د پټې خزانې شاعري


پټه خزانه درې برخې لري چې لومړۍ کې د هغو شاعرانو شعرونه او د ژوند حالات راغلي چې د محمد هوتک له زمانې مخکې تیر شوي دي. په دویمه برخه کې د محمد هوتک د همعصرو شاعرانو ژوند لیکونه او شعرونه راغلي او په وروستۍ اودریمه برخه یې د پښتو ښځینه شاعرانو ته ځانګړې شوې ده.
دلته زه د یوه لوستونکي په توګه د دغه کتاب یو شمیر شعرونو ته کتنه کووم.
په پټه خزانه کې لومړنی شاعر بابا هوتک علیه الرحمه دی چې په (۶۶۱) هجري کې زیږیدلی و. وايي دا د قام سردار و، په سره غر کې له مغولو سره په جګړه کې ښکیل شو. د پټې خزانې په خبره ” يو څو غښتلي د بابا هوتک خپلوان ومړل، بابا هوتک په لوړ غږ دا سندره لولوله او په غشو یې د مغلو ټټرونه څیرل… هغه سندره زما پلار علیه الرحمه داسې راته ویلی:
په سورغر بل راته نن اور دی
وګړیه جوړ راته پيغور دی
پرکلي کور باندې مغل راغی
هم په غزني هم په کابل راغی”
دا سندره ۷ بندونه لري چې د همدې جګړې په هکله ده. سره د دې چې د سندرې لپاره د “لولوله” کلیمه کارول شوې خو له جګړې مخکې نه ده ویل شوې ځکه چې د همدې جکړې حال بیانوي. پوښتنه داده چې ایا دا شونې ده چې په روان جنګ کې دی یو څوک داسې في البدیهه اوږد شعر ووايي. دا کار خو یوازې په هندي فلمونو کې شونی دی چې د صحنې حسب حال شعر دی وویل شي، او بله دا سندره په تاوده جنګ کې چا ولیکله او چا ثبت کړه؟ داسې پوښتنې دې چې ځوابونه غواړي.
د دې خزانې دویم شاعر د بابا هوتک مشر زوی کاشف اسرار شیخ ملکیار دی په پټه خزانه کې لیکلي ” په سنه ۷۴۹ هجري کې ترنک ډیر ډک شو په سختو نیزونو او په یوه میاشت یې چړ ونه موند او خورا ډک غاړی غاړی بهیدی. ملکیار بابا چې د ترنک څنډو ته راغی هسې سندرې یې ویلې:
ترنک بهیږي
ترنک بهیږي
غاړې ترغاړې
زما زړګی خو
زما زړګی خو خپل لالی غواړي”
د ملکیار بابا دا مجازي سندره چې وروسته په کې د خولګۍ یادونه هم شوې هم في البدیهه او ګران شعر دی او نه ده معلومه چې ملکیار بابا بیا چاته ووایه چې د کتابونو برخه شو؟
او بله د نه منلو داده چې ” ترنک اوږد لرګی راوړ او دلته د رود د یوې څنډې او بلې څنډې په نلو او غز کې بند سو. پر ترنک یو پل جوړ سو ملکیار بابا پر دې پل تیر سو او خپل مقصد ته واصل شو.”
دریم شاعر مقبول سبحاني غوث صمداني شیخ خرښبون سړبنی دی. وايي نوموړی یوه ورځ “خرښبون د پلار او تره له خوا په تګ او رخصت ماذون سو اسماعیل نیکه داسې نارې وکړلې.
که یون دی یون دی مخکې بیلتون دی
له کسي غره څخه ځي خرښبون دی
که وروره وروره خرښبون وروره
ته چې بیلتون کړې زما ویر ته ګوره
خرښبون بابا ځواب ورکوي:
اسماعیله ستا نارو مې زړه سرۍ کئ
بیلتانه خرښبون بیا له تا پردی کړ
نه هیریږي، که مې بیانه ستا یادی کئ
په چړو د ویر به پرې سي د زړه مراندې.”
د پټې خزانې څلورم شاعرشیخ متي غوریاخیل سړبنی دی چې وايي د شعرونو کتاب یې درلود چې د خدای مینه نومیده محمد هوتک وايي چې ده له خپل پلاره د شیخ متي دا شعر اوریدلی و.
په لویو غرو هم په دښتو کې
په لوی سهار، په نیمو شپو کې
په غاړه ږغ او په شپېلکو کې
یا د ویرژلو په ښپېلو کې
ټول ستا د یاد نارې سورې دي
