مجسمه


یوه ویډیو مې ولیده چې پکې خلک یوه مجسمه ماتوي. شا ته یو کس په غرنۍ پښتو نارې وهي چې ” راوايې خلو…مات يې کو”
په انګریزي متن د ویډیو سره لیکلي وو چې، په دره ادم خیلو کې قهر ژنو خلکو د عجب خان اپریدي مجسمه ړنګه کړه. د هغه پټکی يې په کوتکو او ډنډو مات کړو او جذباتي خبرې لیکلی وې. نورو ورباندې تبصرې وکړې چې ” پښتون هیڅکله خپل اتل او خاین نه پېژني.”
وایی چې ریښتیا راځي نو دروغو کلي وران کړي وي. دغسې یوه بله مجسمه په باجوړ کې هم د پاکستان حکومت له خوا ودرول شوی ده. ورسره په یوې دړې، د پوځیانو نومونه دي چې په سرحد یو جنګ کې شهیدان وي.
په سوشل میډیا کې د ویډیو په اړه د پښتنو غبرګون عجیبه و. یو کس ولیکل چې ” پنجابیان د رنجیت سنګ” په مجسمه خوښ دي. نورو، د عمران خان نه علاوه، طالبان او ګل خانان ملامت کړل. د ژورنالیسټ لومړۍ دنده او درس هم دا وي چې تر څو پوره کیسه معلوم نه وي، نورو ته يې مه وایئ.
پوښتنه دا وه چې خلکو هغه مجسمه ولې ماته کړه؟ په ۲۲ دسمبر ۲۰۲۱م پاکستان کې د ځایی کونسلونو لپاره عمومي انتخابات نه وروسته، ځینو قبایلو په دې احتجاج کاو چې د دوی سیمې ولې د پاکستان سره یو ځای شوې. قهر ژنو خلکو حکومتي ودانیو ته تاوان ورساو او مجسمه يې ړنګه کړه. خو دا د عجب خان مجسمه نه وه. د هغه یو زوی نیک محمد څو کاله وړاندې د مجسمې د ودرلو افتتاح کړی وه خو دا د عجب خان مجسمه نه وه.
د شهیدانو څلی او نور یادګارونه نورو ځایونو کې هم شته. د لاهور په شاهي کلا کې د “علامه محمد اقبال” د پیښور صدر په یو چوک د ۱۸۵۷م د میرټ یو سالار” بخت خان” مجسمې اوس هم شته. په لویدیځ کې د اتلانو مجسمې د اوسپنې یا برونزو نه جوړېږي او دومره درنې وي چې څوک يې له ځایه خوځولی نشي.
د ادم خیلو د مجسمې یوه ستونزه دا وه چې په هنر نه وه جوړه. د ده په مخ او سترګو کې وحشت یو منفي اغیزه شیندي. داسې ښکاري لکه چې یو عام ترکاڼ یا پخ د پلاسټک ( فایبر ګلاس) څخه یو بوت جوړ کړی وي.
په پښتونخوا کې ملتپال حکومت په وخت یو سیاستدان په جناح پارک کې د پاکستان د بیرغ ودرولو ارمان په ځای کړو. د دې د سیمټو دکانچې په جوړولو لکونه روپۍ لګښت وشو. ښایی د ادم خیلو په مجسمه هم د یو حکومتي ټیکه دار جیب ګرم شوی وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *