سفیران


د ۱۹۲۵م په اوړي کې د افغانستان او اطالیه (اټلي) حکومتونو ترمنځ یوه داسې پیښه وشوه چې د دواړو ملکونو ملت پالنه (نیشنلزم) يې وننګوو.
یو اطالوي انجینیر “داریو پیپرانو” چې په کابل کې میشت و، په څه جرم تورن شو. د دې تفصیل څرګند نه دی خو پولیسو ته رپورټ وشو او یو افسر د هغه ګرفتارۍ ته ورغلو. ښایی د پولیسو او اطالوي ترمنځ ناندرۍ په سوک څپېړه واوختل او هغه افغان د ” پیپرانو” له خوا ووژل شو.
پولیسو، اطالوی ونیولو او عدالت ( محکمې ) ورته د افغانستان د قانون سره سم د قتل په جرم د مرګ سزا ورکړه. خو په افغان قانون کې د “دېت” یا خون بها ورکولو ماده هم وه. په کابل کې اطالوي سفیر د خپل وګړي د ژغورلو لپاره د دېت پېسو ورکولو ته غاړه کیښوده. دغه پېسې ۶۰۰۰ اطالوي “لیرا” چې د برطانوي ۵۰۰ پاونډ برابر وو، محکمې ته وسپارل شوې. خو څرګنده نه ده چې آیا د مقتول خپلوانو د پېسو اخیستو څخه ډډه وکړه او که محکمې په یو بل دلیل هغه اطالوي د جون په دویمه نېټه غرغره کړو.
د اطالیې ملتپال (فاشسټ) مشر ” بېنیټو مسولیني” دغه پیښه خپل سپکاوی وګڼلو او په روم کې افغانستان سفیر ته يې د احتجاج لیک ورواستاو. ورسره غوښتنه شوی وه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله په کابل کې د روم سفیر ته پېښماني څرګنده کړی. نه یواځې دا بلکه د افغان پوځ یوه ډله به په سفارت خانه کې اطالوي بیرغ ته سلامي ورکوي. د افغانستان خارجه وزیر محمود طرزی (د امیر امان الله خان خسر) و. هغه څو میاشتې په دغه معامله غلی پاتې شو او ممکن په پټه يې د خبرو د لارې هغوی ته قناعت ورکاو. اخر د اطالیې حکومت ورته نور صبر ونکری شو نو د سفارتي اړیکو د پریکولو ګواښ يې وکړو.
د اګست په ۱۷ د افغان حکومت یو “تار” ( ټیلیګرام) روم ته يې واستاو چې دوی د اطالیې ټول شرایط منلو ته تیار دي. په بله ورځ محمود طرزی پخپله اطالوي سفارت ته ورغلو او د خپل حکومت د معذرت سره د خون بها هغه ۶۰۰۰ لیرا يې بیرته ورکړل. د دې نه علاوه د اطالوي د مرګ لپاره د تاوان په توګه ۷۰۰۰ لیرا نورې يې هم سفیر ته وسپارلې.
سفیران په بل ملک کې د خپل هیواد استاځي خو د دوو ملکونو د قوانینو پابند وي. “مسولیني” که څه هم لویدیځو ملکونو کې بدنامه دی خو د ده په وخت اطالیه د نړۍ شته منو ملکونو په صف کې ولاړ و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.