کلیسا که جومات


د ۱۹۹۱م په ژمي کې زه په استنبول کې د خپل ترک ملګرې ملاحت کورنۍ سره وم. هلته ۳۰۰۰ جوماتونو شتون ورته د جوماتونو ښار شهرت ورکری دی.
د ښار تر ټولو پخوانی جومات ” ارپ جامع” په ۷۱۷م کې سمندري ښار ” ګلاټه” کې لومړیو مسلمانانو جوړ کړو. د دې وړوکي جومات تاریخ اوږد دی. د استنبول پخوانی نوم قسطنطنیه او یو روایت دی چې حضرت محمد ( ص) د دې مضبوط ښارد فتح بشارت ورکړی و.
د ۸ پېړۍ په پېل کې د امیه خلافت د پوځ له خوا قسطنطنیه یو ځلې محاصره شوه خو دفاع يې کلکه وه. دویم ځل عرب جنرل مسالمه بن عبد الملک د سمندر د لارې ۱۸۰۰ بحري بېړیو او یو لک نه زیات پوځ سره د ګلاټه بندر ته ورسیدو. دوی یو کال، ښار کلابند کړې او اخر بازنطیني باچا مسلمانانو سره روغه وکړه. دوی ۷ کاله هلته پاتې وو او د باچا په خوښه ځان له يې د لرګي یو ساده جومات جوړ کړو. خلیفه عمر بن عبد العزیز په وخت دمشق کې بغاوت وشو نو هغه مسالمه ته امر وکړو چې ګلاټه نه ووځي. عربانو د سره باچا هغه جومات په یو کلیسا بدله کړه. په ۱۳ پېړۍ کې د اروپای حملو نه وروسته، د روم مسیحیانو، دا سینټ ډومینیکو کلیسا په نوم ورغاو او د ذنګ لپاره یوه مناره يې ورزیاته کړه. دوه سوه کاله وروسته، ترکانو ښار ونیولو نو مسلمانانو ګلاټه جومات په مناره اذان وکړو. ترک سلطان بایزید (دویم) د اندلس عربان دلته میشت کړل چې مسیحیانو په ظلم او زور له اسپانیې شړلي وو او ګلاټه جومات “ارپ” جامع شو.
په ۱۷۳۱م کې پخوانی لرګین جومات په اور کې زیانمن شو او د دې بیرته رغولو په وخت پکې منبر، محراب نوي شول. خو د اذان لپاره د پخواني کلیسا د ټلۍ مناره اوس هم کارېږي. ارپ جومات وړوکی او ساده، دننه لوی هال يې مستطیل او د لرګي ګیلرۍ لري. د اسلام د لومړیو کلونو څو تبرکات، د امام په تحویل کې پراته دي. په دوی کې د حضرت محمد(ص) د ږیرې څو ویښته شته او د روژې په میاشت کې يې خلک لیدلی شي. د جومات امام په ځینو ځایونو کې د اسپانوي مسلمانانو د وختونو راته وښودل.
دویم جومات چې پخوا پېنټو کریټور”کلیسا و، ” مولا زیرک” نومېږي. له لیرې دا د یو بازنطیني ماڼۍ په شان ښکاري په ۱۲ پېړۍ کې دلته یوه خانقاه، اسپتال او کتابتون جوړ وو. ددې روغتون په اړه یو روایت دی چې د راهبانو له خوا به پکې د سترګو اپریشن هم کیدو.
په ۱۴۵۳م کې عثماني ترک سلطان محمد فاتح د ګلاټه د لارې استنبول ونیولو خو ده د بازنطین لوی کلیسا حاجیه صوفیه کې د جمعې لمونځ وکړو او دا يې جومات اعلان کړو.
د دې کلیسا بنسټ په څلورمې پېړۍ کې کیښودل شو او په ۴۰۴م او ۵۳۲م کې دوه وارې د مسیحي بلوه ګرو له خوا وسوځیدو. جسټینین باچا هغه وخت هوډ وکړو چې په دغه ځای به د حضرت سلیمان (ع) د هېکل نه زیات شاندار کلیسا جوړوي. د دې لپاره د ایشیا، افریقا او یورپ نه يې مواد راوغوښتل او خلک وایی چې د حضرت نوح (ع) د کشتۍ لرګی هم پکې وکارول شو. د آیا صوفیه څلور ګوټیزه کلیسا په ۷ کالو کې پوره شوه چې د ګومبد قطر يې ۳۳ میټر او له زمکې ۵۵ میټر لوړ دی. ۲۶ کاله وروسته دا په زلزله کې ونړیده نو بیرته رغولو په وخت د لوی ګومبد د ټینګولو لپاره ورسره دواړو غاړو ته نیم ګومبد جوړ شول. چاپېره ۴۰ نرۍ ستنې او په دېوالونو کې مثلث ستنو په کارولو، دا کلیسا مربع ښکاري. د رڼا او هوا لپاره پکې د شیشې کړکۍ دي او د شپې پکې د زرګونو شمعو په رڼا ګومبده بهر نه هم ځلېږي.
په ۱۲ پېړۍ کې حاجیه صوفیه د ختیځ آرتهوډوکس مسیحیانو مقدس ځای و چې د روم کیتهولیک ورسره مخالف کاو. په ۱۲۰۴م کې روم په قسطنطنیه حمله وکړه او د ایا صوفیه نوادرات غلا شول. په دوی کې د حضرت عیسا د قبر(غار) تیږه، د هغه کفن، د اصل صلیب څو ټوټې او د هغه هواریانو تبرکات شامل وو چې ځینې د یورپ کلیساو ته یوړل شول. په ۲۲ اپریل ۱۴۵۳م دوه لکه ترک پوځ د سلطان محمد فاتح په مشرۍ دا ښار کلابند کړو. دننه د دفاع لپاره یواځې ۵ زره بازنطیني پوځ پروت وو. تر ۵۳ ورځې په قسطنطنیه بمبارۍ کیدې او اخر د می په میاشت کې د دې مضبوط دیوالونه مات شول. د چور چپاول او د وژنو څخه وروسته ترکانو دا ” اسلامبول او بیا استنبول په نوم د عثماني سلطنت پلازمېنه کړه.
د صوفیه کلیسا نه بهر څلور ستنې ودرول شوې، پخوانۍ نقاشي يې په پلستر پټه کړه او قبلې لور ته محراب پکې جوړ شو. له هغې راهیسې د معمولي ترمیم نه علاوه دا ودانۍ هم هغسې پاتې ده. دا ۹۰۰ کاله، کلیسا، ۵۰۰ کاله جومات او اوس ۲۰ پېړۍ کې ترک جکومت په میوزیم واړو.
دننه په لوی هال کې د الله- محمد(ص) او د خلفاو د نومونو لوی طغرې د حضرت عیسا (ع) او د صلیب سره یو ځای ښکاري. د لوی ګومبد په چت قراني آیتونه نقش دي.
ما سوچ کاو چې انسان د خپلې عقیدې لپاره جنګونو ته تیار وي خو عمل پرې نه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.