فیروز


د لبنان سندرغاړې فیروز په عربی نړۍ کې خلک یو بې څارې هنرمندې په توګه پېژني. د عیسایی دین منونکې فېروز، د قران کریم د ایاتو په تلاوت، سوچا عربي تلفظ زده کړو او هره یوه سندره د عبادت په شان وایی.
د فېروز خپل نوم”نهاد ودیع حداد” او په ۱۹۳۵ م کې د لبنان “بعلبک” کې زیږېدلې وه. د دې پلار په یو چاپځای کې کار کوو او ټبر يې د لبنان زاړه پال مسیحیان وو. نوهاد د خپلې نیا (انا) سره په کلي کې اوسېده او کله به د هغې لپاره له چینې اوبه راوړې او په ټوله لاره به يې سندرې ویلې. د ۱۰ کالو په عمر کې د ښوونځي په مېلو کې په سندرو ویلو، د خپل خوږغږ لپاره مشهوره شوه.
په ۱۹۵۰ م کې یو نامتو موسیقار او موسیقۍ د پوهنځي مشر، محمد فلېفل د ښوونځي په سندرو کې ددې په غږ اغیزمن شو. دا يې پوهنځي کې د روزنې لپاره وبلله خو د نوهاد پلار زړه نا زړه و. اخر په دې شرط يې ورله اجازه ورکړه چې ورور به هم ورسره ځي.
محمد فلېفل هغې ته د قران د ایتونو تلاوت وویل او نوحاد به هره ورځ پریکټس کوو. د دې پلار بېروت ته کډه شو نو هلته د لبنان ریډیو مشرحلیم الرومي دا د بیروت ریډیو سندرغاړو په ډله کې شامله کړه. الرومي پخپله ددې د موسیقۍ طرزونه جوړول او د سټیج لپاره يې ورته نوم “فیروز” کړو.
لږه موده وروسته فیروز په ریډیو کې دوه موسیقار وروڼو اصي او منصور “رهباني” سره وپیژندل. اصي د فیروز لپاره سندرې جوړې کړې چې یوه “عتاب” په ټولې عربي نړۍ کې مشهوره شوه. د لبنان د خپلواکۍ نه ۱۴ کاله وروسته فېروز د دې ملک شناخت شوه.
په ۱۹۵۵ م کې فېروز د ” اصي رهباني” سره واده وکړو او په ۱۹۵۷ م کې د بعلبک په نړی وال میله کې د دې لومړې لوی کانسرټ وشو. د دې لپاره هغې یو “لبناني پاونډ” معاوضه واخیسته.
ورپسې کلونو کې رهباني وروڼو د دې لپاره په سوونو سندرې جوړې کړې چۍ زیات وخت په کنسرټونو کې يې وئیلې. ځینې يې په دریو عربی فلمونو کې هم واخیستل شوې. په ۱۹۶۲ م کې ددې د سندرو ۱۰ میلینه ککوړي (ریکارډ) خرڅ شول چې د مصرد “ام کلثوم” نه وروسته دوېم ځای و. په ۱۹۷۰ م کې دغه شمېره ۲۰ میلینو ته ورسېده. خلکو به ددې نوم په ځای د ” ستورو سفیره، عرب سفیره، د سپوږمۍ ګاونډۍ او د لبنان ملغلره” یادول چې د دې سندرې وې.
د لبنان یوعرب رېډیو به سهارخپلې خپرونې د فیروز له سندرو پېل کولې.
په ۱۹۶۹ م کې د الجزایر صدرهواري بومدین لبنان ته په سفر لاړو نو له فېروز غوښتنه وشوه چې د هغه په وړاندې سندرې ووايي. فیروز انکار وکړو او دا يې په ډاګه کړه چې ددې سندرې د ولس لپاره دي. په دې خبره د لبنان حکومت په ریډیو د دې په سندرو په خپرولو بندیز ولګوو. خو د فیروز شهرت ورسره لا زیات شو.
