د لندن په مرکز کې د “فریمېسن ګرینډ لاج” د میوزیم په یوه المارۍ کې د قران پاک یوه کاپي پرته ده. د دې په دوېمه پاڼه د افغانستان امیر حبیب الله پخپل لاس لیکلي دي چې د قران په زیارت مشرف شوم. ورسره د فروري ۱۹۰۷ م نیټه ثبت ده.
په دغه(دوېمه) نېټه په کلکتې چاوڼۍ کې د هند د پوځ لوی درستیز لارډ کیچنرماښام پخپل استوګنځي کې د افغانستان امیرحبیب الله په انتظار و. د هند په دغه سفر کې د امیر د مشاورینو یوه ډله هرځای به ورسره مله وه. خو هغه ماښام امیر د “کیچنر”میلمستیا ته یواځې د آرتهرهنری میکمېهن په بدرګه ورغلو. دی د بلوچستان کمشنر او د افغانستان د باچا د سفرټول انتظام يې کړې و.
له ډوډۍ وروستو امیرحبیب الله د کیچنر او هنری سره د ښار یو نوې تعمیر د فريمېسن “کنکورډیا لاج” ته لاړل. هلته ۱۹ غړي موجود وو چې په هغه شپه په بیړه رابلل شوي وو. فریمېسن یو مخفي بدنام تنظیم دی چې د ۱۷ پېړۍ په انګلستان کې د څو شته منو سړو له خوا جوړ شو.
د شپې پاو کم لس بجې د فریمېسن مشر د امیر حبیب الله نوم د غړیتوب لپاره وړاندې کړو، بل کس تاید وکړو او بیا رای واخیستل شوې. امیر په دې ټولو مرحلو کې د ګډون نه انکار وکړو ځکه هغه پرې ځان پوهیول غوښته. د ده ماته ګوډه انګرېزي زده وه خو هنری ورته هر څه په فارسي ژباړل. د دریو مرحلو په وروستي کې لارډ کیچنر د هغه مننه وکړه او امیرحبیب الله په رسمي توګه د فريمیسن غړې اعلان شو. دی چې بېرته تلو نو یوه نقريي کاسه او هغه قران پاک يې ورته ورډالۍ کړل چې د غړیتوب لوړه يې پرې کړې وه.
امیرحبیب الله د هند د سفر په وخت د ۳۴ کالو او د انګریز په قول، هوښیار او پوهه کس و. پیښور ته له رسیدو څو ورځې وروسته هغه میکمېهن نه غوښتنه وکړه چې دی په فری مېسن کې شامیلدل غواړي. دا چې هغه د دې په اړه څه معلومات لرل او ولې پکې شامیلېدو؟ هنري خبر نشو. البته امیر ورته وویل چې هغه د څومره ښو خلکو سره لیدلي و، ټول د فری مېسن غړي وو. سرهنری د هغه په هدف نه پوهیدو او ډېره هڅونه يې ورته ونکړه. خو امیرپه څو موقعو بیا دا خبره یاده کړه. په ۲۲ جنوری په تلوسه يې ورته وویل او خواست يې وکړو چې د فریمېسن د غړې کیدو لپاره ورسره مرسته وکړی. هنري لیکي چې امیرحبیب الله د فریمېسن په اړه دومره ډېرمعلومات لرل چې په هند کې په ځینو مغلي او نورو ودانیو ډېر په اسانه د دوی نښې وپیژندلې.
په اکتوبر ۱۹۰۲ م کې ۳۳ کلن لارډ کیچنر په هند کې د برطانوي پوځ لوی درستیز ټاکل کیدو نه وړاندې په مصر کې د فری مېسن غړې شوې و. د غړیتوب لپاره ډېر وخت پکار وي چې درې مرحلې لري. خو هنری هغه ته خواست وکړو چې امیرحبیب الله لپاره استثناي دا مرحلې چټک کړي. کیچنر ورسره ژمنه وکړه او د کلکتې د مېسن لاج مشر “ډینټیت” يې خبر کړو. میکمېهن وايي چې له دې وروسته هم کله چې هغه به د امیر سره یواځې شو نو د کلکتې د مېسن غونډه به يې یادوله. ده د برطانویانو په وړاندې خپل چلند هم نرم کړو.
