بهلول لودي

Behlol grave


په ډېلي کې د ۱۵ پېړۍ لودي جوړښتونه “پټهاني تعمیر” په نوم یادېږي. دا زیات تره مقبرې دي او یوڅو نه علاوه په نورو شناختې نه دي پاتې.
د لودي سلطنت بنسټګر بهلول لودي او د ده ژوند له یوې معجزې کم نه دی. د بهلول نيکه بهرام خان په ۱۴ پېړۍ کې د روه نه ملتان ته کډه وکړه او والي ملک مردان دولت سره پوځي ملازم شو. دده پينځو زامنو کې مشرسلطان شاه (اسلام خان) په ۱۴۱۹ م کې د سرهند والي (ګورنر) شو. په ملتان کې یوه ورځ د بهرام خان په انږور د کوټې چت راپریوتو، دا مړه شوه خو په خيټه کې ماشوم (بهلول) ترې ژوندی راوویستو. څه موده وروسته، د بهلول پلار هم په یو جنګ کې ووژل شو او دی خپل تره اسلام خان رالوی کړو چې د مینې نه به يې ورته “بلو” ویل.
د بهلول د ځوانۍ په اړه معلومات لږ دی خو د هغه خویی درویشانه و. د اسونو کاروبار يې کاو او د ښه نسل اسونه به يې شاهي اصطبل ته هم خرڅول. خلجي باچا ورته يوه پرګنه (زمکه) او د پوځ د ساتلو اجازه ورکړی وه. دا ځای اوس هم بهلول پور نومېږي او د پاکستان گجرات ښار نه ۳ کلوميټرشمال ختيځ کې دی. د اسلام خان لور شمس خاتون د ده لومړۍ میرمن او وروسته دوه نورې ښځې “بي بي امبه” او بی بي سیتا هم په نکاح کړې.
بهلول د صوفیانو او پیرانو ډېر قدر کاو او د مالیرکوټله تاریخ وایی چې یوه ورځ دی د سیلۍ په طوفان کې رڼا ولیده چې د یو درویش صدرالدین په جونګړه کې بله وه. دی هلته ورغلو نو د صدر الدین ورته د ډېلي د باچا کیدو بشارت ورکړو. وروسته ده خپله لور “تاج المرصا” هغه درویش ته په نکاح او مالیر کوټله يې په جهیز کې ورکړه.
اسلام خان په خپل ژوند کې بهلول د لودي ټبرمشر وټاکلو خو د ده خپل زوی قطب خان دا نه منل. د ده دویم حریف ملک فيروزخان و چې په ډېلي کې سلطان محمد شاه ته د پښتنو خلاف لمسون کاو. ورته يې ویل چې سرهند د افغانانو مرکز ګرځیدلی دی او بهلول د باچا کیدو په ارمان دی. خلجي محمد شاه د پښتنو د ټکولو لپاره پوځ سرهند ته واستاو نو د جون پور حاکم سلطان محمود شرقي ډېلي ته لښکر یوړو. اخوا د گجرات نه قطب الدين په ملتان حملې ته روان شو نو د هغه ځای حاکم شيخ يوسف د بهلول نه مرسته وغوښته. دی د خپل لښکر سره ملتان ته وخوځيدو نو ډېلي سلطان هم ورته د مرستې غږ وکړو. بهلول په دوو محازونو لپاره پوځ نه لرلو نو د خپلو سردارانو په مشوره يې د “روه” پښتونخوا مشرانو ته لیکونه ورواستول. د دې مضمون داسې و.
” د هند واکمن په دې هڅه دی چې پښتانه له هنده وباسي. په دې کې د ټولو پښتنو شرمندگي او بدنامي يوه ده. هند يو ډير پراخ او سمسور ملک دې، ټول عزيزان پکې ځایيږي او دغه وطن ته تشريف راوړي، نو واکمني به زما په نوم وي. هرملک او ولايت چې لاس ته راغلی وي او يا دا چې له دې وروستو لاس ته راشي، د ورورۍ په حساب دې سره وويشي او هر يو دی خپله برخه واخلي. په دې ورځو کې واکمن محمود چې د جونپور مشر دې، له هغه ځايه د ډيرو خلکو سره راغلی دی او د ډېلي ښار يې کلابند کړې دې. د پښتنو واړه او تورسرې هم په دغه ښار کې دي. که عزيزان د مرستې په ډول د ډيرو سړو سره دغه هيواد ته تشريف راوړي نو هم دا د کومک وخت دې. البته د دغو فرمانونو په رسيدو به د پښتنې پت ساتلو لپاره هم يو وار هند ته را ودانگي او واکمن محمود به د بد مرغۍ کندې ته ورارتاو کړي…”
په دې ليکونو، ” د روه پښتانه د ميږيو او ملخانو په شان هند ته روان شول” او بهلول ۲۰ زره سپاره لښکر سره ډېلي ته مخه کړه. د سلطان محمود سپه سالار فتح خان هيروي په يو سخت جنګ کې ووژل شو او محاصره ختمه شوه. له جنګ وروسته، بهلول ځینو افغانانو ته په هند کې جاګیر او رتبې ورکړې او څوک چې تلل، هغوی ته يې په پېسو او سوغاتونو بدرګه کړل. د بهلول د سرو زرو سکه ” بهلولي” نومیده چې وروسته د مغلو تر وخت په هند کې چلیده.
سلطان محمد شاه خلجي، د بهلول د ځواک په لیدو هغه ته په انعام کې د “خان خانان” لقب او نور چاګیر ورکړل. بهلول په ۱۴۴۳ م او په ۱۴۴۷ م کې د ډېلي د ساتنې لپاره بیا لښکر يوړو. په ۱۴۴۸ م کې نوی خلجي باچا عالم شاه په بدايون کې و چې بهلول ډېلي ته ورغلو. وزيرحميد خان يې بندي او په ۱۹ اپريل ۱۴۵۱ م کې په رسمي توګه د هند سلطان او د جمعې په خطبه کې د “بهلول شاه غازي” په نوم ياد شو. عالم شاه تر ۱۴۷۸ م ژوندی او په بدايون کې اوسيدو.
په ۱۴۷۹ م کې سلطان بهلول جونپور ونیولو او خپل مشر زوی باربک شاه يې هلته حاکم وټاکلو. د ده دوېم زوی نظام شاه لايق او د خپل استعداد له کبله پلارخپل ځای ناستې اعلان کړې و. د بهلول د ژوند زیاته برخه په اس او جنګ په میدان تیره شوه. دی د شاهي تخت په ځای پر زمکه کیناستو. په ۱۴۸۹ م کې د ۵۰ کالو نه زیاته موده باچاهۍ نه وروسته، بهلول لودي ومړ.
په ډېلی د ده مقبرې ته، پخوا لوی میدان او محرابي دروازه وه چې اوس په کورونو او ودانیو پټه ده. اوس هلته تلو د پاره د ۱۴ پېړۍ صوفي خواجه نصیرالدین (چراغ دلي) د زیارت میدان تیرېدل وي. د یو ټیټ دېوال بلې غاړې ته د مقبرې څلورګوټيزه دالان او محرابي درونه پاتې دي. چاپېره ترې د خځلو ډېرۍ د تاریخي اثارو د محکمې بې غوري په ګوته کوي. ښایی د لودیانو په قبرونو شناختې د مغلو په وخت په لوی لاس وران شول ځکه چې بره په چت او ګومبد قراني ايتونه اوس هم شته. ځینې هندي لرغون پوهان وایی چې د بهلول قبر په “شیش ګومبد” کې دی. خو بهلول د صوفیانو قدرمن او درویش باچا و نو ښایی د خواجه نصیرالدین زیارت څنګ ته يې خښیدل غوره ګڼل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.