د شپږو ورځو جنګ


دا جنګ ۱۹۶۷م د جون په پېل کې د اسرایل مصر، شام او اردن ځواکونو تر منځ وشو.
په ۱۹۴۸م کې د برطانیې په ملاتړ، د فلسطین خاوره “اسرایل” اعلان شوه نو د مصر او شام پوځ جنګ ته بډې ووهلې. اردن یواځینې ملک و چې په دغه جنګ کې يې پوځ بریالی و. خو د دې شاه عبد الله په پټه د اسرایل استاځو سره اړیکې ساتلې وې. د هغه پلان یهودانو سره د فلسطین خاوره وېشل وو. په ۱۹۵۱م کې شاه عبد الله په الاقصی جومات کې د یو عرب ملتپال له خوا ووژل شو.
د ۱۹۴۸م جنګ اسرایل لپاره د خطر زنګ و. هغه وخت د یورپ یو میلین یهودان په بېړیو کې فلسطین ته ورتلل چې هلته نه ۸ لکه عربان يې بې کوره کړل. د اردن پر تخت شاه حسین کیناستو نو د ده ملک له میلینونو فلسطیني کډوالو ډک و.
په عرب ملکونو کې سخته ناارامي وه او ولس د خپلو باچاهانو لیرې کولو ته لیواله وو. په ۱۹۵۲م کې د مصر پوځ ” شاه فاروق” حکومت نسکور کړو او جنرل جمال عبد الناصر صدر شو. شاه حسین په ویره و چې د ده پوځ به هم د مصر په شان بغاوت وکړي. په عراق کې د هاشمي ټبر شاه فیصل او د شاه حسین تربور په ۱۹۵۸م کې خپل محل کې د پوځ له خوا ووژل شو.
جمال عبد الناصر د برطانیې، فرانس او اسرایل په مخالفت، د سویز کنال اختیار په خپل لاس کې واخیستو. بل خوا امریکا په ضد شوروي اتحاد (روس) د مصر هوای ځواک پیاوړی کړو. اسرایل له برطانیی او فرانس ټینکونه او جنګي الوتکې اخیستل. هلته د هرځوان یهود لپاره پوځي خدمت لازمي شو. تر ۱۹۶۷م اسرایل توان پیدا کړو چې خپلې ایټمي وسلې جوړې کړي. د مصر او شام پوځ دومره تکړه نه و خو په خپله میړانه غاور وو. جمال ناصر د اسرایل سره لوی جنګ لپاره، د ټولو عرب ملکونو یو ګډ پوځ جوړول غوښته. د مصري پوځ مشر عبد الحکیم عامر ډلې ټپلې ختمې کړې خو د جنګ لپاره روزنه او وسلو اخیستو ته يې پام ونکړو. تر ۱۹۶۷م د مصر زیات پوځ په یمن کې په جنګ بوخت او ټول پوهیدل چې جنرل عامر تکړه نه و خو دی ناصر ته وفادار و نو بل مشر يې نه ټاکلو. د شام پوځ هم په سیاست کې ښکیل او د دوی څو جنرالانو په بغاوت، ملي اردو په ډلو وېشلي وو.
د اسرایل په شمالي سرحد شام (سوریا) د وړو سیمو د کنټرول لپاره به مودام جنګونه کیدل. هلته فلسطیني جنګیالو به ناببره د اسرایل په پوځي قافلو یا چوکۍ حمله وکړه. په ۱۹۶۶م کې د اسرایل پوځ ته یو بارودي سرنګ (ماین) لوی تاوان واړوو. اسرایلي پوځ په بدل کې د اردن سیند لویدیځې غاړې “ساموا” په کلي حمله وکړه. په ۷ اپریل ۱۹۶۷م د شام په سرحد جنګ کې شامي پوځ مات شو. اسرایل ګواښونه کول چې که د دوی په خاوره ګوریلای حملې جاري وې نو دوی به دمشق حکومت نسکور کړي.
