۸۳ فلم


د هند د کرکټ ملي لوبډلې په ۱۹۸۳ م کې نامتو لوبغاړي، د “کاپېل دېو” په مشرۍ په لومړي ځل د کرکټ نړیوال کپ وګاټه.
ښايي د کرکټ لوبغاړو او زما په ګډون ډېرو ته چې هغه وخت پیدا شوي نه وو او یا ماشومان وو، د هغه نړیوال کپ سیالۍ یو هېر شوی تاریخ وي. خو د هند سینما بالیووډ پر دغې اتلولۍ او کپتان کاپېل دېو پر ژوند نوی فلم جوړ کړی دی.
د فلم اصلي لوبغاړی رنویر سینګ دی چې د کپتان کاپېل دېو رول لوبوي. رنویر سینګ تر دې مخکې په یو شمېر تاریخي فلمونو کې رول لوبولی چې ځینې یې ناندریز شوې هم دي.‌ د رنویر سینګ مېرمن ډېپیکا د کپتان کاپېل دېو د مېرمنې رول لوبولی.
د فلم داستان په دې ټول دی چې هند هغه وخت په څومره مشکلاتو او نسبتآ کمو امکاناتو دا اتلولي وګټله. زما کرکټ خوښیږي نو همدا علت دی چې دا فلم مې لږ په ځېر وکوت، د پیغامونو او د هند د کرکت د تاریخ د مهمو برخو د ښودلو تر څنګ، په دې فلم کې هند د انګلینډ د مطبوعاتو په دوه ګوني او پر کرکټ د انګریزانو مغرورانه له تبعیض ډک چلند باندې هم هنري او تاریخي نیوکې شوي دي. البته هند په سینما کې ډېر برلاسی دی او هڅه کوي چې له خپلو تاریخي غلیمانو څخه دا ډول هنري غچ واخلي.
کله چې د هند لوبډله انګلینډ ته رسیږي، د دوی ویزې د نړیوال کپ تر پایلوبې مخکې ختمیږي. د دوی مدیر د انګلینډ د کرکټ مسئولینو ته وايي چې چې دا تاریخ وغځوي. انګریز مسئولین ورته په ډېر غرور او مسخره امیزې لهجې وايي: که مو لوبې وګتلې او فاینل ته ولاړی، بیا راشئ چې ویزې مو تمدېد کړو. مدیر مات زړه ځي او کپتان کاپېل دېو ته وايي، ” موږ له انګریزانو ازادي واخیسته، خو عزت او حیثیت هم باید وګتو.”
په خبري کنفرانس کې انګریز خبریالان له کپتان څخه پوښتنه کوي چې د سیالیو لپاره یې پلان څه دی؟ هغه ورته وايي، “موږ د نړیوالې اتلولۍ د ګټلو لپاره راغلي یو.”
هغوی تمسخر وکړي او وخاندي. بیا چې نړیوال کپ وګټي، خبریالانو ته وايي چې ما خو تاسو ته ویلي وو چې د نړیوال کپ د ګټلو لپاره راغلي یو. د فلم په پای کې د هند ملي لوبډلې مدیر وايي چې یو برتانوي خبریال ویلي وو که هند دا کپ وګاټه، زه خپل چاپ شوی راپور خورم. وايي د هند له بري وروسته بیا هغه خبریال دا کار وکړ.
هند په نړیوال کپ کې یوه لوبه وګتي خو بله لوبه په ویسټ انډیز وبایلي. په برتانوي ورځپاڼو کې د هندي لوبغاړو په لوبو او وړتیا ملنډې وهل شوې وي. لوبغاړي چې ورځپاڼې ګورې پرې بد تاثیر کوي او غصه کیږي، خو کپتان ورته وايي، ” د داسې خلکو ځواب، د لوبې ګټل دي.”
په فلم کې دا هم ښودل شوي چې کرکت د هند په سیاست، اقتصاد او عادي ژوند هغه وخت او اوس هم ډېر اغیز لري‌. په یو ښار کې ځینې خلک د حکومت په ضد مظاهرې کوي، خو حکومت هڅه کوي چې خلکو ته د کرکت او لوبې د لیدو زمینه برابره کړي چې مظاهرې غلې شي، همداسې کیږي.
د امکاناتو، اسانتیاو، نړیوال پرسټیج، لوبغاړو د فټنس، شهرت، ظرفیت،‌ استعداد، او شتمني په حساب، د هند د هغه وخت کرکټ او اوسنی کرکټ هېڅ د پرتلې وړ نه دی.
په فلم کې هغه وخت هند له تېزو توپ اچوونکو او باونسر توپ سره ډېر مشکل لري، د ویسټ انډیز تېز توپ اچوونکي ډېر خطرناک بلل کېدل. د ۱۹۸۳ په نړیوال کپ کې د هند او ویسټ انډیز ترمنځ لوبې کې دا ستونزه ښه څرګنده شوې ده. د هند څو لوبغاړي په تېزو توپونو ولګېږي، ژوبل شي او له میدان څخه ووځي.
د فټنس او ډسپلین مسئله هم تر یوې اندازې معلومیږي چې د اوسني وخت په څېر هومره جدي نه وه. د هند په ټیم کې یو لوبغاړی، په میدان، غونډو او «ډرېسینګ روم» کې هم سګرټ څکي. له پردو نجونو سره راشه درشه هم ورته کومه لویه ستونزه نه وي.
د لوبغاړو غربت خو یې دومره ډېر و چې د نړیوال کپ د سیالیو په مهال د یو لوبغاړي نامزادي فسخه شي. علت یې دا ښودل کیږي چې د کرکټ لوبغاړي شتمن نه دي، نجلۍ او کورنۍ یې نه غواړي چې لور یې د یو کرکټي ښځه شي.
په فلم کې د کپټان او مشر رول هم ښه څرګند شوی دی. هغه لوبغاړی چې نامزادي یې فسخه کیږي، زړه یې مات او لوبه نشي کولای. کپتان خبریږي، ورځې او ورته وايي، کله چې ملي لباس په تن کوې، ټولې شخصې مسئلې یوې خوا ته کېږده. شخصي مسئلې تر ملي مسئلو مهمې نه وي او باید د وطن لپاره زیار وکړو ځکه ولس مو ګوري.
کپتان له لوبغاړو سره ښه دوست، ښه مشر او د راز او نیاز ملګری وي. د ده شخصیت، هر فعالیت او خبره په لوبغاړو ډېر اغیز کوي او هغوی یې خبرو ته ښه غوږ ږدي. کپتان د هر لوبغاړي ځای مشخص کوي، هرې لوبې او هرحالت ته په کتو ورته پلان ورکوي. هغه هم په بالینګ او بېټېنګ دواړو کې ښه ځلیږي او په خپله هم هر پلان تطبیقوي چې همدا یې د کامیابۍ یو راز وي.
له یوې ماتې وروسته د پریکټس په مهال، خپلو توپ اچوونکو ته دریږي‌ او ورته وايي چې بال ورته وکړي. له بال کولو وروسته په هغوی غصه کېږي چې په نیټ کې ښه سوینګونه کوئ، ولې په اصلي لوبو کې یې نکوئ؟ هغوی ته دومره جرآت او انګیزه ورکړي چې په بلې لوبې کې کیسه بل ډول وي. دی په یوې لوبې کې ۱۷۰ ډېرې منډې کوې چې هغه وخت په یوې ورځنۍ لوبو کې د یو لوبغاړي تر ټولو ډېرې منډې وي.
په یوې لوبې کې کيپر راځي او کپتان ته وايي چې دا توپ وهونکی له ورو توپ‌ اچوونکي سره ستونزه لري، ورو توپ اچوونکی ورته راوله، کپتان د کیپر خبره مني او دا تجربه کامیابه ثابتیږي.
په دغه فلم کې لیدل کیږي چې رواني فشار په یو لوبغاړي څومره مثبت او منفي تاثېر لرلای شي. له ویسټ انډیز سره په یوې لوبې کې د هند یو بالر د ویسټ انډیز قوي توپ وهونکي ته وايي چې په هغه باندې شاټ نشي وهلی. توپ وهونکی په غوصه وي او همدا غوصه یې د ناکامۍ لار پرانیزي.
د “۸۳” فلم هند د کرکټ تاریخ یوې مهمې برخې بیا تازه کول دي. شاید یو هدف دا وي چې د کرکټ اوسنيو لوبغاړو ته وښودل شي چې د هند کرکټ دا اوسنی پرمختګ د هغو خلکو د ډېرو سختیو او قربانیو نتیجه ده. کاپېل دېو او د هغه وخت ځینې لوبغاړي اوس هم په یو نه یو ډول د هند او نړۍ په کرکټ کې دخیل دي.
ما ته د دغه فلم لوی پیغام دا و چې، له وطن سره د زړه له اخلاصه مینه، ملي انګیزه، یووالی او ښه مشري او کپتاني د ډېرو بریاو راز دی.
جعفر هاند

Leave a Reply

Your email address will not be published.