زما ژوند او ژوندون ( ۳)


په ښوونځی کې عبد الصمد خان لپاره تر ټولو سخته پریډ کول و. ” د بل په خوله دا کوږ او کیڼ کیده راته ګران وو او هیڅ خوند يې نه راکوو.” په حیدراباد کې به سخته ګرمي وه نو ده به ویښته لنډ او یوه سپکه خولۍ به يې په سروله. کله چې بیرته کلي ته ورغلو نو یو سپین ږیري تربور ورته ډوډۍ وکړه. دی سرلوڅی ورغلو او د ډوډۍ په وخت يې هم ټوپۍ په سر نکړه. تربور ورته هغه وخت څه و نه ویل خو وروسته نورو ته يې ګیله وکړه چی، ” د ډوډۍ په خوند پوهه نشوم.”
په حیدراباد کې یو بل مشر تربور به يې ډېر کتابونه لوستل او د هندوستان نه به يې تل کتابونه راغوښتل. د هغه نه يې سر سید احمد خان کتاب، د مولانا شبلي د قران تفسیر او نور کتابونه ولوستل چې په ده يې ډېر اغیز وکړو. په ښوونځي کې هم ورته د ډېرو نومیالو لیکوالانو کتابونه میسر وو. وایی چې په ۱۹۲۹م کې د علامه اقبال له کتابونو خبر شوم. دی د دیني کتابونو په لوستلو پوهه شو چې د ملا علم څومره نیمګړی و. د امام غزالي په شان اڅکزي هم ” تفسیر حسیني” په پټو سترګو نشو منلی او نورو نامتو عالمانو له کتابونو يې د دین فهم پیدا کړو. بیا په غونډو او مرکو کې به يې نور خلک هم خبرول. په سیمه کې اوازه ګډه شوه چې د عبد الصمد عقیده خرابه شوی وه. ان تر دې چې له کندهار یو ملا ورته راغلو او د ملایکو، جنت دوزخ او د نورو موضوعاتو ترې پوښتنه وکړه. خو بیا د ده جوابونه او دلیل يې ومنل. عبد الصمد ورته د سیمې د ناپوهو ملایانو د کړو او خبرو تر منځ توپیر په ګوته کړو چې آیا ملا پخپله په اسلامي لاره هم روان دی که نا؟
د عبد الصمد خان اڅکزي په زړه کې د خپلې ټولنې د خدمت جذبه د یو انګریز نرسې په مشاهده پیدا شوه. د ده خور یو وخت د کوټې ( زنانه مشن) روغتون کې د مرغړو (ټانسلز) اپریشن لپاره داخله وه. دی هم هلته ورسره و او ” مس سټوارټ” يې د مریضانو په خدمت لیدله. دی به د هغه نرسې پسې ګرځیدو او د ” مور” خطاب به يې کاو. هغه پرې هم مهربانه او کله نا کله دی به يې خپل کور ته بوتلو. یوه ورځ يې د نرسې کور کې ډوډۍ ورسره وخوړه نو مور پلار ورته وویل چې د هغوی ډوډۍ پاکه نه وي او د خنزیرغوښه خوري. عبد الصمد دلیل ورکړو چې د هغوی ډوډۍ خو زمونږ په شان، چرګ غوښه او ترکاري وه. مس سټوارټ به ګلستان د خلکو درملنې لپاره ورتله او د اڅکزي په کور کۍ به پاتې وه. عبد الصمد هغه وخت هوډ وکړو چې لوی شي نو د هغې نرسې په شان به د خپل دین او د خلکو خدمت کوي.
په سکول کې یو وخت ده ته په “جرګه” د تقریر لیکلو وویل شول نو دا ورته اسانه کار ښکاریدو. په وخت يې ورته تیاري ونکړه، بیا چې کتابونه يې ورپسې ولټول نو هیڅ يې نه موندل او له تقریر يې ډډه وکړه. وایی دا زما لپاره یوه ننګونه وه او د انګریز د جرګې نه پوه شوم چې ” د پښتون کام د ټولو ورانو سرچینه انګریزي سرکار دی.” د ده مشر ورور به له ډېلي د مولانا محمد علي جوهر اخبار “همدرد” راغوښتو. د دې په لوستلو په عبد الصمد خان کې سیاسي بیداري پیدا شوه او ځان سره ژمن شو چې د انګریزنوکري به نه کوي.
په افغانستان کې د امان الله خان خلاف بغاوت کې له “پښین” هم ډېر خلک جنګ له ورتلل. امیر له کندهار په کابل حمله وکړه نو مات شو او بیا یورپ ته لاړو. لښکر يې هم تیت شو چې په دوی کې اڅکزي هم وو. عبد الصمد به خپلوانو همزولو سره چمن ته تلو او له هغوی به يې د جنګ حال اخیستو. دی لیکي چې د کابل او کندهار غلجي د دراني باچاهانو سره دشمنۍ له کبله د حبیب الله کلکاني په باچاهۍ خوشاله وو. دوی په ناخبرۍ کې داسې ګومان کاو چې سقاو (حبیب الله کلکاني) غلجی و. د میوې یو کندهاري دلال حاجي نوردین (کاکو) غلجی او د عبد الصمد د کورنۍ سره يې پیژندل. یوه ورځ يې ورته وویل چې تاسو چمن ته ډېر ځئ، راځئ، ” هسې نا چې څه تاوان درپیښ شي، تاسو د امان الله خان خواخوږي يئ”. بیا د یو اخونزاده نوم يې واخیستو چې د کلکاني دربار کې به کیناستو. دی کابل څخه راغلی او د سقاو کیسې يې کولې. ویل يې چې یوه ورځ دی (سقاو) بهر لاړو. ” یو ځای زمکه توره وه، هغه ته يې غوای او سړی راوغوښتل، زمکه يې واړوله نو د یو سر نه بل پورې پکښې یو پل و. ټولو ته يې وویل چې ورشئ پدی زمکه زما پل وګورئ.” اخونزاده ویل چې کله مونږ ورغلو نو په منځ کې یو پل او په دواړو غاړو يې ۲۰-۲۰ پلونه نور وو. بیا ده ( سقاو) وویل چې ما سره غایبانه مېړونه مله دي، امان الله یا بل څوک زما مخه څنګه نیولی شي. نو حاجي کاکو عبد الصمد او ملګرو ته وویل چې د دغه سړي (کلکاني) سره د غېب مرسته ده. هسې نه چې تاسو ته تاوان ورسېږي.
په ۱۹۳۰م کې دوه انګریز افسران او یوه میرمنه چا وتښتول او د سیمې د نورو ځوانانو سره عبد الصمد خان او ورور يې هم په دغه تور ونیول.
د ده د ګرفتارۍ سلسله راتلونکی ۵۰ کاله روانه وه او د خپل ژوند ۳۳ کاله يې په جیل کې تیر کړل. د بلوچستان مچ، هري پور او ملتان په بدنامه جیلونو کې د ټولو سختو سره هم عبد الصمد د لسم- ایف اې، پښتو فاضل او فارسی فاضل امتحانونو کې کامیابه شو. دی د پښتو نه علاوه په دري، اردو او عربي ژبو هم پوهېدو. له هم هغه وخت د انګریز خلاف سیاسي مبارزې لپاره يې تیاري شروع کړه.
نور بیا
.

Leave a Reply

Your email address will not be published.