دا ستا د مینې نندارې دي
د دې ټولو شعرونو صنفونه جلا دي خو یو یې هم کوم هنري ارزښت نه لري او ټول داسې دي لکه یوه ولسي شاعر چې لیکلي وي.
په دې شاعرانو پسې د جهان پهلوان امیر کروړ ژوند لیک او د شعر بیلګه راځي چې د پټې خزانې له مخه په ( ۱۳۹) هجري کې د غور په مندیش کې امیر شو. محمد هوتک لیکي چې دا احوال د شيخ کټه متي زي غوریاخیل له “لرغوني پښتانه” له کتابه اخستل شوي چې هغه له (تاریخ سوری ) نه اخستي وو.
ددې شعر چې ویاړنه یې بولي دوه لومړي بندونه داسې دي.
زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نسته
په هندو سند و پر تخار او پر کابل نسته
بل په زابل نسته
له ما اتل نسته
غشی د من مې ځي بريښنا په میرڅمنو باندې
په ژوبله یونم یرغالم په تښتیدنو باندې
په ماتیدنو باندې
له ما اتل نسته
تر اوسه د لرغونې پښتانه، تاریخ سوري یا هغو نورو کتابونو نسخې نه دي پیدا شوي چې د پټې خزاني لیکوال ترې اشعار راخستي دي. یوازې د کوزې پښتونخوا د هغو شاعرانو کتابونه شته چې وروسته یې په زرین کلاسیک پېر کې شاعري کړې ده. که پښتو کتابونه له دویمې هجري پیړۍ پاتې وو نو څنګه زموږ کلاسیک ادیبان ترې خبر نه وو چې په لسمه هجري پیړۍ کې بایزید روښان پښتو ژبې ته توري جوړوي؟ نوموړی لیکي ” خدای تعالی وروښودل چې د قران تورو ته ورګوري او پښتو ته توري جوړ کړي.”
دا پوښتنه ځواب غواړي چې په (۱۳۹) هجري کې پښتو ادب که دومره پرمختګ کړی و، نو څنګه په لسمه هجري پیړۍ کې له خاپوړو پیل کیږي.
تر روښانیانو وروسته خوشحال خان خټک هم د پټې خزانې د دغو شاعرانو او کتابونو یادونه نه ده کړي او خپل اسلاف داسې یادوي.
د میرزا دیوان مې ومانډه په ګوډي
مسخره مې ارزاني خیشکی زمند کړ
درویزه مې له مخزنه سره ونغړ
پیر روښان مې یاوه ګوی سره مانند کړ
که دولت و که واصل و که دا نور وو
په خبرو مې د هریوه ریشخند کړ
رحمان بابا هم خپل اسلاف داسې یادوي:
د میرزا د ارزاني دعوه به پرې کا
قدردان د شاعرانو رحمان راغی
د رحمان بل بیت
خوشحالا او دولتا مې غلامان دي
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګیر یم
د پټې خزانې په هغو شاعرانو کې چې له ۱۰۰۰ هجري نه راوروسته تیر شوي د هندي سبک په څیر نازکخیالي نشته. ټوله شاعري یې ساده او داسې ښکاري لکه یوه شاعر چې کړې وي. له یوه ستر افغان شاعر نه چې اوس وفات دې پوښتنه مې ترې وکړه چې د پټې خزانې په اړه مو څه خیال دی نو هغه راته وویل، ” پټه خزانه به څه کړو یو شعر هم په کې نشته.”
په ټوله پټه خزانه کې ښکلی هغه څلوریزه ده چې نازو انا ته منسوبه ده:
سحرګه وه د نرګس لیمه لانده
څاڅکی، څاڅکی یې له سترګو څڅیده
ما ویل څه دي کښلی ګله ولې ژاړې
ده ویل ژوند مې دی یوه خوله خندیده
خو دا هم د علامه اقبال لاهوري د بیتونو ژباړه ښکاري.
شبی زار نالید ابر بها
که این زندګی ګریه پیهم است
درخشید برق سبک سیر و ګفت
خطا کرده ئی خنده یکدم است
ندانم به ګلشن که برد این خبر
سخنها میان ګل و شبنم است
زه نه د پټې خزانې تاید کوم نه تردید خو زما اندیښنې بايد ځواب شي.
مصطفی سالک

Leave a Reply

Your email address will not be published.