د ۱۹۰۷م لوظنامه


د روس په “سینټ پیټرزبرګ” کې دا لوظنامه ( کنونشن) د دوو لویو ملکونو، روس او برطانیې تر منځ د خپلو شخړو د ختمولو لپاره دستخط شوه.
د نولسمې پېړۍ په نیمایی کې دغو دواړو ملکونو په مرکزي ایشیا کې د خپل اغیز لپاره سیالي کوله چې په تاریخ کې ” لویه لوبه” نومېږي. شلمه میلادي پېړۍ، صنعتي پرمختګ او د سرمایه دارانه نظام وده وه. صنعتي ملکونو د خپل مال د خرڅولو لپاره نوي بازارونه لټول. د دې سره عصري تخنیکي تعلیم زیات او په ټولنو کې شعور پیدا شو. پخوانۍ دودیزه باچاهۍ په ختمیدو شوې. د سویډن، پولینډ، لیتهوانیا ( بالټک) شاهۍ، عثماني خلافت، د پارس قاجار او د چین “کینګ” سلطنت تش په نوم پاتې شول.
په ۱۹۰۴م کې د جاپان او روس تر منځ د کوریا او منچوریا لپاره جنګ وشو چې روس پکې ماتې وخوړه. هغه وخت برطانیه د جاپان په جنګي صلاحیت او توان اندیښمن وه. ورسره جرمني د یو “سپر پاور” په توګه ټول اروپا او روس ته ګواښیده. هلته ملت پالنه په فاشزم بدله شوی وه او د برلین حکومت غوښتل چې هلته نه تر بغداد د اور ګاډي لیکه وغځوي. د فاشزم څپو اطالیه هم په مخه اخیستې وه او بل خوا په هندوستان کې د خپلواکۍ تحریک ورو ورو زور موندلو. برطانیې نور په مرکزي ایشیا کې خپل توان نشو ضایع کولی نو روس سره خبرو ته کیناسته.
په ۳۱ اګست ۱۹۰۷م کې دغو دواړو ملکونو، د افغانستان او ایران نه علاوه د تبت په اړه یوه لوظنامه دستخط کړه. روس د تبت نه لاس واخیستو او د دې په بدل کې برطانوي حکومت ورته سیاسي مرستې نه علاوه پورونو ورکول ومنل. په تبت کې به دواړه ملکونه د چین د لارې خپل سیاست عملي کوي. البته برطانوي تجاران به د تبت سره پخپله اړیکې ساتلی شي او دوی ته به د یو حکومت اجازه نه وي پکار. هم دغسې د روس بودهایی عقیدې خلک به پخپله د تبت روحاني مشر، “دلای لامه” سره د دیني معاملو لپاره اړیکې ساتلی شي.
په دې لوظنامه کې پارس (ایران) په دریو برخو يې وویشلو. په شمال کې آذربایجان او خراسان ترکمانستان په روسي اغیز کې شوه. په جنوب کې بلوچستان او افغانستان د برطانوي اغیز سیمې وګڼل شوې. منځنۍ وړې برخې، چې لوی دشتې يې لرلې، نه د روس او نه برطانیې وې. افغانستان هغه وخت د روس تجارتي ملګری نه و خو د ترکستان په سرحد د مهاجرو تګ راتګ او قاچاق له کبله ورته مهمه وه.
د ۱۹۰۷م په دغې کنوینشن کې مهم ټکی دا و چې د افغانستان حیثیت (سټیټس) به نه بدلېږي. هلته د برطانیې غیر سیاسي نفوذ به پاتې وي خو افغان حکومت ته په هیڅ ډول روس ته د ګواښ اجازه نه ورکوي. روسان به په خپل وار افغانستان د خپل اغیز له سیمې څخه بهر ګڼي او د امیر سره ټولې سیاسي اړیکې به د برطانیې په منځګړتوب تر سره کېږي. د دې نه علاوه روس به افغانستان ته خپل استاځی ( ایجنټ) نه وراستوي.
په دې لوظنامه کې د هغې ټرون ذکر هم وشو چې برطانیې په ۲۱ مارچ ۱۹۰۵م کې د امیر حبیب الله خان سره په کابل کې کړی وه. د دې په څلورمه ماده کې برطانیې او روس بیا دا پخلی وکړو چې په افغانستان کې به د برطانیې او برطانوي هند په شان په روسانو هم د تجارت او کاروبارهیڅ بندیز نه وي. که یو وخت د تجارت په زیاتیدو، هلته د تجارتي استاځو د ساتلو اړتیا پیدا شوه نو دواړه حکومتونه به د افغانستان د امیر په خوښه ضروري ګامونه پورته کړي. په پینځمه نقطه کې لیکي چې دا لوظنامه به هغه وخت عملي کېږي چې برطانیې د امیر(حبیب الله خان) رضا تر لاسه کړي او د دې اطلاع به روسانو ته ورکوي.
په دغې معاهدې د روس استاځي “ایسولسکي” او برطانیې له خوا هلته مقرر سفیر “نیکلسن” دستخط وکړو.
له ویبپاڼو څخه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *