ددې اشتهار په لیدو به زما زړه ارام شو ځکه ورپسې به واړه اشتهاري فلمونه وو.
د لکس صابون سره به یوې نامتو فلمي ایکټریس مخ وینځلو چې نه به يې د سترګو رانجه او نه د شونډو سرخي ورته پاکوله. بیا به یو ماشوم په منډه کور ته راغلو او مور به ورته په یو قاب کې سپینې وریجې په میز کیښودی. بیا به پخپله هم ورسره کیناسته، په خندا به يې کاشوغې سره ماشوم ته وریژې په خله کې ورکولې. زما به ورسره قصد پیدا شو چې زما مور ولې داسې نه کول.
بیا به د نویو فلمونو “ټریلر” و. د پرستان ښاپیرۍ به الوتلې، دېوان او پهلوانان به په جنګ وو او شهزادګۍ به په ځنګل کې اس ځغلوو او سندرې هم ویلې.
دا هر څه تور او سپین وو خو رنګونه به پکې ما پخپله لیدل. تر هغې به هم په هال کې خلکو مومپلی خوړل او ګنډیرۍ به يې ژوول. بیا به د “تصویري خبرنامې” اعلان وشو. د صدر ایوب صیب په لاس د اوبو د بند پرانسته، د بهر ملکونو سفر، پوځي پریډ او میلمستیاوې.
بیا به رڼا ګانې مړې شوی او په تیاره کې یواځې د پردې دواړو غاړو ته په سور رنګ “نو سموکنګ” نښې ځلیدی. زه به پوهه شوم چې اوس فلم شروع کېږي. زړه به مې و چې کور ته لاړه شم خو له ویرې به مې مور ته غږ نه کوو چې بیا بل ځل به مې نه راولي. څو شیبې به مې پردې ته کتل او څه نا څه په کیسه به مې ځان پوهیولو خو اخر به خوب یوړم.
مور او د نورو ښځو غږ به مې اوریدو چې “راویښه شه کور ته ځو.” ما به په خوبولو سترګو د سینما پردې ته کتل چې هلته به د هیروین له سترګو غتې غټې اوښکې روانې وې. زما شا ته به یوې ښځې په زوره وژړل، نورو به ورته “هش” وکړل.
زما خوب به وتښتیدو نو فلم به ختم شو او انځوریزه اشتهارونه به يې بیا ښودل. تاواني پلاو به په اخر کې و.
څو کاله وروسته چا د تاواني پلاو خبره کوله چې په کیسه خانۍ کې يې دکان و. تاواني خان د تصویر هم هغه سړی و چې خبر نه یم څه شو؟ کاشکه یو ځل د هغه پلاو مې خوړلې وای.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۵ دسمبر ۲۰۱۹ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.