
په لرغونې انجیل کې د حضرت ابراهیم (ع) په لاس د نجف په دشته کې د یو کوهي “بیرشیبه” پرغاړه د غز د ونې کرلو زکر دی.  بل ځای وایی چې بي بي هاجره ماشوم حضرت اسمعیل(ع) د غز د بوټي سیوري کې پریښودو او پخپله د اوبو په لټون شوه.
له دغو دواړو کیسو ښایی چې د غز ونه یخ سیورې ورکوي او تر ډېره موده پاتې وي.  غز د دشتو ونه ده چې د ۶۰ نه زیات قسمونه لري او په انګرېزي کې “تمارسک” نومېږي.
لرغونې انسان د غز له کلک لرګي به “یوه” جوړوله.  د کرکروندې لپاره، د سیند پر غاړه دلدلي زمکه کې به يې د غز ونې وکرلې.  د دې له وړو، نرمو څانګو به يې ټوکرۍ او جالۍ جوړولې.
د غز څانګې وړې او پاڼې يې لکه د مهي پوټکی زیږه وي.  دا د لیرې نه د جلغوزي د ونې په شان ښکاري.  د غز جرړې په زمکه کې تر لیرې پورې غځیدلی او که نزدې ورته ودانۍ وي نو د هغې بیخ ته تاوان اړوي.  ځکه غز کورونو ته نزدې څوک نه کري.  خو په نمژنه او شوره زمکه د دې کرلو سره خاوره پاکه شي ځکه غز مالګه ځان ته راکاږي.  د دې له کبله ورته د ” مالګین سیډار” نوم هم اخلي.  غز ته ډېرې اوبه نه وي پکارې او له کرلو وروسته، ژر وده کوي.  په یو کال کې د غز بوټی ۴ میټر پورې لوړ ځي.  په کومه زمکه کې چې مالګه ډېره وي نو هلته غز خپلې پاڼې ورژوي او جرړې يې شنې پاتې وي.
په سخته ګرمۍ کې په غرمه، د غز له پاڼو څخه مالګه ووځي او بیا د شپې دا له هوا اوبه راکاږي.  سهار دغه اوبه په هوا کې جذبېږي نو لکه د ایر کنډیشن چاپېره ترې هوا پاکه او یخه وي.  د دې له کبله، د غز سیوري ته کیناستو کې د یخ احساس کېږي.  په هند کې د شیر شاه جرنیلي سړک دواړو غاړو ته د غز ونې کرل شوې وې چې مسافر د دې په سیوري کې دمه وکړي.
په ژمې کې د غز په ځینو قسمونو کې ګلابي یا سپین رنګ ګل کېږي.  د تاغز زیړ لرګی زیات وخت د سیزلو لپاره کاروي.  د دې میوه د هوا سره پخپله نورو ځایونو ته الوځي او نورې ونې پرې شنه شي.  په شوره زمکو د غز ونې کرل د هوا او خاورې دواړو د پاکولو کار کوي.