جنګ نامې


زما یادېږي چې په کلي کې کله نا کله یوې ترور به مې د ټیم زاړه بکس نه یو کتاب راوویستلو، پاڼې يې زیړې او ټکي به يې غټ وو. دا به يې “جنګنامه” بلله او ښځې، ماشومان د هغې کټ چاپېره کیناستل. تروربه مې جنګنامه لوستله او ټول به غلي ناست وو. زه به پرې ډېره نه پوهیدم خو اسونه، تورې او ټوپک به پکې یادیدل. یو ځای به لږ خاموشه شوه او بیا به يې شعر زمزمه کړو نو ځینو ښځو به ورته وژړل. غازي او د شهید توري ما له دغو جنګنامو زده کړي وو. یو چا به په زوره توبه وویستله یا د محمد(ص) به نوم به يې د دواړو لاسونو ګوتې ښکل کړې او په سترګو به يې راښکلې. بیا به د چا تناره ډوډۍ وسوځیده او چا به زانګو کې پروت وړوکي ماشوم په ژړا ورمنډه کړه او مجلس به ختم شو.
د کلي په هر کور کې قران کریم او پنجسوره یا داسې نور دیني کتابونه موجود وو خو “جنګنامه” به لږو خلکو کره وه او ښځو به ډېره سمباله ساتلی وه. له لیکلو جنګنامو وړاندې ممکن د پښتنو په هوجرو کې د جنګونو کیسې سندرغاړو ویلې.
پښتانه د شعر سره مینه لري او د پښتو رزمیه شاعري د ۱۹ پېړۍ په پای کې د هند لومړیو چاپخانو کې کتابي بڼه وموندله. هغه وخت قاضی محمد عبدالحق کابلی د سبق لپاره بهوپال ریاست کې مېشت و اوهلته يې څو جنګنامې له فارسي په اردو وژباړلې. د پښتو لومړۍ جنګنامې هم پارسي او اردو نه ژباړل کیدې. د کربلا جنګ، د رستم-سهراب کیسه او داسې نور مشهور جنګونو پښتو ژباړه، د خلکو د تفریح وسیله وو.
د پښتو یوه مشهوره جنګنامه د اباسین پرغاړه ۱۸۲۶م کې د سیکانو سره د جنګونو حال و. د دې لیکوال صېب دین خټک و. یو بل کس فیروزخان هم د سیکانو د څو جنګونو حال په شعر کې بیان کړو. محمد غلام غلامي د ” لومړی افغان جنګ” منظوم داستان ولیکلوچې پخپله هم په هغو پیښو کې ورګډ و.
غازي محمد اکبر د خیبر د جنګ حال مولانا حمید کشمیري د فارسي په “اکبر نامه” کې بیان کړو. زیات جنګنامې په ۲۰ پېړۍ کې ولیکل شوې او ځینې يې اوس هم د لوستونکو په زړه کې ولوله پیدا کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.