د عربی “عيّار” څو مانا لري. کاواکه، لوفر، کوڅه ډب او لنډغر لپاره د “عيّار ” نوم کارېږي. “ایار” ملګري یا دوست او هغه کس وي چې خپل سردار ته سفر په وخت د وړاندې خطرحال ورکوي. اوس وخت کې دا نوم د حکومتي “مشاورینو” لپاره کاریدای شي.
عيّار نوم په عراق او ایران کې د هغو باغیانو لپاره به کاریدو چې په ډلو کې له ښاره بهر په غار، ځنګل یا کنډوالو کې پراته وو. علامه حبیبي لیکي،” کله چي د وخت حکومتونه د بې ادارګی او کمزوری له امله نه په ښارونو کي د خلکو د کورونو او مالونو امنیت تامین کړای سي او نه په لویو لارو کي د تجارتي کاروانونو او خزانو د ساتلو غم وخوړلای سي نو د غلو ډلي منځته راسي او کله کله د غلو کوچنۍ ډلي یو مشر وټاکي او یوه سیمه داسي ترلاس لاندي کړي چي کمزوری حکومت یې ورڅخه اخیستلای نه سي.” د غلو د ډلو هغه مشران چې د باچاهۍ ارمانژن وي، لکه د باچاهانو د شوکو پېسې په خلکو شیندي او د یو اتل په توګه شهرت پیدا کړي.
عيّاران د اسلام نه وړاندې هم وو خو په ۸۶۰ م کې د بست یعقوب بن اللیث سفاري(مسګر) د سیستان حاکم صالح بن نصرکنعاني په لښکر کې ځان ځای کړو او اخر د هغه تخته يې نسکوره کړه. یعقوب په ۸۷۸ م کي مړ او د ده ورورعمرو بن لیث، مشر شو. یعقوب اوعمرو شا و خوا ۴۰ کاله د افغانستان په خاوره برهمني او بودایی عبادتځایونه ویجاړ او خزانې يې چور کړې.
په ۱۱ پېړۍ کې کله چې بغداد د یو شیعه ټبر “آل بویه” په لاس کې شو نوهلته ګډوډي پیدا شوه. د سني او شیعه ډلو ترمنځ شخړو کې عيّار به قافلۍ لوټ کړې اود ښار شته منو خلکو کورونو ته به ورننوتل. د دې پېړۍ تر نیمایی د عیارانو د دوو ډلو مشران “البرجومي” او “ابن الماصلي” د بغداد غیر رسمي باچاهان وو. د ایران په لویدیځ کې د کرد عیارانو یوه ډله چې دوی يې ” اناز” تلفظ کوي، له ۹۹۰ م تر ۱۱۱۶م کرمانشاه او د عراق سیمې نیولې وې. یوعیار ابوالفتح محمد اخر په ۱۲ میلادي کې ترک سلجوقیانو د دوی زورمات کړو. یو افسانوي کریکټر” عمرو عيّار” جاسوس او امیر حمزه نومې باچا ته پتمن و.
علامه حبیبي له تاریخ د عيّارانو دوه نورې بیلګې هم یادوي. ” نادرشاه افشار، چي د یعقوب بن لیث په څیر، په لومړي سر کي یوغل وو، طهماسپ صفوي د پوځ مشرتوب ورکړ او بالاخره یې طهماسپ وواژه او پخپله پاچا سو. حبیب الله کلکاني هم، چي خلیل الله خلیلي یې د خراسان عیار بولي، په لومړي سرکي یوعادي غل وو. ملک محسن د خپلو رقیبانو او دښمنانو د وهلو او ډارولو لپاره کار ورڅخه اخیست. وروسته یې ولیدل چي مرکزي حکومت نه لاري ساتلای سي او نه حتی د خپلو ولسوالیو او حکومتي ادارو او مرکزونو ساتنه کولای سي نو ځکه د پاچهی هوا ور ولاړه سوه.”
په اوس وخت کې د عیارانو کړه وړه هم بدل شوي دي. دوی د ” مشاورینو” په نوم یو حکومتي اداره کې ځان له ځای پیدا کړي. د خپل نفوذ او ښه نوم لپاره د ولس پېسه ( ټیکس) په هغو خلکو شیندي چې دوی لپاره پروپاګنډ کوي. کله کله یو مشاور ته موقع په لاس ورشي نو د ولس مشر هم شي چې بیلګې يې په افریقایی ملکونو کې لیدل کېږي.
سرچینی
۱ افغانستان در مسیر تاریخ، میرغلام محمد غبار(دولتي مطبعه، کابل افغانستان،۱۹۶۷)
۲ افغانستان بعد ازاسلام، پوهاندعبدالحی حبیبي، بخش دوم جلد اول(طبع دوم، کابل ۱۳۵۷ شمسي)