کرت


له ۱۳ تر ۱۴ میلادي پېړۍ، د هرات او د دې چاپېره سیمه د “کرت” حاکمانو په لاس کې و. کرت یا کارتی د سني مسلمانانو هغه کورنۍ وه چې ځینې مورخینمورخین
يې “کرد” او نور يې تاجک ګڼي.
د ۱۱ میلادي پېړۍ په پای کې کرت سردارانو، د غوري سلطان غیاث الدین محمد بن سام له خوا هرات اداره کاو. کرت وزیر، عزالدین دغوریانو سره خېښۍ کړې وې او د غیاث الدین د ترور زوی، رکن الدين د مرغنی حاکم و. ده د مغل (منګول) حملې په وخت جنګ ونکړو او پخپله د چنګيز سره ملاقات لپاره ورغلو. د ده نمسی (د لور زوی) شمس الدين يو تکړه پوځي او سیاست پوهه و نو په ۱۲۴۵م کې په ګدۍ کیناستو. بل کال دی په غوري لښکر کې ورګډ هندوستان ته لاړو. بیا د چنګيز نمسي “منکوقاان” سره د ترکستان په جنګونو کې مل و او هغه، د هرات، غور، فراه او سيستان امیر وټاکلو. دی د هلاکو خان زوی “اباقاخان” ته هم پتمن و خو کله چې د اباقا خان خپل حریف، براق خان سره په جنګ شو نو شمس الدين بې طرفه پاتې شو. اباقا خان خپل دشمن ته ماتې ورکړه نو په ۱۲۷۸م کې ده له هغه معافي وغوښته. اباخان ورته معافي اعلان کړه او تبريز ته يې وروبللو. په ښکاره اباقا خان د ده هرکلی وکړو خو په زړه کې يې کینه پاتې وه. یوه ورځ شمس الدین يې په زهرو ووژلو او د اباقا خان په امر، مړی يې په زنځیرونو تړلی، جام (غور) کې خښ کړو.
د شمس الدین زوی رکن الدین د ابوبکر تخلص او د “ملک” لقب غوره کړو. په ۱۳۰۵م کې د ده په مړینې زامنو ترمنځ يې د واک جګړه پېل شوه. مشر زوی، فخرالدین د خپل مذهبي مفکورې له کبله پلار له خوا ۷ کاله په زندان کې و. د هغه په غیاب کې نورو دوو وروڼو غیاث الدین اوعلاوالدین ناندرې وهلې. فخر الدین د خپل یو مغل ملګري، جنرل “نوروز” له خوا زندان نه ازاد او په هرات کې ځان حاکم اعلان کړو. د ده وروڼه د نورو مغل امیرانو سره مله او د یو بل خلاف سازشونو کې بوخت وو. علاوالدین د “اوجیتو” مله او غیاث الدین د “یساور” ملګری و.
په ۱۲۹۶م کې نوروز د خپل مغل حاکم نه په تیښته، هرات ته پناه یوړه. مغلوهرات محاصره کړو نو ملک فخرالدین خپل ملګری نوروز، مغل سالار “غازان” ته وسپارلو. په ۱۳۰۶م کې د غازان زوی “اولیجیت” ۱۰ زره لښکر سره هرات محاصره کړو نو ملک فخرالدین بې له جنګ د خپل پوځ سره له کلا ووتلو. څه موده وروسته، د اولجیت تربورانو په مرسته يې هرات بیرته ونیولو چې د ده په مړینې بیا د اولیجیت په لاس کې شو. د مغل یساور په ملاتړ غیاث الدین د هرات واکمن شو. له ۱۳۰۷م شا و خوا ۷ کاله په هرات او سیستان کې جنګونه کیدل.
په ۱۳۲۷م کې یو امیر “چوپان” د مغل ابوسعید بهادر څخه وتښتیدو او په هرات کې، غیاث الدین سره يې پناه واخیسته خو د ابوسعید په ګواښ، ده خپل ملګری ووژلو. په ۱۳۲۹م کې د غیاث الدین له مړینې وروسته، د ده ۴ زامن شمس الدین، حافظ ابن غیاث الدین- معیزالدین او باقر څه موده په ارام وو. ملک معیزالدین حسین، د مغل “توغه تیمور” سره ولاړ او د خپل سیاسي اغیز د زیاتولو لپاره، ورسره خېښۍ هم وکړې. هغه وخت په سبزوار کې د شیعه ګانو یوې ډلې (سربداران) به په هرات حملې کولې. په ۲۸ جولای ۱۳۴۲م کې دوی په “زاوا” کې جنګ میدان ته راووتل خو کرتانو ورله ماتې ورکړه. له دې بري وروسته، معیزالدین د مغلو نه هم واړه جنګونه وګټل او په ۱۳۴۹م کې يې هغوی ته باج ورکول بند کړل. ده خپله سکه جاري کړه او د یو خپلواک سلطان په توګه حکومت کاو. په ۱۳۵۸م کې مغل امیر قزه غان په هرات حمله وکړه خو معیزالدین حسین لنډ وخت لپاره کلا ورته پریښوده او بیرته راغلو. کرت مشرهغو شیعه درویشانو ته پناه ورکړه چې له سرابدارمشرنه تښتیدلي وو. په ۱۳۷۰م کې د معیزالدین په مړینې د هغه زوی ملک غیاث الدین پیرعلی حاکم شو. د سرخس او قهستان څو برخې د ده مېره ورور ملک محمد په لاس کې وې. پیرعلی د خپل مور سلطان خاتون له خوا د توغه تیمور نمسی و. ده د سرابدارانو زورماتولو لپاره پناه ګزین شیعه جنګ ته وهڅول خو هغوی د علی معید سره بیا لاسونه یو کړل. په ۱۳۷۵م کې پیرعلي د نیشاپور ښار ونیولو نو په مرکزي ایشیا کې تیمورلنګ (ګوډ تیمور) د کرتانو مخ په زیاتیدو اغیز نشو زغملی. ده د خېښي په پلمه، پیرعلي خپل دربار ته وروبللو خو پیرعلي له تلو ډډه وکړه. امیرتیمور دا خپل سپکاوی ګڼلو او په هرات يې د یو لوی حملې پلان جوړ کړو. د کرتانو یو پخوانی وزیر او د “جام” شیخ معین الدین جامي چې په سیمه کې يې ډیراغیز لرلو، تیمور ته د راتلو بلنه ورکړه. بل خوا، کرت مشران يې قانع کړل چې امیر تیمور ته سر ټیټ کړي. په اپریل۱۳۸۱م کې کرتانو په هرات کې د تیمور د حملې مقاومت وکړو. د هرات په زرګونو خلک ووژل شول او امیر تیمور د ښار مسلکي کسان په زوره شهر سبز ته واستول. ملک غیاث الدین او د هغه زوی سمرکند ته يې یوړل. په ۱۳۸۳م کې د تیمور زوی میران شاه په هرات کې د کرتانو بغاوت ختمولو لپاره، د غیاث الدین ټوله کورنۍ ووژله. د کرتانو د خاتمې سره، په پارس او ترکي د امیر تیمور د نورو حملو مخه پرانستل شوه. شا و خوا ۱۴۰ کاله د کرت ټبر، ۸ حاکمانو هرات او سیستان اداره کاو. زیات يې د مغلو باجګذار او یواځې ملک سلطان معیزالدین حسین لنډ وخت لپاره خپلواک و. د افغانستان په تمدن د دوی څه اغیز نه و او ټول وخت يې په جنګونو تیر کړو.
سرچینې
۱.هرات، پښتانه او ستره لوبه. عبد الباري جهاني. ۱۹۹۹ م – ساپي د پښتوڅېړنو او د پراختيا مرکز، پيښور.
۲. طبقات ناصری. (دویمه برخه) منهاج سراج. ترتیب و تحشیه. عبد الحئ قندهاری. ترجمه و اضافه. غلام رسول مهر. اردو ساینس بورد. لاهور. ۲۰۰۴ع.

Leave a Reply

Your email address will not be published.