میکنایر


د ۱۸۶۰م راهیسې انګریزانو د همالیه غرونو، تبت، کشمیر او لداخ ته د سروې ګانو لپاره د مسلمان ملایانو یا حکیمانو، بودایی راهبانو او درویشانو په جامه کې خپل روزل شوي افسران وراستول.
د دویم افغان جنګ ( ۱۸۷۸م) له پېل برطانوي پوځ د انجینیرانو په دسته کې یو ځوان ویلیم واټس میک نایر هم مل و. دی په ۱۸۴۹م کې هند کې زیږېدلی او هم هلته له سبق وروسته، د ۱۸ کالو په عمر کې د سروی ډلې سره راجپوتانه ته لاړو. دی په خپل کار خوشاله او ۱۲ کاله مېسور او نورو ځایونو کې په سروې بوخت و.
په ۱۸۷۹م کې میکنایر شیرپور نه لغمان او د کونړ ټیټو غرونو ته ورتلو او راپورونه يې کلکتې ته وراستول. د لوګر او وردګ سیمه په لومړي ځل میکنایر کچ کړه او د لغمان نه تر جګدلک یوه دره “ادرک بدرک” چې پخوا اروپایان ترې خبر نه وو، کشف کړه. په سخت جنګ کې د دوی دسته به جلال اباد نه د شپې خیبر نه پورې ویستل کیده.
په ۱۸۸۰م کې یوه ورځ د لغمان د مهترلام زیارت متولي د پوځ مشر رابرټ واربرټن ته ورغلو چې ” نن د زیارت (پنجشنبې) ورځ ده او یو صاحب د بابا انځور جوړوي…په سوونو طالبان به نن دعا لپاره راځي او که صیب يې ګیرکړو نو تاسو به ما غرغره کوئ.” واربرټن مهترلام ته ورغلو نو میکنایريې ولیدو چې په ارام ناست د زیارت انځور يې جوړاو. دی يې هلته نه نورو پوځیانو سره ګندمک ته واستاو.
د جنګ په پای کې میکنایر د ټوچي او کوهاټ درو د سروې په ډله کې شامل شو. ده لږه پښتو زده کری وه او یو وزیر، ماڼي خان په ملګرتیا افغانستان ته ورتلو. میکنایر به د سروې کارونو نه وروسته، د شپې بیرته د هند خاورې ته اوړیدو. ده غوښتل چې د هندو کش په غرونو کې کافرستان ته ورشي چې تر هغې چا پکې سروې نه وه کړی. خو د هند وایسرای له خوا امر جاري شوی و چې برطانوي ملازمان به افغانستان کې شپه نه کوي. میکنایر په مارچ ۱۸۸۳م کې د پوځ نه یو کال رخصت واخیستو او د سفر تیاري يې شروع کړه. ښایی په دې پلان کې د هغه ځینې مشران ورسره راضي وو. د برطانویانو مخبران د کاکا خیلو “سید شاه” او حسین شاه و چې هر کال به په اوړي کې د دیر او کونړ د لارې چترال ته تلل. د دغو سیدانو نه علاوه یو نوی مسلمان شوی کافر “میاګل” په نوم ورسره تلو ته تیار شو.
د اپریل په لومړیو کې میکنایرخپل سر وخریلو، په مخ او لاسونو يې د دنداسې اوبه او سوډه ومښل چې سپین رنګ يې لږ سور شي. د میاګانو لباس په غاړه، نوم يې حکیم میر محمد کړو. د خام څرمنې په “ګوډي” کې مقناطیسي قطب نما، منشور او دوه ډول تهرمامیټړ کیښودل. د داروګانو ډبلي او بوتلې، اردو کې لیکلی، د نسخو کتابګوتی د دې نه علاوه وو. د دوی په وړه قافله کې ۴۰ نورکسان، په ۱۵ خرو او خچرو، چای چیني، وړین ټوکر، دوربین، ګړۍ، طماچې او کارتوس، مالګه، ستنې، هندارې او بوټان بار وو.
د دیر په لاره دوی چترال ته ورسیدل او میکنایر، حاکم امان الملک ته یو وزیري اس، دوه طماچې، دوه دوربین، د چیټ او لیلن ټوکر، لس سیره چای، چیني، مالګه، د پیښور څو جوړه چرمي بوټان او د میرمنو لپاره مرۍ او شیشې توکي ډالۍ کړل. دوه سیدان هم هلته پاتې شول او میکنایر د میاګل په لار ښوونه، وړاندې روان شو. دوی په ۲۳ می “رمبور” ته ورسیدل چې کالاش خلک پکې اوسیدل.
په لوړو غرونو کې واوره نه وه ویلي شوی او دره دومره تنګه وه چې دوی د لرګي په وړو ګاډیو وړاندې څکیدل. میکنایر ولیکل چې کافرستان ۵۰۰ مربع میل یوه پراخه دره ده. په شمال کې يې هندو کش، جنوب کې د کونړ غرونه او په لویدیځ کې الیشنګ او د الینګار سیندونه دي. د کالاش قبیلې ۳ څانګې رامګل،وایګل او بشګل نومیده. بشګل په ارناوۍ کې په پینځو نورو خیلونو کامدیش، کیشتوز، مونګل، ویرانی او لودیچي وېشلي وو. کیشتوز، مونګل او ویرانی د چترال میهتار(حاکم) ته معمولي باج ورکوي. د هر قام خپله لهجه ده خو ځینې ټکي يې یو شان وي. د میکنایر په اندازه کافرستان کې ټول ۲۰ زره خلک وو. سپین پوستي د شمال نه او تور پوستي د جنوب نه هلته کډه شوي وو. د سړو قد ټیټ او ښکار یا جنګ نه علاوه څه نه کوي. د کروندې ټول کارونه د ښځو په غاړه وو. دوی د نڅا شوقیان او ښځې سړي یو ځای ګډېږي. عبادتځای يې د لرګی څلورګوټیزه خونه او پکې د سیند لوی تیږې ایښي وي. دا د مړی مراسمو لپاره کاروي او عبادت پکې نه کېږي. مړی د مراسمو نه وروسته، د غر په یوه تیږه کېږدي. دوی له انګور اوبه وزبېښي، د لرګي یا د خاورې په لوښو کې را ټول او په زمکه کې يې خښ کړي. میکنایر دا څو ځلې وڅښل او وایی چې نه کشید او نه خمبیره شوی وي نو ځکه شراب ورته نشو وئیلې. هغه دا جوس په یو وړوکي بوتل کې له ځانه سره یوړل خو لیکي چې وروسته بوتل مې خلاص کړو نو سرکه ترې جوړه وه. د کافر وسله غشی او لینده وي چې تار يې د څاروي له کولمې جوړېږي او تر ۵۰ ګز پورې نښه ویشتلی شي. د کابل جوړ یو څو ټوپک يې هم هلته ولیدل خو پخپله نه جوړوي. یو شته من کافر ډېر پسه، غوا او اوزې لري او خلکو تر ټولو زړه ور مشرانو کې ۱۸ نومونه یادول. دوی هره ورځ د غنمو ډوډۍ خوري. د اوړو او د انګورو په اوبو یو ډول خوږه ډوډۍ پخوي چې وروسته په اور يې وریته کړي.
په جنوب کې ۱۶ زره فټه لوړ “ترچمیر” او له هغه ۹ زره فټ بره د “دورا” دره وه چې بلې غاړې ته يې اشکاشم و. دا په کال کې ۳ میاشتې د سفر لپاره خلاص و. میکنایرغوښتل چې په دغه لار بدخشان ته ورشي او د فرجخان سیمه وګوري. خو ناڅاپه، “لدها” کې خبر خپور شو چې د چترال په قافله کې دوه اروپایان هم دي. هغه وخت د ده یو حریف میا راحت شاه د هند نه چترال ته تللې و. هغه امان الملک ته لمسون وکړو چې د هر کال په شان اوړي کې به د اسمار او کافرستان خلک جنګ کوي. میکنایر ته د بیرته راتلو وویل شو او هغه د ګلګت او کشمیر په لار هند ته ورسیدو.
