شین غر


د کسې غر د سلسلې یوه غونډۍ “شین غر” د تخت سلیمان په جنوب کې د ژوب ښار نه ۵۰ کلومیټر لیرې ده.
دا غر په شمال کې د کورچ پینه نه تر جنوب کې سولېزۍ درې غځیدلې دی. د شنه غره تر ټولو لوړه څوکه ۹۲۷۳ فټه ده. یو وخت دا ټول غر په نایابه ونو پټه وه او رنګا رنګ مارغاو به پکې زالې جوړولې. د زالغوزي ونې پکې ډېرې وي نو کله نا کله په دغو ځنګلونو اور ولګيدو. دلته یو زیارت هم شته چې پکې د هري پال بابکر نیکه خښ دی. د خلکو دا عقیده ده چې بابا پسې به ونې روانې وې او د شنه غره ونې هم هغه له ځانه سره راوړې.
د پاکستان د معدنیاتو ادارې د سروی له مخې په شنه غره کې د سکارو لويې زیرمې شته. د شنه غره لویدیځې لوړې چینې په ژوب سیند کې غورځي او د ختیځ هغه په “خیساره” کې. د دغو دواړو سیندونو یوې خوا شیراني قام او بل خوا هري پال پراته دي. په لهړ دره کې “چاپوبۍ” ویاله بهېږي. د لهړ سیند د کسې غره او شنه غره په واورو ډک شي. په دغو چینو او ویالو د سیمې ډېرې زمکې خړوبېږي چې ” کورۍ وسته – احمدي درګه- نیازي کوټ او کڅۍ دي. دغه اوبه شمال کې د “ایګد(لګډ) او کسي سره ختیځ ته تاو شي او تر ډېره اسمعیل خان ورځي او هلته بیا د ګومل سیند سره یو ځای شي.
په ۱۸۹۷ م په ژمي کې په شیراني سیمه کې یوې سختې زلزلې سره په غورلمه، کڅۍ او برخوردار کې کورونه پریوتل.
شینغر تل شین وي نو ځکه په هر موسم کې خلک ورته د سیل لپاره ورځي. د پښتنو د ځینو قامونو مشران لکه “سنځر نیکه” مندو(مندوخیل) سومر او غونډک نیکه نه علاوه روایت دی چې د دې په یوه دره کې د “زرغونې انا قبر هم شته.
د انګریزانو په وخت د دې غر په لوړو د ټپي او ناروغه پوځیانو لپاره یو روغتون جوړ شو. وروسته دغه روغتون کې به يې د ټي بي (سل) مریضان ساتل او دا ” سینی ټوریم” شو. ورسره د ډاکټرانو بنګلې هم وې. اوس د پاکستان پوځ نیولې دی.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۷ دسمبر ۲۰۱۸م

Leave a Reply

Your email address will not be published.