کله چې امیرهند ته د تلو هوډ وکړو نو خپلو ملایانو ورته مشوره ورکړې وه چې د ملک نه بهر کافرانو سره لیدل به بدمرغي وي او ممکن سازشیان يې له واکه لیرې کړي. که څه هم د امیر د مېسن کیدل ډېر مخفي وساتل شول خو دی بیرته لاړو نو څه موده وروسته ګنګوسې خپرې شوې. ملایانو ته د فری مېسن معلومات نه و او دا يې د کافرانو یو تنظیم ګڼلو. امیر چې پوهه شو نو ټول ملایان يې وروبلل او هغوی ته يې ووېل چې دی په فری مېسن کېدو ویاړي. دا يې ورزیاته کړه چې په دې به افغانستان ته ډېره ګټه ورسېږي.
هند نه د بېرته تلو په وخت هغه هنری ته وروستې خبره وکړه چی که انګریزان په ده باورکوي نو دی به ورته پتمن وي. هم هغسې وشول او د لومړي نړۍ وال جنګ (۱۹۱۴ م) په وخت افغانستان بې طرفه پاتې شو. ترکانو او جرمني څو وارې افغانستان ته استاځي ورواستول چې امیر يې پلوي وکړي. ده ته يې د پېسو او د تجارتي امتیازاتو وړانديز وکړو خو هغه ورسره و نه منل.
انګریزان په ده دومره ډاډه وو چې د پښتنو قبایلي سیمه يې لږ پوځي افسرانو او نوې روزل شوې ملېشیا په لاس کې پریښوده او د هند زیات پوځ یورپ ته ورواستاو. امیر حبیب الله هغه وخت کوټه یا پېښورپه اسانه نیولې شوې. خو دا کار يې ونکړو.
په فروری ۱۹۱۹ م کې امیرد ښکار لپاره لغمان ته لاړو. ده سره خپل ورورنصرالله، مشر زوی عنایت الله او د پوځ مشر نادرخان هم مله وو. په ۲۰ نېټه امیر د شپې پخپلې خیمې کې مرموزو حالاتو کې ووژل شو.
صفیه حلیم
سرچینه- د هنری میکمېهن یادښتونه. ۱۹۳۶ م
عکسونه- د لندن فریمیسن میوزیم نه.
د خپریدو نېټه- ۲۹ مارچ ۲۰۱۷ م
دا په رښتیا هم جالبه مساله ده ، خو له بدمرغه چې له دغه فراماسیونی توب څخه ډیرو د امیرپه وړاندې ناوړه ګټه پورته کړه ، په دغه اړه تراوسه ډیرې لږ لیکنې شوې دي ان ارواښاد غبارهم په دغه اړه یوه تیروتنه کړې او لیکلي یی دي چې امیر دغه مراسم په اګره کې ترسره کړل ، په داسې حال کې لکه چې تاسو اشاره ورته کړي خبره په کلکته کې سرته ورسیده . بله خبره داده چې امیر کله له دغو مراسمو را خلاص شو ، هلته بایبل ایښی و ، چې ده باید پرهغه باندې لوړه کړې وای خو ده له دغه کاره انکار وکړ اوپرځای یې د قرآن شریف غوښتنه وکړه ، په هغه یې لاس کښود او لوړه یې وکړه . ځکه دغه قرآن کریم له همدې امله
اهمیت ترلاسه کړ چې تراوسه هم ساتل شوي دی . ما دمیک ماهن دری میاشتنی دیري ژباړلې په هغې کې مې دغې موضوع ته اشاره کړې ده ، خو تراوسه مې نشر کړی نه ده . زه خوښ شوم چې په دغه برخه کې مې ستاسې دغه مقاله هم ملګرې شوه ، چې له ماسره به هم مرسته وکړي ،
ژوندۍ او سرلوړې اوسې