په عرب نړۍ کې جمال عبد الناصر اتل او د ده عکسونه هر ځای خپریدل. نورو عرب مشرانو هم د پوځ، وسلو او د جنګي طیارو سره عکسونه اخیستل. په قاهره کې د ” صوت العرب” نومې ریډیو ټوله ورځ د جمال عبد الناصر بیانونه نشرول چې زیات يې اسرایل ته ګواښونه و. شوروي اتحاد د می په میاشت کې مصر ته خبرداری ورکړو چې اسرایل د شام په سرحد خپل لوی ځواک را ټولوي او ممکن یوې اوونۍ کې حمله وکړي.
روس په قصد جنګ ته لمنه ووهله ځکه دوی غوښتل چې د عربانو په لاس امریکا لپاره اوبه خړې کړي. فیلډ مارشل عامر خپل پوځ ته د تیار اوسیدو امر وکړو خو جنرالانو ته يې ډاډ ورکړو چې دوی به اسرایل ته تش ګواښ کوي او ممکن جنګ ونشي. د روس له خبردارۍ دوه ورځې وروسته مصرد ملګرو ملتو صلح ساتونکي ځواک چې د ۱۹۵۶م راهیسې د اسرایل او مصر په سرحد پروت و، وشړلو. ورسره د سنا (سینای) په دشته کې خپل پوځ ځای په ځای کړو. هلته د دوی هوای اډه کې د روس نوی طیارې ولاړې وې. د مصر په پوځي حرکت، اسرایل، سنا ته د دوی نه زیات پوځ واستاو. په جواب کې جمال ناصر په ۲۲ می د عقبه خلیج ته اسرایلي بحري بېړیو تګ بند کړو. په سنا کې جمال ناصر ایر فورس ته په خطاب کې وویل چې ” که اسرایل د جنګ ناره وهي نو مونږ ورته وایو چې راځه میدان ته.” د ناصر له بیان لږ وروسته د امریکا نایب صدر “هیوبرټ همفری” د جنګ مخ نیوي لپاره، مصر ته روان شو. د ملګرو ملتو مشر “یو تهانټ” قاهرې ته په لاره و چې ناصر خپله ژمنه تکرار کړه چۍ لومری ډز به مصر له خوا نه کېږي.
د اسرایل وزیراعظم “لېوي اېشکول” د کابینې په تصویب، دوه نیم لکه اسرایلي پوځ جنګ ته تیار کړو. هلته د ۵۰ کالو نه کم عمر هرسړی په پوځي یونیفورم کې ګرځیدو. د دوی خارجه وزیر “ابه ایبان” واشنګټن ته لاړو نو صدر جانسن ورته خبرداری ورکړو چۍ لومړی ډز به نه کوي. دی خوش بین و چې جنګ به ونشي. ایبان بیرته لاړو نو خپل حکومت ته يې دوه اوونۍ نور د انتظار وویل.
جمال ناصر په قاهره کې ۲۸ می یو مطبوعاتي غونډه کې وویل چې د “تیران” د بندرګاه شخړه د اسرایل له خوا د فلسطین په خاوره د تیري سره تړاو لري. که څه هم د اردن شاه حسین په عبد الناصر باور نه کاو او پوهیدو چې جنګ نشي ګتلی خو په ۳۰ می قاهرې ته لاړو او د مصر ملاتړ يې اعلان کړو. بل خوا اسرایل د مړو د تابوت، لویو پارکونو کې د قبرونو او په روغتون کې د وینو انتظام کړی و. خو د دوی پوځي افسرانو نور انتظار نشو کولی. د اسرایل “موساد” یو جاسوس “میر امیت” په بدل پاسپورټ او په پټه واشنګټن ته تللی او هلته د دفاع وزیر “رابرټ میکنمارا” سره ولیدل. ورته يې وویل چې مونږ جنګ غواړو او امریکا ورته اجازه ورکړه.
