چینجو


دا لوبه په هره سیمه کې خپل نوم لری، لکه چیندرو، سټاپو، کیړی او په انګریزي کې “هاپ سکاچ”.
د کوڅې دا لوبه به زیات وخت جینکو او لږ تر لږ دوه لوبغاړي او زیات نه زیات ټول محلت به پکې ورګډ و. کوز ماسپښین یا ماځیګر د لوبې لپاره ښه وخت و او کله نا کله ” زما کوربند” او ستا خانه ازاده” په چغو به جنګونه هم وشول.
د ښار پخې کوڅې کې به مو په زمکه د سپین “چاک” سره مستطیل کرښه راښکله. ددې دننه اته یا ۱۲ نورې خانې وې. د بوټ پالش تش ټیمي ډبلې چې خټه به پکې ډکه وه، په لومړي “کور” یا “خانې” کې به يې کېښوده. بیا په یوه پښه به يې بلې خانې ته ورټېله کړه. د لوبغاړی مهارت په دې کې و چې ډبلې په لیکه ایسار نشي. په داسې حالت کې به سوځیدو او ډبلې به يې بل کس ته پریښودو. د یوې غاړې وروستۍ خانه به “دمه” وه. دلته به لوبغاړي دواړه پښې کیښودې شوې. بیا به د بل لوري خانو نه هم دغسې ډبلې وړاندې سکیندلو. دا پړاو به پوره شو نو لوبغاړې به د “خانې” بندولو حقدار شو. د دمې خوا ته به لاړه او چینجو ته به يې شا کړه. بیا ډبلې به يې د خپل سرد پاسه شا ته غوځارکړو. هره خانه کې چې ډبلې ایسار شو، هغه به د دې په نوم شوه. په چاک به يې پکې خپله (ضرب) نښه ولګوله.
په کلي کې د کوڅې زمکه به يې جارو کړه. د ” لور” یا تېره لرګي سره به يې د مستطیل کرښه راښکله یا به يې د تناره نه تور سکاره ورته راوړو. د مات منګي د کودړې یا پلنې تیږې سره به يې لوبه کوله.
د چا کور به بند شو نو نورو لوبغاړو به هلته نه ډبلې په زوره ټېل وهلو چې پکې ایسار نشي او پخپله به يې هم ترینه ټوپ وهلو. که ټوپ يې نشو وهلې نو بیا به د کور خاوند نه يې د مېږي لاره غوښتله. هغه به د خپل بند کور یا د خانې یو ګوټ کې د پښې هومره لاره په نښه کړه او ټولو به د لوبغاړي پښې ته کتل چې د لیکې نه بهر قدم وانخلي. د ډېرو کورونو بندونکو کس به د ټولې لوبې ګټونکې و.
د ساده چینجو نه علاوه د “ګیلي” یا “ګلي چینجو، ګول چینجو او پوڼيو والا چینجو” هم کیدې. د “ګیلي” چینجو مستطیل به په منځ نه و وېشلې. د دریو لویو خانو نه وروسته یوه وړه خانه “ګیلي” وه. دا به دومره وړه وه چې یوه پښه پکې ځایده او ورپسې دمه وه. دا لوبه سخته وه ځکه ګیلي ته د ډبلي وړل او له هغې ویستل ګران وو.
“ګول چینجو” څو دایرې وې چې یو بل سره د یوې پښې ایښودو وړې لارې سره جوخت جوړېدل. په دې کې هم سخت کار د تنګو ګیلیانو نه ډبلې تیرول وو.
“پوڼۍ والا چینجو” به زیات وخت د ښار کورونو مخ ته کېدو. د کور هغه دوه یا درې پلستر شوې یا کاشي خښتو پوڼیو مخ ته د یوې یا د دوو خانو لیکه راښکل شوه. لوبه به د سر د پوڼۍ نه شروع کېده او ډبلې به يې ښکته په نورو پوڼیو او خانو سکیندله. دا لوبه تر ټولو زیات خطرناک وه ځکه د پریوتو چانس پکې زیات و. چینجو د ښو اړیکو د ساتلو یوه روزنه وه ځکه د بندې خانې نه د تیرېدو څو مرحلې وې. یوه دا چې خواست به کېدو او که خانه دار نه منل نو بیا به نورو ورته زارۍ کولې. لاره به مفته نه وه او لوبغاړي به څه نا څه په بدل کې ورکولو ته ژمن و. لکه “زه به هم پخپل وار درته لاره درکړم”. دا ژمنه به تر میاشتو یاد ساتل کېده او کله چې وار به راغلو نو، “تا راته ویلي وو” او “ما درته نه و ویلي” چغې به شوې.
هوښیار لوبغاړی به هم هغه وخت بدل غوښتو چې یوه کپه چڼې، مومپلي یا نینې وغېره و. یو ظالم لوبغاړي به یوه یا دوه څپېړو حق غوښتو. دغه وخت کې به ټولو ماشومانو یو کونسل جوړ کړو چۍ د څپېړو څارنه وکړی. د سختو څپېړو په حالت کې به ټولو د هغه لوبغاړي بایکاټ وکړو. خو بل ځلې به په نورو وعدو او لوظونو بیرته په لوبه کې ورګډ شو.
زما په نظر هغه خلک چې په خپل ژوند کې ناکامه دي، خپلو ملګرو سره چینجو شروع کړي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۱۰ اګست ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.