کابل او باوري


یاد مې نه دي چې استاد محمد رسول باوري سره مې کله په بي بي سی کې مرکې پېل کړې. دی کابل پوهنتون د لرغونپوهنې استاد، څه موده یورپ او بیا بیرته وطن ته لاړو. ما په ۲۰۰۴م کې مخامخ په کابل کې ولیدو او خبر شوم چې ده هم د نورو استادانو په شان کار ته غاړه ایښې وه. هغه وخت د یورپ آرام ژوند پریښودل او جنګ زپلي ملک کې خدمت اسانه کار نه و.
زه د ژورنالسټانو د روزنې لپاره کله یو ولایت او کله بل ته تلم. د هر سفر نه وړاندې به مې باوري صیب ته یو ټیلیفون ضرور کاو چې د هغه ځای تاریخي اثارو په اړه معلومات واخلم. د نرم طبیعت او د پخوانو ارزښتونو پالونکی متمدن او شریف باوري صیب کندهاری و. د لرغون پوهانو یو صفت دا وي چې په کنستون او پلټنو کلونه اړوي. بل خوا زما په شان بې صبره کس چې د یوې ورځې کار په یو ساعت کې کول غواړم. د تاریخ پروګرامونه جوړول د یو میاشت یا د کال خبره نه وه.
پوهاند رسول باوري د خپل سبق د وختونو ذکر راته کاو چې دوی د نامتو لرغون پوهانو سره به په کنډوالو ګرځیدل. ده په عمل کې د ۲۰۰۰ کالو ژوند پاتې شونې پخپلو سترګو لیدلي وو. بیا به مې ورته خواست وکړو چې یوه ورځ راسره هغو ځایونو ته لاړ شي. د دفتر په موټر کې ورپسې ورغلم او هغو کنډوالو ته به لاړو. د مرنجان تپه، د کاپیسا ریګ روان، د بتخاک کافرکوټ او د بګرام چاپېره سیمه مو ولیده. د ۱۹۷۰م د استادانو احمد علي کهزاد، پروفیسر حسن داني، فوشه، دوپری او د نورو نامتو لرغون پوهانو نومونه یادول.
په ډېرو ځایونو کې هغه کنډوالی هم پاتې نه وې او په تپه مرنجان کې خو د کشان وختونو د ۳ سټوپو نښې مو نه موندلې. دی ډېر لالهانده نزدې کورونو ته ورغلو او د څو کسانو نه يې پوښتنه وکړه. یو ځای تازه جوړ دېوال کې دننه څو نښې حکومت ژغورلی وې. د ده په څېره هغه غم درک کړو چې څوک د خپل کور وروستي مات دېوال ویر کوي. خو باوري خپل احساس چرې هم په الفاظ راته بیان نه کړو او لکه د میړنو حقایق يې منل.
د بتخاک لاره هغه وخت جوړه نه وه او موټر په یو دشته کې خراب شو. کابل ته مې خبر ورکړو خو باوري صیب پریشانه، د ډرایور او یو بل استاد سره موټر نه تاویدو. څو ورځې وړاندې هم هلته د غرونو نه د راکټو حمله شوې وه. ما په خپل تیپ کې ریکارډنګ شروع کړو او استاد نه مې د کافر کوټ په اړه پوښتنې شروع کړې. ده راته مفصل جوابونه راکول او ورسره دا هم چې فلاني استاد په دې مضمون لیکلی و. یو ساعت وروسته بل موټر راغلو او دواړه د یو بل سره په پړي تړلي وړاندې بازار پورې لاړل. بیرته روان شو خو دویم موټر د بازار سره خراب شو. هلته یوې ټیکسي کې د نورو سورلو سره بیرته کابل ته ورسیدو. وروسته باوري صیب ته مې د مننې لپاره ټیلیفون وکړو او معذرت مې وغوښتو چې دی په تکلیف شو. راته يې وویل چې زه خو ستا حوصله او صبر ستایم. د تاریخ او ژوند پروګرامونو لپاره نه راته بي بي سي وخت راړی و او نه پېسې. باوري صیب هم چرې د پېسو ذکر ونکړو او أفغانستان په شان ملک کې د یو داسې شخصیت شتون پخپله یوه معجزه ده.
په کاپیسا کې د ریګ روان سیمه کې د زمکې لاندې یو زیارت ته د تلو نه مې ډډه کوله. دی د یو کلیوال سره ټونل ته ورښکته شو او ما بل کس نه د امام حنفیه کیسه ریکارډ کړه. بیرته راغلو نو راته يې وویل، سخت تاریک ځای و.
د رسول باوري علم د افغانستان په تورتم کې لکه د ډیوې روښانه پاتې دی. د سلام فرهنګي ټولنې په ویبپاڼې يې یوه تلپاتې پانګه پریښوده. روح دې ښاد او په قبر يې رحمت وي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.