په ۱۹۷۱ م کې هغه د شمالي امریکې په سفر لاړه او هلته کنسرټونو سره د دې شهرت ټولې نړۍ کې خپور شو. د لاس ویګاس کنسرټ ته ۱۶ زره خلک ورغلي وو. بل کال اصي سخت ناروغه او په روغتون کې داخل شو. د فیروز ۱۶ کلن زوی زیاد د پلار ځای واخستو او خپله موسیقي يې جوړه کړه. کال وروسته اصي بیرته کمپوز پېل کړو او ۱۹۷۵ م کې فېروز د فرانسې په ټي وي سندرې وویلې چې کې “حبيتك بالسيف” مشهور شوه.
دغه کال د لبنان کورني جنګ سره هم فېروز او رهباني وروڼو موسیقي جوړوله. یو وخت د “پېټرا” په نوم سندرې، د بېروت لوېدیځ کې مسلمانانو او ختیځ کې مسیحیانو دواړو اوریدل. په ۱۹۷۸ م کې درې واړه یورپ او خلیج ملکونو په سفر ووتل. خو د اصي او میرمنې اړیکې يې خرابې شوې، دواړه بېل شو او فېروز د خپل زوی زیاد سندرې ویلې.
هغې په لبنان کې خپل وروستی کنسرټ په ۱۹۷۸ م کې ورکړو چې لا بیروت وېشل شوې نه و. په ۱۹۸۷ م کې د دې د غوره سندرو لومرۍ سی- ډي خپره شوه. د فیروز د سندرو یو ښه والې د دې شاعري ده. تر ټولو مشهوره سندره ” اې شپېلۍ” د خلیل جبران نظم دی.
فیروز د ټولو عرب تاریخي ښارونو بېروت، دمشق او بغداد سندرې ویلي دي. د فلسطین په اړه دوو وروڼو یو اوږد نظم ولیکلو او یو نامتو سندرغاړي ته يې د زمزمه کولو وویل خو هغه انکار وکړو. فېروز دغه نظم واخستو، ” زیاد” ورته موسیقي جوړه کړه او “یا قدسو- یا مدينة السلام” میلینونو کاپیانې جوړې او خرڅې شوې.
په اګست ۱۹۸۵ م کې فیروز د سوریې د “برسا” ښار په رومن تهېتر کې کنسرټ ورکولو لپاره دمشق ته ورسېده نو صدرحافظ الاسد ورته سر ټیټ کړو. هغه وخت ۳۰ زره خلکو د تالار نه بهر څو ورځې په خیمو کې د دې غږ د اورېدو په انتظار تېرې کړې. په فېروز ځینو خلکو نیوکې وکړې چې د رژیم پلوي يې کوله. خو هغې ځان د سیاست نه تل لیرې ساتلو او وې ویل چې دا د سوریې د خلکو لپاره سندرې وایی نه چې د سیاسي مشرانو لپاره.
په ۱۹۹۴ م کې د جنګ نه وروسته ۲۵ کالو د ځنډ نه وروسته فېروز په بعلبک کې کنسرټ ته غاړه کېښوه او ټول ۱۶۰۰ ټکټونه خرڅ شول. شا و خوا ۵۰ زره خلک بهر ورته ولاړ وو. په ټولې عربي نړۍ کې ۱۲۵ میلینو خلکو په ټي وي دا کنسرټ ژوندی لیدو. کله چې هغې ” یا هوا بیروت” سندره وېله نو ځینو ورته وژړل. د سعودي عرب باچا فهد ووېل، کله چې د فېروز زړه راډک شو نوپه لبنان کې بیرته امن راغلو.
فیروز په سټیج د سندرو ویلو په وخت مایکروفون ته لکه د بوت ولاړه وي. د دې په مخ نه څه خندا وي او نه دا خوځي راخوځي. کله چې له هغې پوښتنه وشوه نو وې وېل، “زه اوس هم په سټیج ویرېږم، ځان سره دعا کوم چې غلطه نشم.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۷ نومبر ۲۰۱۸م

Leave a Reply

Your email address will not be published.