زما ژوند او ژوندون (۵)


عبد الصمد کورنۍ له افغانستان کډه کړی وه او د ۱۹ پېړۍ له پای د ده نیکونو د بیرته تلو کوشش کاو. خو امیر عبد الرحمن او حبیب الله خان ورته اجازه ورنکړه. بیا دوی امان الله خان ته خواست وکړو نو ډاډ يې ورکړو چې یو استاځی به ورسره رابطه وکړي. بیا د افغانستان حکومت خپل ټول شړونی (کډوال) بیرته راتلو ته ومنل. د ګلستان تحصیلدار اڅکزو ته د حکومت یو اشتهار واستاو چې ورسره د انګریز سرکار خط هم و. پکې لیکلي وو چې دوی د چا په بیرته تګ اعتراض نه لري. خو داسې خلک به بیا د هند استوګن نه منل کېږي. د اڅکزي په کور کې ورباندې ښه غور وشو. ځینو غوښتل چې بیرته لاړ شي ځکه هلته د کروړونو زمکې يې سرکاري شوی وې. خو ده پخپله تګ نه غوښتو او د دې سبب د هیواد او د خلکو مینه وه. په ځان او خدای يې باور و چې د ولوږې به نه مري. نو د تګ اراده يې پریښوده. له هغې ورځې جیلونه، خوارۍ او د سرکار زور زیاتی هرڅه يې زغمل خو د هیواد پریښودو اندیښنه يې په زړه کې تیره نه شوه. یواځې افغانستان نا بلکه هند ته د تلو خبره هم ورته د منلو وړ نه وه، سره له دې له وېش وروسته هم دوه ځلې کارونو پسې هلته لاړو. د امان الله خان د مرګ خبر عبد الصمد په هریپور جیل کې واوریدو او سخت خواشینې شو. ورته په زړه شول چې یورپ ته د امان الله خان د سفر په وخت دی هم خپلوانو سره یوه ورځ وړاندې، چمن ته ورغلی و. دی لیکي چې ټوله شپه باران و او سهار هم اسمان خړ او نری څاڅکي وریدو. د ده ورور له کوټې په یوې لارۍ کې چمن ته روان شوی و. ټوله شپه په یخ او باران کې يې سفر وکړو او یو ځای ورته لارۍ خرابه شوه نو په ټېله او دیکه يې د کوږک غر ته وخیژاو. هغه سره “پاس” نه و نو عبد الصمد ورته خپل پاس ورکړو. دی پخپله د یو چارواکي سره مفت د پولیسو له دستې تیر شو. له کوټې ترچمن په زرګونو خلک چې امان الله خان استقبال ته ورغلي وو، د پوځي دستو شا ته د سړک دواړو غاړو ته ولاړ وو.
هغه وخت یوه ننداره له ده هېره نشوه. وایی چې پوځیانو دستې چې سټیشن ته راغلې نو د دوی بوټان په خټو لړلي وو. کله چې په قطار د امیر سلامۍ لپاره ودریدل نو “هنکی بنګیان” راغلل او په پاک تولیو (ټاول) د دوی بوټان يې پاکول. د خپلو خلکو په دغه حالت دې دومره خواشینی شو چې د توپو ډز او د خلکو شور يې نه اوریدو. د باچا موټر د چمن سرحد نه واوړیدو نو خلکو ورسره په چغو او نارو ورسره منډې وهلې. بیا امان الله خان موټر څخه ښکته شو او د خلکو مخې ته ودریدو. له دوی يې پوښتنه کوله چې تاسو پښتانه یئ یا پښتو ویلی شئ. خو په جواب کې خلکو نارې وهلې. اڅکزی لا خواشینی شو چې کاشکه زمونږ یو استاځي د باچا سره خبرې کړی وای. د خپل قام په دغه حالت ورته درد ورتلو او د افغانستان امیر په اورګاډي کې کیناستو. هغه ټرین په وړو سټیشنونو، عبد الله کلا، ګلستان او بوستان ودریدو او امیر به هلته ولاړو خلکو ته ورښکته شو او خبرې به يې ورسره وکړې. کوم خلک چې چمن ته ورغلي وو، افسوس يې کاو چې که خپل ځای کې پاتې وای نو ممکن باچا سره به مو لیدلی وای. بیا خلکو تر میاشتو د امیر د سفر خبرې کولې.
عبد الصمد خان د ۲۰-۲۱ کالو و چې مور ورته په عبد الله کلا کې د شیر جان لور صابره وغوښته. دی لیکي د هغه وخت د واده دودونه پخواني وو او تر ټولو بد پکې د ولور رواج و چې ده يې مخالفت کاو. د خپلې خسرګنۍ تر فشار لاندې دی مجبور شو چې دوه زره روپۍ ولور ورکړي چې د هغه وخت په حساب هم لږ وو.
په ۱۹۲۹م کې کله چې دی لاهور ته د کانګرس ګوند غونډې کې د ټولو مشرانو تقریرونه اوریدل نو د سیف الدین کچلو وېنا يې خوښه شوه. په ۱۹۳۰م کې د ده زوی وزیږيدو نو په هغه يې سیف الدین نوم کیښودو خو ماشوم څو ورځې وروسته مړ شو. د خپلې میرمنې په اړه عبد الصمد خان لیکي چې د پښتنو په معیار ښایسته نه وه خو پرما ګرانه وه. دی به د خپلو سیاسي فعالیتونو له کبله قید شو او خبرنه و چې میرمن يې څه احساسات لرل. خو داسې ښکاریده چې د ده د لارې مله وه. میرمن به يې په خپله خوښه د زیړ خامتا جامې اغوستې چې هغه وخت د ښځو لپاره یو نااشنا کار و. په خپل وس به يې د کلي ښځو ته څه نا څه سیاسي پوهه ورکوله. د دې ۳ نور اولادونه هم وزیږېدل چې یوه لور “ولی عهد بیګم او دوه زامن احمد خان او مامد (محمد) خان وو. په ۱۹۴۰م صابره په نري رنځ اخته د کوټې “سینيټوریم” کې يې داخله کړه. دی لیکي چې ما استقلال اخبار هم خپراو چې په تاوان کې روان و او له خپل جیب به مې ورته پېسې ورکولی. میرمن مې په روغتون کې وه چې له ښاره ۵ میله بهر و. ما سره به د ټانګې لپاره ۳ روپۍ نه وې او د ماښام ۶ بجې به اوزګار شوم نو په پښو به روغتون ته تلم او بیا به هم هغسې بیرته راتلم. د دوه کاله ناروغۍ او ۱۴ کاله د ملګرتیا څخه وروسته د عبد الصمد میرمن د ۱۹۴۲م په اوړي(دوبي) کې وفات شوه.
نور بیا

Leave a Reply

Your email address will not be published.