غدر


په هندوستان کې د ۱۸۵۷م پاڅون په تاریخ کې د میوټني، غدر او د خپلواکۍ جنګ په نومونو یادېږي.
د برطانیې ایسټ انډیا کمپنۍ، تر۱۹ پېړۍ، د هند سمندرې ساحلونو خپل پوځ ځای په ځای کړی و. په ۱۸۰۳م کې دوی مرهټو ته د ماتې ورکولو څخه وروسته ډېلي نیولې وه. پر تخت ناست سپین ږیری باچا بهادر شاه ظفر له کمپنۍ معاش اخیستو او اداري فیصلې به په کلکتې کې کیدې. د باچا د امنیت ټول اختیار برطانوي پوځ سره و. د سرهنري لارنس په قول، د هند په یوې سیمې کې هم د سپایانو کمی نشته. د یو په ځای پنځوس کسان نوکرۍ ته حاضر شي. د پوځ شعار هغه وخت “خلقت خدا کی، ملک بادشاہ کا، حکم کمپنی کا” و.
په هندي سپایانو کې د بغاوت زړی په افغانستان کې د لومړی جنګ ( ۱۸۳۹-۴۴م) په وخت کیښودل شو. د سپین افسر او د تور هندي تر منځ توپیر او د افسرانو له چلن، سپایان نارارامه وو. د دوی معاش لږ او د ناروغیو درملنه به يې نه کیده. د پاڅون عاجل سبب، د ټوپکو لپاره نوي کارتوس وو چې د “وازدې” پوښ يې لرلو. عسکر به دا پوښ په غاښونو پریکاو او مسلمان او هندو سپایان شکمن و چې دا د خوږ (سرکوزي) او یا د غوا وازده وه. په ۲۲ جنوری ۱۸۵۷م په کلکته کې هندي پوځیان په دې کارتوس احتجاج له کبله نوکرۍ نه يې وشړل. په لکهنئو کې سپایانو د کارتوس له کارولو ډډه وکړه، نو هغوی يې بې وسلې او په سپکاوي وویستل. په ۲۹ مارچ د بارکپور چاوڼۍ یو سپای “منګل پانډی” ته د حکم نه منلو لپاره د مرګ سزا وشوه او په ۸ اپریل يې غرغره کړو. د انګریز څخه نفرت لا زیات شو او په ۲۴ اپریل د میرټ په چاوڼۍ کې هم احتجاج وشو. په ۹ می د یو رجمنټ سپایانو ته د ۱۰ کالو بند سزا اعلان کړه. دوه ورځې وروسته هلته عسکرو خپل افسران ووژل، بندي ملګري يې خوشې کړل او ۱۴۰۰ میله لیرې، ډېلي ته روان شول.
د دې خبر نورو چاوڼیو ته خپور شو او په برېلي کې د توپخانې مشر بخت خان په ۲۰ مې، بارک ونیولو او په بنګلو يې د توپو ډزې شروع کړې. د حافظ رحمت خان د ټبر دغه روهیله په جلال اباد کې، د جنرال سيل باوري ملګری و. انګريز ته پتمن ځینو ملازمانو خپل افسران، له چاوڼیو، خوندي وویستل خو بیا هم په یو ورځ کې ۶۱ انګریزان ووژل شول. ځینو سپایانو د چور چپاو نه وروسته، په باغونو او نورو ځایونو کې بنګ څښل چې وسله وال افسرانو په دستو وژل کیده.
ډېلي ته په لاره ځینو مسلمان سپایانو دا د کفر خلاف یو “جهاد” وګڼلو خو نورو ویل چې په هندوانو خو جهاد فرض نه دی. بیا هم باغیانو په لاره یوه فتوا واخیسته. په ۳ جولای بخت خان د برېلي دستو سره ډېلي ته ورسیدو نو دویمه فتوا خپره شوه چې پکې جهاد ته ” واجب” لیکلی وو. دوی په ” لال کلا” کې بہادر شاہ ظفر، خپل مشر اعلان کړو. خو دی زړه نا زړه و ځکه وروستۍ میرمنې ملکه حمیده بانو، د خپل زوی د باچاهۍ لپاره انګریزانو سره پټې اړیکې ساتلې وې. د هغې په مرسته، انګریزان له ډېلي ووتل خو پاتې کسان، باغیانو یرغمل او وروسته ووژل. باغیان چې ډېلي ته ننوتل نو د خوراک دکانونه يې تالان کړل. سپایانو سره د هند له نورو سیمو ډاکوانو چې خلکو ” تلنګه” بلل، په ډلو کې، چور لپاره ګرځیدل. د صرافانوهټۍ، شاهي خزانې او بینک په لوتلو کې د میرټ سپایان هم شامل وو. بخت خان، د ښار صرافان (ساهوکار) او شته من یرغمل ساتلي وو چې په زوره ترې پېسې واخلي.
