ټانک


په تاریخونو کې “ټاک” او “ټک” د اوسني ټانک نومونه و. دا اوس د ډیره اسمعیل خان یوه (ضلع) ولسوالي ده.
له ۱۲ میلادي پېړۍ د ملتان لویدیځ د اباسین دواړوغاړو ته بلوڅان اباد وو. له ۱۴۶۹ تر ۱۷۰۰ م د څلورو بلوڅ ملکانو په نوم دلته څو ښارونه اباد شول. افغان پاونده ( کوچیان) به له دغو سیمو پنجاب ته تلو لپاره په ټانک تیریدل. له سلیمان غرونو مروت قام په اوسني ټانک کې ډېر وخت پاتې وو. په ۱۷ پېړۍ کې دلته لواڼي هم ورکډه شول. دوی د ګنډاپور قام سره لاسونه یو کړل او مروت يې له ټانک وشړل. د لواڼو د دولت خیل قام خان ( کتل خان) په ۱۸ پېړۍ کې د دراني واکمنو په ډاډ، دلته د یو کلا بنسټ کیښودو. د ۱۷۷۳م نه تر ۱۸۰۰ م د نورو ځایونو بیګاریانو په سوونو جریبه زمکه کې د خټو، تیږو او لرګي نه کلا او یو باغ جوړکړل.
د کلا په څلورو څنډو د څار برجونه او په دوه میټر پلن دیوال د څارونکو کوټې وې. دوه لوی دروازې سړک ته او دریم باغ لوري ته خلاصیدل. په منځ کې د کچه (خامو) خښتو استوګنځای، جومات او د جرګو تالار و. یو روایت دی چې د کتل خان خلاف د ده تربورانو بغاوت وکړو نو دی په پټه د پاوندو سره افغانستان ته وتښتیدو. د ۱۹ پېړۍ په پېل کې دی د بارکزو په مرسته بیا ټانک ته راغلو. د هغه وخت یوه سندره داسې ده.
فوجونه راغله له کابل د کتل خانه سره
ځان يې یو کړی له کابله پاینده خانه سره.
کلا يې جوړه د سرونو کړه پرې کیناست باچا
ارمان يې وکړه چې اوس ناست وای سرورخانه سره.
په ۱۸۱۹م کې د کتل خان زوی سرورخان په ټانک کې نور خلک اباد کړل. په ۱۸۳۶م کې الله داد خان د سیکانو مقاومت ونکړو. په ۱۸۴۷-۴۸ م کې هربرټ ایډورډز لومړی برطانوي افسر، ټانک ته لاړو او شاه نوازخان ته يې د” نواب” خطاب ورکړو. نواب په خپل باغ کې د ” پولو” د لوبې میدان جوړ کړو. په ۱۸۷۱م کې جنرل میریون ډیورنډ ( د هنری ډیورنډ پلار) د ټانک په دوره لاړو. دی د خپلې لور سره په هاتي سپور د کلا لوی دروازې نه تیریدو چې هاتي په منډه شو. دی وغورځیدو او په ۱ جنوري ۱۸۷۱م کي مړ شو. د ډیره اسمعیل خان په کلیسا کې دده قبر اوس هم شته. نواب شاه نواز لاهور کې عدالت (محکمې) ته يې وړاندې کړو خو د ډیورنډ د لور په شهادت خلاص شو. په اپریل ۱۸۷۵م کې انګریز د شاه نواز نه ټول مراعات او نوابي لقب واخیستل. ده ته يې ۷ کلي او د کال ۲۵ زره روپۍ پینشن په توګه ورکول خو په لاهور کې يې نظر بند وساتلو. دی هم هلته په ۱۸۸۱م کې مړ او خښ دی. د ده نمسی غلام قاسم خان په ګدۍ کیناستو خو ځان ته يې پخپله نواب ویل. په ۱۸۹۰م کې انګریزانو له پنجاب د ټیټې طبقې هندوان ټانک ته راوستل چې د دوی خدمت وکړي. په “جمعدارانو کالوني” کې ورته کورونه جوړ شول.
زام د اباسین د اوبو لویه زیرمه او یوه ژرنده پرې چلیده. له دغه بند ټانک ته اوبه راوستل شول. بیا یو وړوکی اورګاډي پاټلۍ وغځیده چې جنډوله او واڼه چاوڼیو ته يې د انګریز وسله او نورکومک وړل. انګریز ته د پاټلیو لپاره لرګی پکار و نو محسود قام ورته له خپلو شنو ځنګلونو ونې راوړې. د ټانک د پیرکچ دروازې نه بهر په ” وېشو منډۍ” کې به په اوښانو بار ونې په انګریز خرڅیدی. هغه وخت پښتانه په بیټنو او کنډی کلیو کې پراته وو چې ټول کاروبار ترې محسودو ونیولو. د ټانک هوای میدان او د پخوخښتو ۳ کلومیټر “رن وی” ټیکدار فیض الله مروت ورته جوړ کړو. دلته نه به پوځي الوتکې د وزیرستان په جنګیالو بمبارۍ لپاره ورتلې.
په ۱۹۰۱م کې په ټانک کې ۴۴۰۲ خلکو لپاره، تاڼه، تحصیل، عدالت، د پی ای (سیاسي استاځي) دفتر کار شروع کړو. د افسرانو ښکلی بنګلې په یو قطار او مخې ته يې باغونه لرل. د سړک دواړوغاړو ته هم ونې وکرل شوې. یوه کلیسا او مشن هسپتال لوی باغ په رنګا رنګ بوټو شین شو. روغتون کې به د ډیزل جنریټر په واسطه بریښنا هروخت موجود و. د وچې نواب د انګریز ورکړل شوي چاګیر په پېسو کلا کې نوي سامانونه راټولول.
د ټانک په یواځیني بازار کې د هندوانو هټۍ وې. په ۱۵ اپریل ۱۹۴۷م محسود- بیټني- کنډي او جټانو په ګډه دا چور کړل. بازار ته نزدې د دوی مندر ته يې هم اور واچاو. شا و خوا ۱۵۰۰ هندوانو او سیکانو پولیس سټیشن ته پناه یوړه. محسودو د اورګاډی پاټلۍ هم وشکوله او اوسپنه يې کورنو ته یوړه. هغه وخت د تاوان اندازه ۲ کروړ روپۍ وه. د هندوانو له وتلو سره څه موده د ټانک بازار ویجاړ پروت و. بیا د تشو کورونو او زمکو د نیولو لپاره، د وزیرو، کنډي او بېټنو ترمنځ سیالي پېل شوه. اخر په ۱۹۵۲م کې حکومتي افسرانو په ترتیب نوو کډوالو ته د زمکو اسناد وویشل. په ۱۹۵۳م کې له کرمې دلته د بریښنا مزې وغځول شول، د بسونو سروس، سول هسپتال او د اوبو لپاره” پیرکچ” په خوړ د تیږو یو بند جوړ شو. د ۱۹۶۰م د زمکې په اصلاحاتو کې د ټانک پاتې نوابي زمکه حکومت واخیسته. په کلا کې د غلام قاسم خان زوی قطب الدین کلیوالي ژوند کاو او د بیلا بیلو میرمنو نه يې ۷ زامن وزیږول. د خدایداد خان نه علاوه د ده ټول زامن کراچي یا ډېره اسمعیل خان ته لاړل او کلا په رژیدو شوه. په ټانک کې اوس د ۳ لکو نه زیات خلک میشت دی او زمکه پرې دومره تنګه شوه چې هدیرو کې هم کورونه جوړوي. د انګریز په کورونو کې نوی افسران ژوند کوي خو د ولس خدمت ورته عبث ښکاري.
صفیه حلیم

1 Comment

Add a Comment
  1. ASSALAMOLAIKUM,
    MOHTARM KHORE
    NAN SABA BIYA PA TANK KE PA ZAMKO LANJA RAWANA DA O PA DARZANO KHALAQ PA KE MAR SHAWEE DI,
    DA ALMIA DA POKHTANO BA TAR HAMESHA DA PAR VE,

    Izhar,

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *