زما ژوند او ژوندون-۷


۱۹۲۸م د امیرامان الله خان خلاف د سقاو د بغاوت په وخت، په کوټه کې انګریزانو، عبد الصمد خان او د ده د کورنۍ ۱۵ غړي بند وساتل چی دوی افغانستان ته لار نشي. یو افغان سردار علی احمد جان د باغیانو سره جنګ لپاره، پیښور له لارې کوټې او بیا کندهار ته ورغلو خو هلته باغي دستو ونیولو، کابل ته يې بوتلو او وې وژلو.
امیرامان الله خان د بولدک په لار چمن ته لاړو او بیا په اورګاډي کې ګلستان سټیشن ته ورسیدو نو بې شمیره خلک چې د ده لیدو ته راټول وو، پولیسو وشړل. په دوی کې عبد الصمد خان هم و. دی وایی چې ” خلګو امان الله خان ولید چی په بندګاډۍ کی په یو بنین شانته خت (قمیص)کی د خپل وړوکی زوی سره ناست وو.” هلته راټول ولس چې ولیدل نو د سټیشن پر جنګلو واوختل او د هغه ټرین چاپیره راټول شول. ډیرو خلکو ژړل، چا نارې وهلې خو په دې کې د یو بلې ګاډۍ څخه وسله وال پوځیان راښکته شول او په یو قطار کې د خلکو او ګاډی تر منځ ودریدل. دوی د ټوپکو برچې خلکو ته ونیولې او دوی يې ورټیله کړل. ” غازی امان الله خان د پشتنو دا بې وسی تر پایه کسله خو په خوله یه هیڅ نه دی ویلی. په زړه کی ګوره چی ارمان کاوه او که یی ویل چی د- نامرده کام سره هم دغه وړدی چی پور وخت ځان نه خبروی او پوهوی او بیا نو لکه ښځی زاړی.”
د بغاوت ختمولو لپاره د نادر خان د راتلو په اړه لیکي، ” ډېرو خلګو دا هم پوخ ګومان وو چی د غازی محمد نادر خان سره انګریزان هم لاس کوی چی د پښتنو ناخوښه خبره وه.” کله چی د نادر خان ډلې په کابل د برید تیاري کوله نو ” اڅکزو هم د خپله مخه یا د انګریزانو په کومک سرواخیست.” د اڅکزو ځوانانو ډلو د میردل خان په مشرۍ بولدک ونیولو او کندهار کی د سقاو لښکر يې مات کړو. لږ وخت د کندهار ښار يې کلابند کړو او بیا له جنګ وروسته د نادر خان ورور سردار محمد هاشم خان ته يې وسپاره چې له پیښور د چمن په لار ورغلو. خو تر څو عبد الصمد خان په لښکر کې د ګډون لپاره تابیا کوله، افغانستان کې جنګ پای ته رسیدلی و.
په ۱۹۲۹م کې دده د واده تابیا وشوه. په عبد الله خان کلا کې د شیر جان لور صابره يې ورله وغوښته. دا يې په ماشومتوب کې لیدلې وه او وایی چې ډېره ښایسته نه وه خو ژوند مې ورسره ښه او خوږ و. دی هغه وخت د ۲۱ -۲۲ کالو و او د واده په مانا نه پوهیدو خو وایی چې ټولو پښتنو ځوانانو به واده کاو او ملا به ویل چې واده، سری له بدو لارو ګرځوي. په کور کې بل هیچا ده سره د جنسي اړیکو او د ښځې سره د چلند په اړه خبرې نه کولی. اخر ده د خپل مشر ملازم عبد القادر، سپین سری ښځې نه ګوښه پوښتنه وکړه نو هغې، ” په پرده کې څه مات ګوډ په خبره پوهه کړم.”
د اڅکزو د واده دودونه ډېر زاړه وو، عبد الصمد ډېر وس وکړو خو ځینې يې بدل کړل او نور يې نشول بدلولی. د ولور بیه لږ تر لږه ۳ زره او زیات يې ۴۰ زرو ته رسیدلې وه چې زیات يې د ناوې خپلوانو وخوړه. ” زما د مشر ورور واده –زما د خوسر ( خسر) د خور سره هم ځکه و نه سو چې هغوی ۱۰ زره روپۍ ولور غوښت.” خو اوس ده خپلې کورنۍ ته ویلي وو چې زه خو به یا ولور نه ورکوم او که ورکوم نو ډېر لږ. هغوی راضي شول او ده ۲۰۰۰ روپۍ ولور ورکړو چې هغه وخت تر ټولو لږ و. د ناوې لپاره به پسول (جهیز) کې ډیر جامې او کالي جوړیدل چې ده هغه هم منع کړل. په رواجي پسول کې هغه وخت، ” پیزوان-نته-ټیکونه-خال-او،ۍ- وښی-بنګړي-بازوبند-پای زیب-ګوتکو شستو-همیل-ګلوبند-چمکلۍ- لښتو- آویزګی- یو څیز هم نن سبا ښځې نه پورې کوي-هسې جوړ کړي او بیکاره پراته وي.” ده خپل خسر ته وویل چې د ګاڼو خبره خپلې لور او ما ته پرېږده نو هغوی پوهه شول او زیات ټینګار يې ونکړو.
د یو دوه رواجونو سره ده کویژدن او ” دیني کاوین ( نکاح) وتاړه.” یو بل رواج دا و چې د هلک د کور له خوا به ناوې ته جامې ( د ننواته جوړه) تیار شول، بیا ښځې او سړي به د زوم سره د ناوې کور ته ورغلل. له میلمستیا وروسته به يې هلته شپه وکړه او په بله ورځ د زوم او څو ملګرو نه علاوه نور ټول خلک رخصت شول. ناوې او زوم به درې ورځې یو ځای تیرې کړې خو دی به بیرته لاړو. ښځه به يې هم هغسې د پلار په کور پاتې وه خو دی به کله نا کله هلته ورتلی شو. دغه دود ته به يې ” ننواته-ګردنۍ- پښه پرانستل” ویل. د دې دود څو وجوهات وو. یو خو دا چې زوم به د ولور پېسې نه وې پوره کړې. دویم دا چې ناوې د خسر کور ته د تلو څخه وړاندې د خپل مېړه سره بلد شي او بیا د هغه کور کې د پردي توب احساس ونکړي. خو اڅکزي په معامله کې دا دواړه خبرې نه وې. د ده خواښې مړه وه او خسر يې ځان له بله جینۍ کوژده کړې وه. کال وروسته چې هغه خپله ښځه کور ته راوستله نو بیا لور يې رخصت کړه.
د ۱۹۳۰م په سپرلي کې د ده زوی وشو چې سیف الدین نوم يې پرې کیښودو. دی لیکي چې ” د کال ۱۹۲۹م د کانګریس د-لاهور په اوڅاره غونډه کی چیرې چی هغوی د پوره خپل واکۍ ( مکمل آذادي) پریڼ (تجویز) وکۍ او ما په لومړی ځل د سیلانی (وزیټر) په توګه پکښې ګډون کری وو. زما تر ټولو د ډاکټر سیپه دین کیچلو( سیف الدین کچلو) وینا خوښه سوی وه.”
د اڅکزي دا زوی څو ورځې وروسته مړ شو او څو میاشتې وروشته دی د خپل ورور او ملګرو سره بندي شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.