وایسرای ” لارډ ریپن” د ده له سفر خبر و نو شملې ته يې وروبللو. هلته میکنایر يې په خپل دفتر کې د امر په نه منلو وترټلو. خو وروسته په یو شخصي محفل کې وایسرای د هغه د کار ستاینه وکړه. دی لومړی اروپایی و چې د هند نه مرکزي ایشیا ته په لرغونې لاره ورغلو او په ساینسي طریقه يې د هندو کش د غرونو نقشه وکښله. دی د کوهاټ او ټوچي درو د سروی په ډله کې شامل و. په بنو کې د “کافرکوټ” ته وروختلو چې د بهادرخیلو په جنوب کې، درې لوړې څوکې لري. د سرو کاڼو او شګو په دغې غونډۍ ورختل ګران وو. د ده جوړې شوې نقشې وروسته مورټمر ډیورنډ هم وکارول. ده برطانوي حکومت ته د کافرستان او چاپېره سیمو مفصل راپور ورکړو. په ۱۰ دسمبر ۱۸۸۳م په لندن کې رایل جیوګرافیک سوسایټي د یو لیکچر لپاره وبللو. د ده په معلوماتو کافرستان کې د ځایی ژبو ۵ لهجې ویل کیدې چې شینه، بروشسکی، کهوار، مونجي او اشکاشمي وو. د برطانیې یو نامتو سروې کونکی هنری رالنسن چې په ایران کې د بیهستون ډبر لیک کشف کری و، د میکنایر کار وستایلو. د هغه په اند کافرستان د خلکو له سترګو پټه او خطرنکه سیمه وه. په ۱۸۸۴م کې میکنایر ته د دې کارنامي لپاره انعام ورکړی شو خو ډېر شهرت يې نصیب نشو.
په ۱۸۸۶م کې کرنل ویلیم لاکهارټ کافرستان ته لاړو نو د میکنایر ځینې نقشې ورته غلطې ښکاره شوې. “شوال” د هغه ځای نه لیرې و چې میکنایرپه نقشه ښودل کیدو. د کالاش نه علاوه میکنایر اصل کافرستان ته نه و تللی چې په افغانستان کې او اوس نورستان نومېږي. د کالاش او کافرانو نه په ژبه، جامه او کلچر کې توپیر و. خو د میکنایر نقشې زیات وخت سمې وې چې د برطانوي پوځ سره يې لویه مرسته وکړه او دوی په ۱۸۹۵م کې چترال ته پوځ یوړو.
تر ۱۸۸۸م کې میکنایر د بلوچستان د سروې په ډله کې شامل و. ده ټول عمر واده نه و کړی او په کوټه کې له اس پریوتو نو سخت ټپي حالت کې یو کال يې درملنه کیده. د ده کور په مسوري کې و چې هلته مور يې د ناواده شوی خور سره اوسیده. میکنایر خپل کور ته روان شو خو په لاره يې لویه تبه (ټایفایډ) شوه او څو ورځې وروسته په ۱۸۸۹م کې مسوري کې مړ شو.
د میکنایرراپورونه د انګریز کیسه لیکونکو لپاره په زړه پوری و او په تیره بیا د کالاش خلکو ژوند ژواک. نامتو لیکوال “رډیارد کپلنګ” د خپلو څو ناولونو لپاره د میکنایر له لیکنو ګټه واخیسته.

Memoir of William Watts McNair. J. E Howard.
The Royal Geographical Society of London.

Leave a Reply

Your email address will not be published.