زما ژوند او ژوندون-۱۸


د بلوچستان د مچ جیل مشر ډاکټر ریلی یو اصولي سړی و او د قانون خیال به يې ساتلو. ټول ملازمان به ترې ویرېدل خو د جیل د داروغه لاله رام کرشن به يې ډېر منل. دا ځکه چې هغه ډېر وخت نه هلته و او نوی پیرنګی مشر يې سخت ویرولی و. دا چې بندیان ډېر بد او جنګیالي وو چې بې له وهلو ټکولو نه سمېږي نو ځکه ورباندې سختي کوو. خو بیا هم هغه د قیدیانو خواړو، جامو او درملنې ښه بندوبست کړی و. هر نوی بندې به يې لس ورځې ( قرنطین) ځان له ساتلو چې د بهر څخه ناروغي رانشي. هغه د لومړۍ ورځې له پیښې وروسته، د اڅکزو سره يې په انګریزي خبرې وکړې او د دوی په سر يې نمبردار او سپایی ته سزا ورکری وه نو له دې وروسته پرې غرض نه کاو.
دوی لا په قرنطین کې وو چې یو سهار په جیل کې شپیلۍ او د سایرن غږونه يې واوریدل. خبر شول چې په جیل کې جنګ شوی و او قیدیانو هغه نمبرداران چې دوی به يې سخت وهل ټکول، په کوتکو او کاڼو وهلي وو. دوه هندوان، یو سیک او درې مسلمانان پکې سخت ټپي او ځینې بندیان د دوی په وهلو ژوبل وو.
لس ورځې وروسته عبد الصمد يې د نورو سره یو ځای روغتون ته بوتلو چې صاب مو ګوري. هغه پیرنګی مشر راغلو، لږ لیرې کیناستو او یو یو بندي څخه د ده د سامان په اړه پوښتنې کولې. دا معلومات به هغه په رجسټر کې چیک کول چې پوره درج دي که نا؟ اڅکزی هم په خپل وار ورته ودریدو او یو کس له شا نه د ده لاس ټینګ ونیولو. دی یو لوړ دنګ پښتون نمبردار و چې بنګول نومیدو او د ږوب مردانزی کاکړ و. ده خپل لاس کش کړو چې پری می ږده نو په زوره يې د نیولو کوشش وکړو. پیرنګي نمبردار ته وویل چې لاس يې پریږده او بیا ده ته يې په انګریزي کې وویل چې په دې خوا مه بدوه ځکه د دوی ژوند د خوني او ډاکوانو سره دی، نو مجبور دي. بیا يې ترې پوښتنې وکړې او وې ویل چې، ” زه خبر یم چې تاسی په څه تور(جرم) کې راغلی یئ. خو د دې باک مه کوه چی زه انګریز یم که د باندی تاسی انګریزان وژلی هم وی زه په هغه کار نه لرم. زما کار دلته دننه دی .” ورته يې ډاډ ورکړو چې که تاسو سم چلن وکړئ نو ښه سلوک به درسره کېږي. ستاسو د بند موده بل هیڅوک یوه ورځ هم درته نشي کمولې خو دی يې کمولی شي چې د دوی په ښه چلن تړلی دی. بیا يې اڅکزي ته د جامو وینځلو کار ولیکلو او نور يې کارخانې ته واستول.
د ” کرم ټیل” (قرنطین) په لسو ورځو کې عبد الصمد خان د جیل د نظام نه خبر شو. نور هر څه سم وو خو یوه خبره ورته د زغملو نه وه او هغه دا چی دومره لوی ځای کې ټول په بیلا بیلو ځایونو کې کارونه کول او خپل ملګري يې نشول لیدای. دوی پلان جوړ کړو چې په اتمه ورځ به ټول په خپل خپل ځای کې د احتجاج په توګه شومتیا ( بهوک هړتال) نیسي.
اڅکزی يې د جامو وینځلو لپاره ” دهوبی ګهاټ” له بوتلو نو هلته دوه نمبرداران يې ولیدل. یو په تورو جامو کې ابراهیم د کندهار پښتون و چې په کوټه کې د دریو نورو ملګرو سره د چا له کوره دری لکه روپۍ غلاکړې وې. د ده یو مل د چمن ملیزو څخه او بل کندهاری و چې ټول د لسو کالو لپاره بندي وو. بل کس لوړ دنګ په سرو جامو کې “نمبردار لنډک” نومیدو چې د ږوب انګریز پولیټیکل ایجنټ يې وژلی و. دغو پښتنو به عبد الصمد کار ته نه پریښودو او جامې به يې په نورو قیدیانو وینځل. هغه یواځې د بیلا بیلو افسرانو جامې په رجسټر کې ولیکل او نور وخت يې په خبرو تېر کړو. ماښام چې بیرته راغلو نو ملګرو سره يې ولیدل. هغوی ته هم څه دروند کار نه و ورکړی شوی. د شپې يې اڅکزی په بیل بارک کې بند کړو او “بنګول” يې څارنه کوله. دغه کس په “تورخان غره” کې د یو انګریز سول سرجن په وژلو تورن و. خو هغه بل چا وژلی و او د ده یو ملګري توره باز ته، اي-ای سي شیرین خان قسم ورکړی و چې که دا تور مو پر ځان ومنلو نو تاسو به پریږدو او د ځینو نورو پراریانو ( فراریانو) تنخواه هم درکوو. ده د پېسو په حرص دا قتل په ځان ومنلو او درې څلور نور ملګري يې هم ورته یاد کړل. جرګې هغه ته د قتل په تور د ۴۵ کالو او نورو ته د ۲۱ کالو قید سزا ورکړی وه.
بنګول به په جیل کې بېتونه ( مجرم په درو وهل) هم لګول او د دې خدمت لپاره به ورته هره ورځ یو پاو غوښه او یو سیر شیدې ورکولې. ماښام هغه دا غوښې، ډوډۍ او پۍ عبد الصمد ته کیښودې چې وخوره. ده ورته ویل چې ” ما ډوډۍ خوړلی ده” خو هغه ټینګار کاو چې ته به ډوډۍ ما سره یو ځای خورې. په ړومبۍ ورځ خو ده ورسره څه لاس وواهه خو وروسته يې ورته وویل چې، ” بنګوله وروره، زما لوړه ده که زه بله روز ستا په ډوډۍ، غوښه یا پیو څکه وکم، پور ما ناروا ( حرام) دی. بیا به ما ته ست نه کوی.” نور قیدیان هم په دې خبره حیرانه وو ځکه هلته چا بهر ښه ژوند کړی و نو ډېر به وږی و او په هر شان د ښه خوراک نه يې مخ نه اړوو.
څو ورځې وروسته په جیل کې د غوښې وار و چې هر بندي ته به يې نیم پاو غوښه په ډوډۍ کې ورکوله. خو دا به زیات وخت افسرانو، نوکرانو، نمبر دارانو او مخه ورو بندیانو خوړله. بنګول په هغه ماښام د غوښې ډکه د جیل تالۍ ( قاب) ورته راوړه چې دا د جیل غوښه ده. اڅکزي ورته وویل چې دا خو د غلا غوښه ده او د نورو خوارو بندیانو برخه (حق) ده. چې زه ستا خپل څیز نه اخلم نو دا به څنګه خورم؟ هغه وخت بنګول پوهه شو چې دا بل شان ته بندي و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *