
په ۱۸۷۹م کې د هند برطانوي پوځ یوې ډلې په جلال اباد کې خپله چاوڼۍ جوړه کړه.
یو برطانوي انځور ګر ژورنالیسټ، ویلیم سمپسن د دویم افغان جنګ راپورونه لندن ته استول. دی د برطانوي استاځي “کاویناري” سره له پیښور ملګری شوی و. ده د ننګرهار لرغوني بودایی اثار ولیدل او د ځایی خلکو نه خبر شو چې د سپین غر په” آهن پوش” کې هم د یوې سټوپې نښې شته. سمپسن د دې نه وړاندې هند او یونان کې هم د لرغونو اثارو انځورونه جوړ کړي وو. هلته د پخوانیو قامونو او مذهبونو نه علاوه د خلکو رواج او دود په اړه يې لیکنې هم کولې. په آهن پوش کې اورکزی قام میشت و چې د خپلې جغرافیې په مناسبت په دریو برخو ” بره-منځ او ښکته په نوم پیژندل کیده. سمپسن هغو اثارو لیدو ته لیواله شو نو کاویناری ورته بره غرونو ته تلو لپاره عسکر بدرګه ورکړل.
دی د جلال اباد څخه د یو نیم زر میټر په ارتفاع امان درې او ورسره جوخت ” کلایا” ته ورغلو. د دې نه دوه نیم کلومیټر شمال ختیځ کې د ” آهن پوش” سټوپا وه چې ښکته برخه يې په خاورو کې پټه او دننه د ورتلو لاره نه وه. سمپسن د پوځیانو په مرسته سټوپې ته د تلو لپاره یو سرنګ ( ټونل) جوړ وکنستلو او په دویم میلادي پېړۍ کې جوړه سټوپا ته يې لاره پیدا کړه. د دې په لویه دروازه کې د خټو څخه جوړه د بودا لویه مجسمه په ولاړ حالت کې رابرسیره شوه چې ورباندې ” ګچ” یا نرمې خاورې پوښ و. د مجسمې یوه پښه ۵۸ سینټي میټر ( څه کم دوه فټه) اوږده وه. چاپېره د هندي یوناني او د روم په ډول ستنې او په بیخ کې د بودا وړې مجسمې د بوټو او پاڼو تر منځ نقش وې. دا لوی عبادتځای د کشان واکمن (ممکن کنشکا) له خوا جوړ شوی و چې د بودایی دین سرپرستي يې کوله.
د سټوپې منځ کې د تبرکاتو یو جعبه او پکې د ګندهارا تمدن طلایی تعویذ پروت و چې ورباندې عقیق ( ګارنیټ) لګیدلي وو. ورسره د کشان باچاهانو ویما کډ فایسس او د کنشکا د دورې دوه سکې هم وې. د سټوپې په یوه بله خانه کې د کشان وختونو نورې سکې وې. د ویما کډ فایسس ( ۱۱۳-۱۲۷م) لس، د لومړي کنشکا شپږ او د هویشکا ( ۱۵۰-۱۹۰م) یوه سکه رابرسیره شول. د کنشکا په یوې سکې د ولاړ بودا نقش کنده و خو تر ټولو په زړه پورې د روم د سلطنت طلایی سکې وې. یوه د ډومیشیان ( ۸۱-۹۶م) یوه د ټراجان او یوه د هیډریان ( ۱۱۷-۱۳۸م) د میرمنې ” سبینه” سکه وه. په دغې سکې د هغې سرکاري لقب” آګسټه” کنده و چې په ۱۱۷م کې ورته د هیډریان د باچا کیدو په وخت ورکړې شو. دا ټولې سکې د ۱۲۰ م شا و خوا کلونو کې هلته د نذر په توګه ایښودل شوي وو. سمپسن هلته نه موندل شوي اثار برټش میوزیم ته واستول او پخپله د کاویناري سره ګندمک ته ورغلو. هلته امیر یعقوب خان د انګریز سره د صلح لوظنامه لاس لیک کړه چې سمپسن يې انځور جوړ کړو.
د آهن پوش سټوپا په ځای پاتې شوه او په اورکزو کې د دې په اړه نورو پلټنو نه څوک خبر نشول. تر اوسه چا د دې عکس هم نه دی اخیستې او د پښتونخوا د لرغون اثارو اداره هم خله تړلی ده. هلته په “راني ډب” کې په مسینو تختو کنده خروشتي ژبه وموندل شوه. د سلو کالو نه زیاته موده وشوه چې قبایل د خپل تمدن نه بې خبره، کله د یو او کله بلې ډلې لپاره په جنګ اخته دي.