لنډغر به د خلکو کورونو ته ننوتل، ویل به يې چې دلته انګریزان پټ دي او تلو کې به يې د کور قیمتي سامان ځان سره یوړو. نامتو شاعر مرزا غالب د دغو پیښو شاهد و او په “دستنبو” کتاب کې لیکي، ” د ښار ټولو ښځو زیورات د نامړدو او سیاسه کار غلو په لاس کې دي. څه چې ورسره پاتې وو، هغه يې هم لوټ کړل( مانا ښځې بې پته شوې) ځینو ښځو د خپل ناموس ساتلو لپاره په کوهیانو کې ځان واچاو. په دریو میاشتو کې له ډېلي یو میلین خلک ووتل.
تر ۸ جون د بهادر شاه ظفر تر بیرغ لاندې ۳۰ زره باغيان راټول وو. د دې مقابلې لپاره جنرل جان نکلسن چې پخوا بنو کې و، د ۲۰۰۰ پوځ او ۳۲ توپو سره ډېلي محاصره کړه. د باچا سره د جنګ یا د دفاع څه پلان نه و او بخت خان ملاتړ چا نه کاو. مغل شهزادګانو د بخت خان نه بد راتلل او هغه ته به يې “مشکي” ویل.
د ګوتو په شمیر څو راجواړو او نوابیو چې لکهنئو، کانپور، برېلي، جهانسی، ګوالیار او آره” وو، انګریز خلاف وو. د پنجاب کپورتهله، مالیر کوټله، بیکانیر جېپور، الور، بهرتپور، رامپور، اودېپور او حیدرآباد. بهوپال د انګریز ملاتړ کاو یا بې طرفه پاتې شول.
په ډېلي کې باغی هندوانو په غوښتنه باچا د غوا په حلاله بندیز ولګاو. د ښار مرداري به په غویانو ګاډي کې له ډېلي بهر وړل کیده، نو باچا په مجبورۍ امر وکړو چې دا په خرګاډو یوسئ. په دې فیصله مسلمانان ویریدل او په جولای کې مولوي محمد سعید د ډېلي په جامع جومات کې د اسلامي جهاد بیرغ پورته کړو او د ښار دفاع ته يې مټې ونغښتې.
په ستمبر کې په ډېلي بمبارۍ کیدې او بهادرشاه د جمنا سیند نه په یو کشتۍ کې د شپې ووتلو او د همایون په مقبره کې کیناستو. بخت خان د خپل لښکرسره ووتلواو ګواليار ته يې مخه کړه. څو ورځې وروسته د متهرا سره نږدې “کاوسي” سيند نه پورې ولاړو. ده سره د جهانسي او نورو ځایونو وړې ډلې د توپو او هاتیانو سره مله وو. د دوی شميره ۲۰-۲۵ زرو ترمنځ وه چې زخمي، معيوب او ناروغان هم پکی وو. په متهرا کی بخت خان د خپلو څو سوو ملو سره له دی قافلې بيل شو. په لاره دوی يوه کلا ونيوله او يوې کارخانې ته يې اور ورته کړو. خو لښکر کی مخالفتونه ډېریدل او اخر یوه ډله لکهنو او د بخت خان ډله چې ټول روهيله پښتانه و، فرخ اباد ته ورسیدل. هلته بنګښ نواب تفضل حسين خان د ۵۰۰۰ پوځ سره د “اېټا” ښار نیولی و.
د ډېلي په سخت جنګ کې د پوځ مشر جنرل نکلسن زخمي شو خو په ۱۴ ستمبر ۱۸۵۷م ډېلي سقوط وکړو. نکلسن په ۲۳ ستمبر مړ شو او بهادر شاه ظفر په ۱۷ اکتوبر انګریزانو ونیولو نو د بغاوت په جرم مقدمه پرې جوړه شوه. ده د ټولو پیښو پړه په بخت خان واړوله خو بیا هم د خپلو دوو زامنو، انږور او ملکه حميده بانوسره رنګون ته يې جلاوطن کړو. پاتې ټول مغل شهزداګان د پوځ له خوا چارماري شول چې څوک د باچاهۍ دعوا ونکړي.