د ناصر اندازه وه چې اسرایل به په ۴ یا ۵ جون حمله کوي ځکه د عراق یو بکتر بند دسته اردن ته روانه وه. په ۵ جون سهار ۸ بجې د اسرایل هوای ځواک ته امر وشو چې په سنا کې د مصر هوای اډه په نښه کړي. د اسرایل جازونه څو وارې د مصر، شام او اردن هوای اډو ته ورغلي او ټوله سیمه يې څارلی وه. دوی د عربانو مخابراتي سیسټم څخه د دوی د مشرانو خبرې هم اوریدای شوې. د اسرایل هر جنګي پایلټ ته خپل هدف معلوم و.
جنرل عامر او جنګي مشران يې په هغه سهار د سنا په “بیرتماده” اډه کې غونډې لپاره راټول وو چې اسرایلي طیارو پرې بمبارۍ شروع کړې. ټول پوځي مشران په منډه شول او جنرل عامر په الوتکه کې له هغه ځایه ووتلو. په هغه ورځ د اردن، شام او مصر په اډو هم جنګي جازونه تباه شول او یو هم اسرایل ته د پرواز جوګه نه و. تر غرمې په فلسطین کې د اردن پوځ جنګ پېل کړو. په سنا کې د اسرایل ټینکونه وړاندې تلل او د مصر پوځ دفاعي جنګ کاو. هغه وخت صوت العرب خلکو ته زیری ورکړو چې مصر د اسرایل حمله په شا تمبولې وه. حکومت خلکو ته مفت بسونه ورکول چې قاهره کې راټول شي. ماښام ۸ بجې ریډیو ( دروغ) خبر ورکړو چې دوی د اسرایل ۸۶ جنګي الوتکې تباه کړي او د دوی ټینکونه اسرایل کې داخل شوي وو. د مصر په لارو کوڅو کې د بري په ویاړ اتڼونه کیدل خو جمال ناصر او جنرل عامر خپلو کورونو کې حیران ناست وو.
په راتلونکو ۵ ورځو کې اسرایل د اردن سیند لویدیځه غاړه، ختیځ القدس، د سنا دشته او د غزې تراډه ونیول. په ۹ جون د دوی ټینکونو د ګولان په لوړو قبضه وکړه او په ۱۰ جون د ملګرو ملتو له خوا اور بند اعلان شو.
جمال عبدالناصر له شرمه استعفا وړاندې کړه خو په لکونو مصریانو په لارو کوڅو کې ماتم کاو چې دی به نه ځي. جنرل عامر وروسته په مرموزو حالاتو کې مړ شو او کورنۍ يې شکمنه وه چې ورته زهر ورکړی شوي وو. د شام د هوای ځواک مشر حافظ الاسد چې په دغه جنګ کې يې ماتې کړې وه، په ۱۹۷۰م کې بغاوت له لارې واکمن شو. د شاه حسین تخت پاتې او د اسرایل سره پټه رابطه ساتلی وه چې اخر په ۱۹۹۴م کې يې ورسره روغه وکړه.
د جنګ یوه نتیجه دا وه چې ټوله نړۍ د اسرایلي پوځ میړانه ولیده چې د ۳ عرب ملکونو پوځ يې مات کړو. په فلسطین کې د یهودانو لپاره نوي کورونه او ښارونو ابادولو کار چټک او امریکا د اسرایل ملاتړ او ملګړی شوه. په اګست کې د خرطوم په غونډه کې ټولو عرب ملکونو د اسرایل له خوا د صلح وړاندیز رد کړو.
د ۶ ورځو جنګ په نتیجه کې د یاسر عرفات “الفتح” غورځنګ چې د جمال ناصر په کنټرول کې و، خپلواکه شو. په اردن کې د ” کرامی” مهاجر کیمپ څخه په ۱۹۶۸م کې په اسرایل پرله پسې ګوریلای حملې کیدې. اخر اسرایل په کرامې حمله وکړه نو شاه حسین په ۱۹۷۰م کې د الفتح مشران له خپلې خاورې وشړل. په ۱۹۷۳م کې مصر او سوریا یو ځل بیا د جنګ تابیا وکړه خو شاه حسین ورسره مل نشو.
اسرایل ختیځ القدس (یروشلم) او د ګولان لوړی خپله برخه ګڼي خو تر اوسه د نړۍ له خوا په رسمي توګه نه دي منل شوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.