اشفاق الله خان


په هندوستان کې ۲۰ پېړۍ د خپلواکۍ په غورځنګ کې اشفاق الله خان یو نوم ورکی مجاهد دی.
د اتر پردیش په جنوب ختیځ کې د شاه جهان پور ضلع په ۱۸۱۴م کې د روهیله پښتنو له خوا اباده شوه. دلته ۵۲ محلتونه د پښتنو قامونو او مشرانو په نوم و. د ” جلال نګر” اوسیدونکی شفیق الله خان لکه د نورو ساده ژوند لرلو. د ده میرمن مظہرالنساء بیگم له یوې شته منې کورنۍ څخه او پلار يې د انګریز ملازم وو. د دې نیکه د ۱۸۵۷م د خپلواکۍ پاڅون په وخت انګریز لپاره مخبري کوله. له دې کبله خلکو د ده بنګله وسیزله نو هغه راهیسې دا ځای د “جلي کوټهي” په نوم بدنامه شو.
اشفاق اللہ خان په ۲۲ اکتوبر، ۱۹۰۰م کې وزیږېدو، په ۴ وروڼو کې تر ټولو کشر او نیازبین و. د ۵ کالو په عمر کې يې یو انګریزي سکول کې داخل کړو. په تنکي ځوانۍ کې يې د اردو فارسي، انګریزي او هندي کتابونه لوستل. د مشر ورور ریاست الله خان سره به مشاعرو ته تلو. هلته یو کس رام پرساد بسمل چې د ده د ورور هم صنفی و، په حماسي شعر د ځلمي اشفاق وینه ګرمیده. ده پخپله د ” وارثی” او “حسرت” په تخلص شعر ویل پېل کړل.
په شاهجهانپور کې د هندوانو د یوې فرقې “آریا سماج” په ودانۍ کې خلک د ټولنیزو کارونو لپاره راټولیدل. رام پرساد بسمل هلته د ځوانانو یوه ډله ” ماترویدي” په غونډو کې د آزادۍ خبرې کولې. ۱۹ کلن اشفاق الله خان به د “خلافت تحریک” په اړه خلکو ته معلومات ورکول او چنده به يې ورته را ټولوله. د دې تحریک په ختمیدو مسلمان ځوانان نارامه شول او د ګاندهي ” عدم تشدد” ناره يې هم نه منله. د انګریز له استعمار ځان خلاصولو لاره دوی په مظاهرو لاس پوړې کړو. بسمل به له پولیسو پټ او مفرور ژوند يې کاو. په ۱۹۲۰م کې حکومت خپلو مخالفانو ته معافي اعلان کړه نو رام پرساد بیرته شاهجهان پور ته راغلو. اشفاق الله غوښتل چې د ده سره مل شي خو د ده ماماګان د انګریز په نوکرۍ کې وو نو بسمل ورته پام نه کاو.
یوه شپه رام پرساد په ګورکهپور کې د خپلو ملګرو سره په یو خفیه ځای کې غونډه کوله. اشفاق چې هلته ورغلو نو بسمل هغه وخت یو شعر ویلو. اشفاق د هغه د شعر په جواب کې شعر وویلو نو د بسمل ورته پام شو. له غونډې وروسته ده سره کیناستو او د اشفاق په افکار اغیزمن شو. د رام پرساد په ملتیا، د اشفاق الله خان کورنۍ ناارامه شوه. ده به په کور کې د “رام” نوم ډېر یادوو. یوه ورځ مور ورته وویل چې ته مسلمان يې نو د “الله” نوم واخله. ده جواب ورکړو چې زه خو خپل ملګری ” رام پرساد” نوم یادوم.
په ۱۹۲۱م کې ګاندهي د انګریز خلاف “عدم تعاون” تحریک پېل کړو نو د اشفاق الله خان په مشوره بسمل او نور ملګري په کانګرس ګوند کې شامل شول. په ۱۹۲۲م کې د ګورکهپور په “چوری چورا” کې د ولس یوه لویه مظاهره وشوه. قهر ژنو خلکو د پولیسو تاڼه وسیزله او هلته ۲۲ پولیس ووژل شول. ګاندهي له دغه پیښې وروسته خپل تحریک ختم کړو نو رام پرساد بسمل او ملګري يې له کانګرس ناهیلې شول. هغه خپل ګوند ” هندوستان سوشلسټ ری پبلکن ایسوسی ایشن” جوړ کړو چې اشفاق الله خان يې بنسټیز غړی و. د انګریزانو هسې هم د “سوشلسټ او کمیونسټ” مفکورو نه بد راتلل نو دغه ګوند يې په نښه کړو.
د وسله وال مبارزې لپاره د بسمل پېسې پکارې وې او ده به ویل چې انګریزان له تیرو ۳۰۰ کالو څخه د هند شته مني لوټ کړې ده نو پېسې به هم د دوی له خزانې اخلو. د نا امنۍ له کبله انګریزانو به د مالیې پېسې په اور ګاډو کې یو ځای بل ځای وړلې. په ۱۹۲۵م د اپریل په میاشت کې رام پرساد بسمل د لکهنئو اور ګاډي څخه د حکومت خزانه د لوټلو پلان جوړ کړو. اشفاق الله خان يې مخالفت وکړو ځکه چې دا کار له خطر ډک و. د هغه په نظر حکومت به په بدل کې د دوی په غړو لاس اچوي او ګوند ته به تاوان رسېږي. د اشفاق په خبرو، نور غړي، لکه چندر شیکھر آزاد، روشن سنګهه او راجندر لہری، بسمل ته وویل چې دا مسلمان دې ولې ځان سره مل کړی دی؟ اشفاق الله خان په غیرت راغلو او د ټرین لوټلو پلان ته يې غاړه کیښوده.
د ټرین د ودرولو او بیا د ګارډ له ډبې د حکومتي پېسو اخیستو او د فرار لپاره هر چا ته خپله دنده وسپارل شوه. د اګست په ۸ تېټه ۱۹۲۵م د بسمل څو کسان د “سہارنپور لکھنؤ ایکسپریس” نومې اورګاډي ته لکه د مسافرو وختل. ماښام ۷ بجو شا و خوا د “کاکوری” او عالم نگر ترمنځ دوی په یوه ډبه کې د ټرین زنځیر راښکلو. ټرین ورو شو نو د پاټلۍ سره په انتظار، اشفاق الله خان د دې انجڼ ته وختلو او ډرایور ته يې د جرمني “ماسر” ډول طماچه ونیوله. ټرین ودریدو نو بسمل د ګارډ ډبې ته ورودانګل او له هغه يې د روپو ډکه کسوړه واخیسته. په دغه کشمکش کې یو مسافر په طماچه ووژل شو چې د دې پړه د اشفاق الله خان په غاړه واچول شوه.
دغه پیښه د برطانوي حکومت لپاره لویه ننګونه وه او وایسرای لارډ ریډنګ پولیسو ته د پلټنو کار وسپارلو. په ستمبر کې رام پرساد بسمل ونیول شو خو نور کسان ورک و. هم هغسې چې اشفاق يې اندیښنه ښودله، د هندوستان سوشلسټ ایسوسی ایشن د ډلې ۴۰ نه زیات کسان پولیسو ګرفتار کړل.
اشفاق الله خان څو ورځې د شاهجهانپور نه بهر د ګنو په پټیو کې مفرور و. بیا دی په بدل نوم کانپور ته لاړو او هلته د ” ګنیش ویدیارتهي” چاپه خانه کې ملازم شو. ده غوښتل چې په امریکه کې “لاله هردیال” سره یو ځای شي. هردیال به د هند د خپلواکۍ لپاره انقلابي مضامین لیکل او اشفاق الله خان غوښتل چې هلته ورسره مبارزه وکړي. د ده عکسونه د هند په هره تاڼه کې پراته وو او د پولیسو نه پټ ګرځیدو. یو وخت راجستان ته لاړو خو بهر ملک ته د تلو لپاره ورته پاسپورټ پکار و.
دی په بدل نوم ډېلي ته لاړو او هلته خپل یو پښتون ملګري نه يې مرسته وغوښته. هغه سمدلاسه پولیس ته خبر ورکړو او اشفاق الله خان ګرفتار شو. د تاڼې ایس- پي تصدق حسین ورته وویل چې ته څنګه مسلمان يې چې د هندو لپاره خپل ځان وژنې. دوی خو هندوستان د هندوانو وطن ګڼي. اشفاق الله ورته جواب ورکړو چې د انګریز له استعمار راته د هندوانو واک ښه دی. حسین هڅه وکړه چې دی ” سلطاني ګواه” شي. یاني که د رام پرساد بسمل خلاف يې شاهدي ورکړه نو حکومت به ورته معافي وکړي. خو اشفاق الله خان ته دا لویه بې غیرتي ښکاریده او ورسره يې و نه منل.
د ” کاکوري ډاکه” هند د ازادۍ په تاریخ کې یو مهم پړاو و. د پیښې تورن کسان يې په فیض اباد کې بندي وساتل او مقدمه پرې شروع شوه. یو سیاسي وکیل، مدن موهن مالویه د دوی د خلاصون لپاره حکومت ته اپیل وکړو. ده ګورنر جنرل ایډورډ ووډ ته درخواست ولیکلو چې د پارلیمان ۷۸ غړو دستخط کړو. ځینو سیاسي مشرانو په خپلو جلسو کې د دوی ملاتړ کې وېناوې وکړې. د اشفاق د قانوني مدافعې لپاره کرپا شنکر هجیلہ وکیل وټاکل شو. په جیل کې يې اشفاق الله ځان له یواځې ساتلی و ځکه په ده د قتل تور هم و. هغه به زیات وخت په لمانځه او د قران کریم په تلاوت تیرولو، خپله ډایري به يې لیکله او یو ځای وایی، “زما لاسونه د چا په وینو سره نه دي. دوی په ما د دروغو تور لګولی دی.” خپلوانو ته به يې په لیکونو کې نصیحت کاو. ” د وطن مینه ځان سره ډېر مشکلات لري. خو کوم کس دا غوره کړه، د هغه ټول تکلیفونه په راحت بدل شي. بل ځای لیکي چې زما خپلوان به ما لپاره ژاړي او زه د وطن لپاره ژاړم.
په دسمبر ۱۹۲۷م کې د کاکوري ۴ مجرمانو، اشفاق الله خان، رام پرساد بسمل، راجندر لهري او روشن سنګ ته د مرګ سزا اعلان وشوه. نور ۱۶ کسان، څه په تورو اوبو کې د ټول عمری قید او نور د ۱۲ نه واخلې تر ۴ کالو په بند محکوم شول. د دې دې سزا ګانو خلاف خلکو مظاهرې وکړې خو انګریز پخپلې فیصلې کې بدلون را نه وستلو.
په ۱۹ دسمبر ۱۹۲۷م په سهار اشفاق الله خان له لمانځه وروسته، د غرغرې( پانسۍ) ځای ته يې بوتلو. له ده يې پوښتنه وکړه چې له مرګ وړاندې څه ویل غواړي؟ ده وویل، ” په ما د قتل مقدمه دروغ ده. خو په خپل الله ټینګ ایمان لرم او هغه به راته انصاف راکوي. ده د لرګین چوکاټ سره ځوړند پړی ښکل کړو، د دې حلقه يې په غاړه کړه نو د شهادت کلیمه يې تیروله.
زندگی بعد فنا تجھ کو ملے گی حسرت
تیرا جینا، تیرے مرنے کی بدولت هوګا
دی د ۲۶ کالو او د خپلواکۍ په شهیدانو کې تر ټولو کم عمر ګڼلې شي. وروسته د ده د ټبر ټول مال هم حکومت ضبط کړو. رام پرساد بسمل په جیل کې خپلې خاطرې لیکلې چې په پټه يې دریو برخو کې چاپ لپاره واستول. دا په ۱۹۲۹م کې کتابي بڼه چاپ شول خو انګریز پرې بندیز ولګاو. له وېش وروسته دغه کتاب بیا بیا چاپیدو او خلکو لوستلو. اشفاق الله خان د ژوند په اړه یو کتاب ” این-پي- شنکرناراین راو” لیکلی دی.
په ۲۹ مارچ ۲۰۲۱م په ” ګورکهپور” ښار کې د شهید اشفاق الله خان په نوم یو ” ژوبڼ” پرانستل شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.