ملکه سرور سلطان


د ۲۰ پېړۍ په سر کې د افغانستان ملکه سرور سلطان د ټولنې په بدلون کې لویه ونډه لرله. دا د امیر حبیب الله خان دریمه میرمن وه.
سرور سلطان په ۱۸۷۵م کې کابل کې وزیږېده. د دې پلار د بارکزي ټبر، لویناب شیردل خان او نیکه يې میرداد خان د کندهار شاغاسي ټبر څخه وو. د هغه وخت د دود سره سم د خانانو لوڼو به په کور کې لیک لوست او دیني تعلیم کاو. سرور سلطان د ۱۷ کالو په عمر ( ۱۸۹۲م) شهزاده حبیب الله ته په نکاح شوه. ممکن دا یو سیاسي واده و ځکه امیر عبد الرحمن د خپل هیواد ټولو قامونو سره د خپلوۍ د لارې روغه کوله.
حبیب الله خان له ۱۸۹۰م د پلارځای ناستی ټاکل شوی و. په ۱۹۰۲م کې د پلار په مړینې، دی په سرکاري توګه امیر اعلان شو نو د ” سراج الملت و الدین” لقب يې غوره کړو. سرور سلطان ته يې د “سراج الخواتین” لقب ورکړو چې د دې مشاورتي مقام ښایی. یو روایت دی چې سرور سلطان د زدکړو او معارف وزارت د جوړولو لپاره په امیر فشار راوړو. په ۱۹۰۳م کې د افغانستان لومړی مکتب (سکول) حبیبیه په کابل کې پرانستل شو. بیا هغه افغانان چې نورو ملکونو کې مهاجر وو، د امیر له خوا بیرته راوبلل شول چې پکې د ” طرزي” کورنۍ هم شامله وه. ملکه سراج الخواتین به پخپله بابر باغ، چلستون او شهر آرا باغ کې د عامو ښځو سره لیدل. د دوی ستونزې به يې معلومولې او بیا امیر ته به يې د خلکو درخواستونه وړاندې کول. د ولس د شکایتونو اوریدو لپاره هغې د یو ځانګړي عدالت (محکمې) وړاندیز وکړو او په کابل کې په لومړي ځل “دارالعدالت” جوړ شو.
په ۱۹۰۶م کې امیرحبیب الله خان د انګریزانو په بلنه د هند په سفر لاړو. هغوی سره يې په افغانستان کې د طبي خدمتونو او د کارخانو جوړولو لپاره تړون وکړو. په کابل کې حربي پوهنځی او بوټ جوړولو لومړی کارخانه هغه وخت ولګول شول. یوه شورا هم جوړه شوه چې د لومړي پارلیمان بنسټ و. خو امیر یوعیاش او خود خواه سړی و چې د جنسي شهوت کیسې يې مشهورې وې. د سرور سلطان ” بنې” ډېرې وې. د دوو میرمنوجمال بیګم او وزیر بیګم نه علاوه سرور سلطان د امیر څلورم واده د نادر خان خور سره وکړو. یوه بله میرمنه يې طلاق کړه خو د حبیب الله خان په حرم کې ۴۰ وینځې يې ساتلې چې زیات يې د نورستان، پکتیا او هزاره بې وزله خلکو لوڼې او خویندې وې. امیر د دغو ښځو نه ۴۹ زامن او ۳۴ لوڼې وزیږولې. دی د ښکار او عکاسۍ شوقین و او په خپلې کیمرې به يې د حرم د ځینو میرمنو تصویرونه اخیستل. د هغه وخت یو عکس کې سرور سلطان د خپل مېړه سره په اروپایی لباس کې ولاړه ده. په سرکاري مراسمو کې به زیات وخت سرور سلطان ګډون کاو ځکه د دې په ماڼۍ او موټرجنډه (بیرغ) رپیده. کله چې دا په موټر کې له ارګ وتله نو د توپ ډز او پوځي سلامي به ورکړی کیده. د روایاتو له مخې سراج الخواتین په پوځ کې هم محبوبیت لرلو.
په ۱۹۱۰م کې د عبد الرحمن تر ټولو کشر زوی عمرجان د واده په مراسمو کې درې ورځې کابل کې جشن و. یوه انګریزه چې حرم ته به تله، لیکي چې هره ورځ به امیر، ډېر په شان وشوکت، د خپلوانو سره د ښار په کوڅو کې ګرځیدو. د دوی د بګیو شا ته د میرمنو جوپانونه وو. سرورسلطان علیا حضرت په لومړي جوپان کې د سوراو طلاي رنګ پردو شا ته ناسته او ورسره د محافظانو دسته روانه وه. د دویمې ملکې علیا جناب په جوپان نیلا او طلاي پردې
ځړیدې. ورپسې د دریمې او بیا د څلورمې ملکې جوپان و. د دې څلورو چاپېره تنکي ځوانان او سپین ږیري نوکران بدرګه په پښو تلل.
کومو اروپایی ښځو چې په کابل کې د حرم ژوند پخپلو سترګو ولیدو، لیکي چې د امیر میرمنو به تل د یو بل خلاف سازشونه کول. د امیر حبیب الله خان د لومړۍ میرمن جمال بیګم زوی شهزاده عنایت الله خان په وروڼو کې تر ټولو مشر او د تخت وارث ګڼلې شو. د چترال د یوې مینځې صندل بیګم زوی حیات الله خان په دویم ځای و او دریم د سرور سلطان زوی امان الله خان و. ښکاره ده چې د “بنو” تر منځ به رقابت کیدو. خو د سرور سلطان لویه سیاله د امیر عبد الرحمن تر ټولو کشره میرمن حلیمه سلطان ( شاه بوبوجان) وه. هغې د خپل زوی عمر جان د حق لپاره انګریزانو ته لیکونه استول او په پوځي افسرانو سره زر وېشل.
په ۱۹۱۰م کې سرور سلطان شهزاده امان الله خان ته په خپل ټبر کې واده وکړو. په ۱۹۱۹م کې امیر حبیب الله خان په لغمان کې خپلې خیمې کې ووژل شو. هغه وخت د دې لېور نصرالله خان د مشرقي قامونو په ملاتړ خپل ځان امیر اعلان کړو. د تخت دعوه داران ډېر وو چې پکې د امان الله خان مېره وروڼه هم وو. سرور سلطان د امیر د مړي سره جلال اباد کې، له جنازې وروسته د فاتحې او غمرازې په دود کور کې ناسته وه. په دغه وخت کې نصرالله ورته راغلو او غوښتنه يې وکړه چې امان الله خان ته پیغام واستوي چې د تره امارت وومني. سرور سلطان د سیاست نه کار واخیستو او لېوره ته يې وویل چې زما پیغام به په حکومتي چارو کې مداخله ګڼلې شي. نو ښه به دا وي چې زه پخپله کابل ته ورشم او زوی سره مخامخ خبرې وکړم. سرور سلطان له جلال اباد تر کابل هغه وخت سفر وکړو چې د امان الله خان ځواک دا لاره خوندي کړه. کابل ته په رسیدو هغې د ارګ سره راټول پوځ ته خطاب وکړو او د خپل مېړه د قتل پلټنو او قاتل ته د سزا غوښتنه وکړه.
تاریخ د امان الله خان د سیاسي اصلاحاتو لپاره د ملکه ثریا طرزي نوم یادوي. خو د سراج الخواتین ونډه له هغې زیاته وه. هغې به په زندانونو کې ډوډۍ، جامې او نغدې پېسې ویشلې. د مشروطه غورځنګ د قیدیانو په خوشې کولو کې هم د سرور سلطان لوی لاس و. هغه په خپل دین ټینګه او “شور بازار” کې يې یو جومات او مدرسه جوړ کړل. هغې به هر کال د سخي سلطان په زیارت لوی خیرات “دیګ سخي” په نوم کاو او بې وزلو ته به يې ډوډۍ وېشله. د ملکه سراج الخواتین په مداخله مجرمانو ته د سختو سزاګانو او شکنجو ورکولو مخه ونیول شوه. د لاس پښې پریکول، د اوسپنې په پنجره کې د مجرم بندول او داسې نورې ظالمانه سزاګانې د امان الله خان په وخت ختمې شوې.
په ۱۹۱۹م کې د افغانستان د خپلواکۍ په ویاړ سرور سلطان د شکرانې لپاره د سخي شاه مردان د زیارت نوی ګنبده جوړه کړه. د شاه دو شمشیره او د سید اسحق ختلاني جوماتونه د دغې ملکې په پام او سپارختنه جوړ شول. دا د امان الله خان سره کندهار ته هم لاړه او د خرقې شریف په صندوق يې یو قیمتي پوښ واچاو. امان الله خان د جنوري په ۱۴ د کال ۱۹۲۹م کې خپل ټبر سره د افغانستان خاوره پریښوده. څرګنده نه ده چې سرور سلطان څه وخت د دوی سره یو ځای شوه.
د امان الله خان تر ټولو کشره لور “شهزادګۍ انډیا” په فروري ۲۰۲۱م کې د بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل چې هغې ته کلمه طیبه خپلې انا (سرور سلطان) ښودلی وه. دا وایی چې،
“”زه پنځه کلنه وم چې یوه ورځ مې انا غږ وکړ، امان الله! راشه چې در ښکاره کړم، اولادونو دې څه ښې دعا ګانې زده کړي دي. موږ ته چې به یې هر وخت دعا را زده کوله او موږ تکراروله، انا به مې په پای کې موږ ته ویل، شاباس افرین.”
ټولو نمسو به سرورسلطان ته ” بوبو جان” ویل. شهزادګۍ انډیا له خلې یو روایت دی چې د اوچتو پوندو ” ټک ټک” غږ به په انا بد لګیدو. د هغې په درناوي مونږ به بوټان په لاس کې واخیستل او دروازې سره به مو په پښو کړل.
امان الله خان په روم کې د فرنیچر کاروبار کاو. د دویم نړۍ وال جنګ په وخت دی هم د اقتصادي سختو سره مخ شو. امیر امان الله دوه ځلې حج له لاړو او دویم ځل يې خپله مور سرور سلطان هم بوتله چې هلته به د ابن سعود میلمانه وو.
سرور سلطان په ۱۹۶۵م کې په استنبول (ترکی) کې وفات شوه او ښایی قبر يې هم هلته وي. د دې څلور اولادونه وو چې امان الله خان، ساحره بیګم (سراج البنات) صفیه بیګم ( ثمر السراج) او راضیه بیګم (نور السراج) وو.
سرچینې
له بیلا بیلو ویبپاڼو.

2. Leaves from an Afghan Scrap Book. Earnest and Annie Thornton. John Murray London Albemarle Street. W. 1910.

Leave a Reply

Your email address will not be published.