رحمان


په دودیزه هندي فلمونو کې بد کیریکټر به دومره عیبونه لرل چې خلکو به په سینما کې ورته ښکنځلې شروع کړې. خو د ۱۹۴۰ م په لسیزه کې “رحمان” د بد سړي یوه نوې څېره ورته وړاندې کړه.
د ده پوره نوم سعید الرحمن او په خټه بارکزی و. نیکونو يې په ۱۸۷۹ م د دوېم افغان جنګ په وخت له کابل پیښور ته کډه کړې وه. د رحمان پلار د برطانوي هند په هوایی ځواک کې افسر او وروسته ملکي خدمتونه يې تر سره کول.
سعیدالرحمان په ۲۳ جون ۱۹۱۸ م په لاهور کې وزیږېدو خو پلار يې د سرکاری ملازمت لپاره په کوټه کې میشت و نو په چټیانو کې به دی د خپلې مور او نورې کورنۍ سره کوټې ته ورتلو. یو وخت د ده پلار د هند جبلپور ته بدل کړې شو نو رحمان هم هلته په ” رابنسن کالج” کې سبق پوره کړو. دی د خپل پلار په شان هوای پوځ کې شامل شو او روزنه يې لا پوره شوې نه وه چې د سړک په یوه حادثه کې يې پښه ماته او د ایرفورس جوګه پاتې نشو.
رحمان د تجارت هڅه وکړه خو دا يې له وسه بهر وه او د نوکرۍ په لټون “پونا” ته لاړو. هلته فلمي کمپنې “پربهات” کې د هدایتکار “وشرام بیدکر” د معاون په توګه ملازم شو. دغې کمپنې په ۱۹۴۴ م کې د یو فلم “چاند” شوټنګ کوو او په هغې کې د یو پښتون کریکټر ته اړتیا وه چې پټکی يې تړلې وي. لوړ دنګ رحمان هلته موجود و نو دا وړوکې رول يې ورله ورکړو او د ده فلمي سفر پېل شو. د دې کمپنۍ د لارې رحمان د هند نامتو هدایتکار “ګورودت” سره ملګرې شو چې بیا تر مرګه دواړو یو بل سره پت پاللو. رحمان د فلمونو بدمعاش (ویلن) له چغو وهلو، بریتو تاولو او ظلم نه راوویستلو او یو نوښت يې وکړو. هغه به د سترګو او د ناخواله موسکا له لارې د انسان پټ خباثت خلکو ته وړاندې کوله. د خپل قهر د ښودلو لپاره به ده یواځې خپله یوه وروځه پورته کړه یا جامنه به يې کلکه ونیوله. ده د فلم هر”شاټ” مکمل غوښتو او یوه غلطي به يې هم نه منله. د دې له کبله یو سین (منظر) به څو وارې شوټ کېدو. په هغو ورځو کې فلم به په فیته (ریل) ډکیدو چې ډېر ګران بیه وه. کیمره چلوونکو به ټوکې کولې چې رحمان د “کوډک” فلم کمپنۍ ایجنټ دی ځکه ډېره فیته يې ضایع کوله.
رحمان د بمبۍ په “کولابه” کې د ریګل سینما شا ته اوسیدو. په ۱۹۵۰ م کې دی د معاشي سختو سره مخ شو نو یوې فلمي ملګرې ورسره لاس کوو. وروسته هم هغې سره يې واده وکړو چې د ژوند تر وروستیو پرې ګرانه وه. رحمان ډېر ملګري نه لرل او له کاره وروسته به يې محفلونو نه ډډه کوله. د ده څو فلمي ملګړو کې ګورودت، جاني واکر او ابرارعلوي شامل وو. هم هغه وه چې د ده د شخصي ژوند په اړه په مجلو او ورځپاڼو کې نه څه خپریدل او نه ورته څه بدنامي اوړېده.
د هند له وېش وروسته د ده ټول ټبر په لاهور کې میشت و او ده ته يې د راتلو وویل خو رحمان په هند کې پاتې شو. هلته تر پنځوسو کالو نه زیاته موده يې ۸۰ فلمونو کې کار وکړو. د رحمان څو مشهور فلمونه، صاحب بی بی-غلام، پیاسا، وقت، دل دیا درد لیا، تاج محل، میرے محبوب او آندھی وو.
په ۱۹۷۷ م کې د رحمان زړه ۳ ځلې ټکاڼ وخوړو او بیا د غاړې (ستونې) د سرطان له کبله فلمونو نه ګوښه پاتې شو. دغه وخت کراچي ته د خپلوانو لیدو لپاره ورغلو. رحمان په ۶ نومبر ۱۹۸۴ م کې بمبۍ کې وفات شو. د ده کشر ورور مسعود الرحمن د پاکستاني فلمونو نامتو سینماټوګرافر و. یو وراره، فیصل رحمان د پاکستاني فلمونو او د ټیلویژن ستوری او بل فصیح الرحمن د کتهک رقص ماهر دی.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.پشاور کې فنکار- تهیټر اور فلمون مین. محمد ابراهیم ضیاء- تاج الدین پبلیکېشنز پشاور.۲۰۱۴ م. د ۲۷۱ نه ۲۷۶ مخ.
۲.ویبپاڼې
د خپریدو نېټه- ۳۱ دسمبر ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.