تاتره


تاتره د دریو غاښو لوړه څوکه او د خیبر په درې ورته لار ده. اپریدي ورته ” لکه سر” او ” لکه څوکه” هم وایی او پخوا به ټول کال په سپینو واورو پټه وه. په ځینو تاریخونو کې د دې نوم ” تهتره او تحتره” او په جمع صیغه تاترې په املا هم لیکل شوی دی.
نصر الله حافظ هم په یو نظم کې وایی،
تپې تپې شته، درې درې دي
دا تاترې دي، دا تاترې دي
د تاترې په لمنو کې د مومندو وړوکی قام ” ملاګوري” پروت دی. ځکه خو یوه لنډۍ ده چې،
په تاترو راشه جانانه
د خیبر لارې اپریدو نیولې دینه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *