زما ژوند او ژوندون


د پښتنو د مشرعبد الصمد خان اڅکزي ژوند لیک دی د سیاسي مشر نه علاوه یو ژورنالیسټ په توګه را پېژني. دا لیکنه په ۱۹۵۹م جولای کې د ملتان په جیل کې يې پېل کړه او د جنوبي پښتونخوا په لهجه ځینې پخواني توري په هم هغه املا خوندي شوي دي. دا ممکن ځینو لپاره لوستل ګران وي خو اڅکزي په قوسونو کې مروج ټکی هم لیکي. لکه “پتارۍ” (جنازه)… لاښه (لانجه) هسکار (قصد) ښکومی (مخبر) ډنډ(جرمانه).
یو ځای وایی، ” ښه پښتو ډېره ګرانه وي، د هر چا نه وي زده. په درست کندهار کې پښتو یا د ملا کوتب (قطب) اخون توخی زده وه او یا د ښاغلی پتی (فتح) خان اڅکزي چې زما د پلار تره او کندهار ګورنر و.” د ده په کور کې ټولو ښځو پښتو لوستلی شوه او لیکي چې پښتو د زنانو د لوستلو شی ګنل کیدو نو په دغه باور خلکو پښتو ژبه نه لوستله. چونکه هر چا ویل چې پښتو ګرانه وي او ماشوم تل ګران کار کول غواړي نو زه پښتو زدکړې ته لیواله شوم. ده په استاد زور راوړو نو هغه ورته پښتو کتابونه راوغوښتل خو پکې زیات يې د ملنګۍ( تصوف) خبرې وې او پوهنه پکې نه وه.
عبد الصمد خان په ۷ جولای ۱۹۰۷م په ګلستان (عنایت کلي) کې وزیږېدو. د ده پلار نور محمد خان د فارسي او عربي ډېر کتابونه په کور کۍ لرل چې ملایانو ته يې هم د لوست لپاره ورکول. ده د خپل مشر ورور او ماما سره په کور کې د یو ملا نه دیني زدکړې کولې چې سخت به يې وهل. دوی له ویرې چا ته حال نه ویلو خو یوه ورځ يې خور د ده وجود پرهرونه ګوري، خپله سپین سری اما خبروي او د ده سخته تمامېږي. بیا ملا شیرمحمد ساکزی يې فقه، حدیث او تفسیر نه علاوه د امام غزالي کتابونو سره اشنا کوي. دی لیکي چې ” د خدای کتاب مې هغه وخت هم داسې لوست لکه خپله ما ته رالیږل سوی دی.” د امیرعبد الرحمن له خوا په هزاره ګانو حمله د کندهار او پشین کې د ښځو او ماشومانو د غلامۍ وسیله شوه. دی لیکي زمونږ یواځینې کور و چې هزاره مریی مو نه لاره.
یو وخت د پلار له جیبه لویدلی څلور آنیز د کور یو نوکر ترې اخلي. د دوو آنو خواږه او د دوو “لیمپ سیګرټ” له بازاره راوړي چې دوی د باغ په یو پټ ځای کې څکول. وروسته د ښوونځي یو استاد سره يې د سیګرټ نه څکولو لوظ وکړو خو بیړۍ به يې څکوله.
په کور کې “نن څه پاخه کړو؟” پوښتنه له عبد الصمد کیده. لیکي چې زه د کور نورو خلکو په پرتله غنم رنګی (سکڼ) وم نو کله چې یو ګران خواړو فرمایش به مې وکړو نو خویندو به په قهر ” تور” یا ” تورکی” بللم. مور به زما په دفاع کې ویل ” تور رنګ خو لا ښه وي…تور د تورو او ژیړد نجونو وي” په خواړو کې د ده ” ښوروا” نه خوښیده خو په دسترخوان به يې شکایت نه کاو. وایی چې د “یخني غوښه” به مې لږ ډوډۍ سره وخوړه چې یوډول زما ستیه ګري (مجاهده) وه.
د نهو کالو په عمر کې پلار د دواړو زامنو لپاره ګران بیه مشهدي لونګې راغواړي چې دوی يې هر وخت په سروي. په سختې ګرمۍ کې پلار د ده ورور ته وایی چې، پټکي په ځای ټوپۍ په سره کړه. ماشوم پوښته کوي چې دی (عبد الصمد) چې په سروي نو هغه ته څه نه وای؟ پلار يې وایی چې هغه خو “نادیده” دی. دا خبره د ده د خفګان سبب شوه او بیا ټول عمر يې پټکی په سر نه کړو.
د ۱۰ کالو په عمر کې دی یتیم او ماما يې سرپرست شو. په تنکي ځوانۍ کې ده ویښته لوی پریښودل خو “څڼې” يې پوره نه وې چې ماما ورته ویښته په زوره ورپریکړل. عبد الصمد د بدل اخیستو لپاره د ماما ۳ کلنه لور چې ښکلی ویښته يې لرل، په پټه بهر وویسته. په بیاتي يې ماشومې له ویښته پریکړل چې د کور ښځې پرې خفه شوې خو ماما ورته خاندل.
د افغانستان دریم جنګ (۱۹۱۹) کې د ده د سیمې خوار او بې وزله خلک به هره ورځ د کلیو بانډو نه جنګ لپاره ورتلل. “ماړه خلک، مخه ور، خانان، پیران، ملایان یو هم نه و ولاړ.” جوش ډېر، ناخبرتیا زیاته او د پېسو حرص د پښتنو باچاهي په خاورو ولړله. د انګریز ټول مخبران پښتانه وو او له جنګ وروسته پرې ویاړیدل. ځینې داسې وو چې انګریز نه به يې د مخبرۍ پېسې واخستې، افغانستان ته به لاړل او هلته به غازیان شول. د ده یو ماما هم لاړو خو هلته جنرل غلام نبی پرې باور ونکړو، بیرته يې انګریز ته په لاس ورکړو او د ده ټول مال سرکار ضبط کړو.
د ټوخک (انفلونزا) وبا هغه لویه پيښه وه چې د لومړي نړۍ وال جنګ نه وروسته ټوله نړۍ په مخه واخیسته. دا ” هسپانوي زکام ( کورونا) هند ته هم ورسیدو. په عنایت کلي کې ۸۰ فې صده خلک ناروغه او ۱۱۱ کسان يې په انفلونزا مړه شول. د ده د مور نه علاوه د کور ټول غړي ناروغه وو چې هغې يې خسمانه کوله. په ځینو کلیو کې ټول خلک مړه شول او د مړو د خښولو څوک پاتې نه وو. خلکو به قرنطین ته “کرم ټیل” ویل.
ورسره د کاختۍ (قحط) حالت هم و ځکه باران نه و شوی، کښت او د څاروو واښه لږ او میوه یخ وهلی وه. یواځې د اوربشو فصل ښه او “مور به مې ټوله ورځ له دغو اوربشو وړې او غټې ټیکۍ پخولې.” د دوی کلي ته په سوونو بې وزله خلک راغلل چې په کورونو به د ډوډۍ لپاره ګرځیدل. د عبد الصمد خان ټاټوبی هغه وخت د “برټش بلوچستان” په نوم اداره کیده خو د ټوخک علاج لپاره يې هیڅ ونکړل. ورپسې په ګلستان کارېز کې هېضه ګډه شوه او په څو ورځو کې یو نیم سل کسان مړه شول. سرکار څه نا د علاج او خوراک انتظام وکړو خو ولس په انګریز شکمن وو چې هغوی مونږ وژني. د ملایانو د دم او تعویذ کاروبار تود او ټوله ورځ به يې بانګونه (ازان) ویل. د شپې به يې ورا( جلوس) ویستو چې دوی به ” سدره” بلله. د ملا سره روانو خلکو به پکې په زوره زوره پښتو او عربي کې د باران لپاره نارې وهلې.
د عبد الصمد خان سیاسي مبارزه څنګه پېل شوه؟ دا په بله برخه کې ولولوئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.