په برېلي او فرخ اباد کې مسلمانانو څو مياشتې مورچې نیولې وې خو په دسمبر کی سرکاري پوځ “ايټا” بیرته ونیوله. د رام پور روهیله نواب يوسف علي خان د انګرېز په ملاتړ فرخ اباد ته ګواښیدو. د بلند شهر يو پښتون وليداد د خپلو جنګيالو او دوه مغل شهزادګانو کوچک سلطان او فيروزشاه سره يو ځاې، لکهنئو ته ورغلل. هلته د بغاوت مشري د اودهه ملکې حضرت محل کوله. خو په يو جنګ کی توپې د دوی له لاسه ووتلې نو په زرګونو جنګيالي برېلي ته ولاړل. هلته خان بهادر او د فرخ اباد نواب مورچې نیولې وې خو اخر برېلي هم سقوط وکړو.
د رام پور نواب، باغیان په لوی لاس انګریزانو ته سپارل. د قايم ګنج په زرګونو پښتانه ګرفتار او په سوونو غرغره یا چارماري شول. بنګښ نواب تفضل حسين عدن ته يې جلاوطن کړو. انګرېزانو د جنګ له ميدان به مړي اوچتول او له شناخت وروسته يې خپلوانو ته
سپارل چې په دې پلمه د هغوی د کور غړي هم نیول کیده. د شاهجهان پور نواب قادرخان يوې ډلې باغيانو ته پخپل کور کې ډوډۍ ورکولو په جرم يې تورو اوبو ته واستاو. ځینې باغیان افريقاي مستمرو کې بيګاریان شول. په جنوبي امریکا کې د هالینډ یوه مستمره ” ګیانه” کې اوس هم د هغو پښتنو اولادونه شته. د بخت خان په اړه ګومان کيدو چې ممکن “نيپال” ته يې پښې وويستلې. د انګرېزانو په غوښتنه د نيپال باچا له ويرې ځينې باغيان بيرته دوي ته وسپارل چې وروسته محکمه، او بيا غرغره شول. د پاڅون قرباينان زيات مسلمانان او شا و خو ۱۹ زره د دیني مدرسو عالمان وو.
د بغاوت نه وروسته هندوستان نيغ په نيغه د برطانوي حکومت په لاس کې شو او د “کمپنۍ” اختیار ختم شو. پلازمېنه له کلکتې د نقلولو او د ډېلي ښار د بیرته جوړولو تابیا وشوه. د زاړه ډېلي (شاهجهان اباد) ځيني محلتونه د زمکې سره هوار او نوی ښار ” نیو ډېلي” نقشه وکښل شوه. هغو خلکو چې انګريز سره يې مرسته کړې وه، په منصب او خطاب ونمانځل شول.
سرسید احمد خان د دې بغاوت د ناکامه کیدو په اړه یوه رساله ولیکله او پکې د جهادیانو چلن ته ګوته ونیوله. د هغه په مشاهده د دوی یو کارهم اسلامي نه و. سرکاري خزانه چې امانت وي، په هغې کې خیانت، د پوځي ملازمین نمک حرامي، په تیره بیا د بې ګناه خلکو، ښځو، ماشومانو او بوډاګانو وژل په اسلام کې عظیم ګناه وي. ده ولیکل چې په ډېلي کې خپره شوې د جهاد فتوا، د اصل نه فرق او ورباندې د یو مړ کس مهر هم ثبت و.
د مشرتابه کمزوري، د ملي وحدت نشتوالی، د هند د ټولو وګړو نه شتون، د ریاستونو بې غوري، د عصري وسلو کمی او د یو ملي هدف نه لرل د غدر د ناکامه کیدو اسباب وو.
سرچینې
۱. ۱۸۵۷ع کا تاریخی روزنامچه. عبد الطیف سترګو لیدلي پیښې. ( فارسي) د خلیق احمد نظامی اردو ژباړه. ندوته المصنفین. اکتوبر ۱۹۵۸م.
۲. اسباب بغاوت هند۔ سر سید احمد خان۔ سنګ میل خپرونې. ۲۰۰۹م.
۳. تاریخ بغاوت هند- محاربہ ٔعظیم ۱۸۵۷م . پنډت کنهیا لال. سنګ میل. ۲۰۰۷م

4.The last Mughal. W. Darlymple.Bloomsbury. 2006.

Leave a Reply

Your email address will not be published.