خاصه دار او ملیشیا


په ۱۸۴۶م کې پنجاب او پښتونخوا د سیکانو څخه انګریزلاس ته ورغلل. د دې پراخې سیمې د ساتلو لپاره ایسټ انډیا کمپنۍ د پوځ نوی لیوا ” فرنټیر بریګېډ” جوړ کړو.
په دوی کې زیات سیکان، پلي او سپاره ” ګایډ” نومیده چې د جنګ نه وړاندې، انګریز ته د سیمو معلومات ورکول. د دوی لباس د خاورې د رنګ و چې هیري لمسډن” د کاټن ټوکر په خټو کې لړلو څخه وروسته ورته “خاکي” نوم ورکړی و. دا لباس په ګرمۍ کې ارام او یو ډول ” کیمو فلاج” و چې اغوستونکی به په غرونو یا دشتو کې له لیرې چا نشو لیداې. په ۱۸۵۳م کې د سندهه د اوښ سوارو دستو هم دغه لباس اغوستو.
په ۱۸۷۸م کې یو برطانوي افسر “واربرټن” اپریدي، دغه پوځي خدمتونو ته جلب کړل او د “خیبر رایفلز ملیشیا” يې جوړه کړه. رابرټ واربرټن شا و خوا ۱۸ کاله د خیبر په سیمه کې سیاسي استاځی و. دده پلار یو پوځي افسر او مور يې د امیر دوست محمد خان وریره یا خورزه وه. دی په انګلستان کې سبق ویلو څخه وروسته د یو پوځي په توګه وروزل شو. په ۱۸۷۹م کې دی په خیبر کې و او روانه پښتو او فارسي به يې ویله.
د خیبر ملیشیا پتلون اغوستو ته راضي نه وه نو کاټن ته يې د خیبر د غرونو سرمۍ (رانجو) رنګ ورکړو او د پښتنو کمیس پرتوګ ترې جوړ شول. په سر د ټوپۍ (کېپ) په ځای د اپریدو شمله دار پټکی، د نسواري څرمنې کمربند او ګردنۍ، هم هغه رنګ کوهاټي څپلۍ د دوی مکمل یونیفورم شو. دا ځواک به د ” ملیشیا” په نوم یادیدو نو هغه تور بخن ټوکر نوم هم ملیشیا شو چې وروسته د سکول هلکانو یونیفورم هم له دې جوړیدو.
ملیشیا یو نیمه پوځي ځواک او ښه وسله به يې ساتله. خو دوی ته د مجرم د ژوندی نیولو امر کیدو چې سزا لپاره به يې خپل کوماندان ته سپارلو. د ملیشیا روزنه د نور پوځ په شان نه کیده او هغه ډسپلن يې هم نه لرلو نو په جنګونو کې به يې شا ته ساتل. د کوهاټ، ایبټ اباد، بنو، ډیره اسمعیل خان او ډېره غازی خان په ښاري سیمو کې وړو کلاګانو ساتنه به دغې ملیشیا کوله. د بنو او ډېرو په سیمه کې دا کلاګانې د یو بل نه ۱۰ یا ۱۲ میله په فاصله وي ځکه هلته د درو شمیره زیاته وه.
د پښتون ملیشیا په اړه یو انګریزلیکوال وایی، ” دی د خپلو خپلوانو او ملګرو له حرکاتو خبر وي خو هغوی سره زیات وخت نه تیروي. دی په خټه یو پوځي وي او جنګي مهارت لري.” هغه وخت د ملیشیا ۱۵۰۰۰ سپایانو کوماندان به یو بریګیډیرجنرل (برید جنرال) و. ده به د پنجاب د والي نه امر اخیستو خو وروسته د پوځ لوی درستیز يې مشر شو. د پنجاب د ساتلو لپاره د یو لک ۶۰ زره ملیشیا اټکل شوی و ځکه هر ځوان د انګریز پوځ سره د نوکرۍ ارمان لرلو. د دوی اندازه وه چې د کوهاټ په سیمه کې ۲۶۰۰۰ ځوانان د جنګ کولو جوګه او زیات شمیر د اپریدو او ورکزو وه.
له ۱۸۹۰م برطانوي حکومت، قبایلو ته د ” خاصه دار” په نوم یو نوی ملازمت جوړ کړو. دوی به په خپلو سیمو کې امنیت ساتلو او د هند د نورو سیمو نه ورغلیو افسرانو سره به بدرګه ګرځیدل. د خاصه دار ټاکل د هر یو قام خپله دنده وه او هغوی به له خپل مینځ څخه یو معتبر کس انګریز ته وروپیژندلو. د خاصه دار سره د خلکو د ګرفتارۍ اختیار و او د دوی په مشوره یا غوښتنه به جرګه راغوښتل کیده. د مجرمانو د سزا او بخښنې اختیار هم خاصه دار سره و.
له ۱۹۱۵م خاصه دار او ملیشیا به د ایف سي سره یوه ځای په سرحدونو پراته وو. خو د یو حملې په حالت کې به يې د کوهاټ او پیښور په شان لویو چاوڼیو نه پوځي کومک غوښتلو. ملیشیا به زیات وخت خیبر درې، رزمک او وزیرستان کې ساتل کیده.
په ۱۹۰۳م کې د هند ګورنر جنرل لارډ کیچنر په هندوستاني پوځ کې بدلون راوستلو. هغه کال چترال سکاوټ په نوم بیله ملیشیا جوړه شوه چې پکول او سپین د وړۍ چپن به يې اغوستو. تر ۱۹۴۴م ” باړه- مومند- تیراه رایفلز او د پاکستان له جوړیدو وروسته، باجوړ- ورکزي او دیر سکاوټ، د خپل ځانګړي وردۍ او ټوپۍ سره په خپلو سیمو کې پوځي خدمتونه تر سره کوي.

1. 18 years in the Khyber. 1879-1898. Sir Robert Warburton. Murray 1900 London.
2. Across the Border: Or Pathan and Biloch. Oliver, Edward Emmerson. London: 1890

Leave a Reply

Your email address will not be published.