د مولانا جایزه او د هند مسلمانان


سږ کال (۲۰۲۱م) د هندوستان د جمهوریت په ورځ، د جنورۍ په ۲۶ د پدما ویبهوشن اخستونکو کې د مولانا وحیدالدّین خان نوم د ناظرینو لپاره په زړه پورې و.
د پدما ویبهوشن جایزه په هندوستان کې د ملکی کسانو لپاره دویم لوړ مقام لري چی ړومبی لوړ مقام د بهارت راتنا دی. په پښتنو کې، د بهارت راتنا اخستونکی باچا خان و، چې په هندوستان کې ور ته سیمانت ګاندهي یا د سرحد ګاندهي هم وایی.
د باچا خان سره د مولانا وحیدالدّین خان مقایسه بیځایه نه ده. یو طرف ته دواړه د مهاتما ګاندهی د اصولو سره نږدیوالی لري، دواړو، په ذاتي توګه، د مهاتما ګاندهی پر ذریعه نه، خو له هغه نه پرته، د اهمسا یا عدم تشدد تګ لارې ته راغلي وو. د دواړو په نظر کې اهمسا یا عدم تشدد، د کار کولو موثر تګ لاره وه.
بیا د دواړو ترمنځ د پښتونوالۍ اړیکه هم ده چې یو بل څخه توپیر هم لري، او مشابهت هم. د باچا خان ټول ژوند د خپل قوم په خدمت کې تیر شوی و، د مولانا وحیدالدّین خان جد وجهد د خپل قوم لپاره نه، خو د خپل دین لپاره دی.
خو بیا هم، هر کله چې د سرحد یا افغانستان نه څوک د مولانا صاحب ملاقات لپاره ځي، نو هغه ډیر زر دا ورته وایي چې زما نیکونه اصلي د سوات وو.
کله چې د مولانا وحیدالدّین نیکونه له سوات څخه هندوستان ته ورغلل د نوابانو زمانه وه. لکه د بهوپال او د پټودي نواب چې مشهور هنرمند سیف علي خان او پلار یې منصور علي خان هم د هغه کورنۍ څخه وو. دا طبعي خبره وه چې د دغو نوابانو په خدمت کې به پښتانه له سرحد تلل. د مولانا وحیدالدّین خان د نیکه اړیکه د جونپور د نواب سره وه.
د مولانا صاحب کورنۍ بیا وروستو په اعظم ګړهـ کې آباده شوه. هلته د علّامه شبلي نعماني له طرف نه قایم شوې اصلاحي مدرسه کې د وحید الدین اسلامي تعلیم و شو. په عصري علومو کې هم مولانا وحیدالدّین کافي مهارت لري، چی پخپله يې زده کړي دي. ” خلک فکر کوي چې زه ماسټر غوندې سړی یم” مولانه وایي، “خو حقیقت دا دی چې زه په خالصه توګه ملا یم.”
په ۱۹۶۷م کال کې مولانا وحید الدّین خان له اعظمګرهـ دهلۍ ته لاړو چی د جمعیت العلماء هند مشر، مولانا اسعد مدني بللی و. هغه غوښتل چې مولانا د جمعیت د اخبار یو هفته وار ګڼه و باسي. د برسات په یو سهار وحیدالدّین خان د زاړه دهلۍ په اسټیشن د ګاډي نه را کوز شو. د هغه د زوي ثاني اثنین خان په وینا، ” په یو لاس کې مولانا سره په ټوکرۍ کې هرهغه څه چې د ده ملکیت او له بل لاس يې زه نیولی وم.
وروستو مولانا وحید الدّین له جمعیت بیل شو او خپله میاشتینې جریده، د الرساله په نوم چاپوله. ثاني اثنین د ګوډورډ بوکس ‪(Goodword Books)‬ په نوم د چاپ او اشاعت اداره پرانستله. دغه ادارې په ذریعه، د مولانا کتابونه اوس د دنیا هر ګوټ ته رسیږي.
د مولانا، د پاچا خان سره مشابهت، په دې ځای نه ختمیږي. باچا خان په خپل قوم کې یو اختلافي ( ناندریز) کس و،د مولانه وحیدالدّین په هکله هم، د هندوستان په مسلمانانو کې اختلاف موجود دی.
‪د پدما ویبهوشن جایزې سره دا
اختلاف یو ځل بیا په ډاګه شو. د مولانا معتقدین په دغه جایزې خوشحال دي. ” اسلام کا نام اونچا هوا” یو کشمیری او یو پاکستانی چې په نیوزیلینډ کې اوسېږي، وویل. ” مولانا د اسلامي نړۍ یو مشر دی او هغه په هندوستان کې اوسیږي. ‬
خو په هندوستان کې ځنې مسلمانان په مولانا تنقید کوي. دوی وایي چې هغه دا جایزه د بی-جی-پی. واکمن ګوند د پرله پسې ملاتړ له کبله تر لاسه کړه.
دوی وایي چې دا ملاتړ اوس هم دی او هغه وخت هم و کله چې د ۱۹۹۰ م کلونو په لومړیو کې اټل بهاري واجپایي وزیراعظم و.
زه مولانا وحیدالدّین خان له ۱۹۸۲م پیژنم، کله چې زه د دیوبند په مدرسه کې طالب علم وم. د ده له کارونو سره زه په ښه توګه واقف یم او دومره ویلی شم چې یوازې بي-جی-پي نه ده. هغه د هندوستان هرحکومت ملاتړ کوي او مطلب يې دا نه دی چې هغه یو سیاسي شخصیت دی. بلکه هغه غیرسیاسي دی. مولانا نه غواړي چې د خپل کار او نصب العین په وړاندې خنډونه پیدا کړي. هغه غواړی چې په یو سوله ایزه فضا کې د اسلام تعلیمات نورو ته و رسوي.
پدما ویبهوشن اوله جایزه نه ده چې مولانا وحیدالدّین خان ته ورکړی شوه. په ۲۰۱۰م کې هغه ته د راجیو ګاندهې امن ایوارډ ورکړی شو. دا جایزه د کانګریس حکومت صدر او د راجیو ګاندهي کونډې سونیا ګاندهي پخپل لاس مولانا ته ورکړه.
حقیقت دا دی چې یوازې مسلمانان د مولانا په هکله په دوو ویشلي دي. د ده نور هموطنان، هندوان یا غیر هندو، لادیني، سیکولر او هندو ملت پال، د ده په هکله ښه نظر لري. دا هغه خلک دی چې مولانا یې د زړونو ګټلو ته علاقه لري. هغه غواړي چې غیرمسلم د اسلام په تعلیمات پوه کړي چې د اسلام په هکله ښه نظر ولري. دی مسلمانانو ته تبلیغ نه کوي ځکه هغوی ته د اسلام پیغام له مخکې رسیدلی دی. معلومه خبره ده چې د مولانا د دغه رول ارزښت شته، نو ځکه ورته دا جایزه په روحانیت کې د ده ونډې په وجه ورکړل شوه.
د مولانا وحیدالدّین مشر زوی ظفرالاسلام خان د اسلامي علم په لحاظ، د مولانا په کورنۍ کې اوچت مقام لري. د ظفرالاسلام په وجه نوره نړۍ د مولانا د نوم سره واقفه شوه، کله چې هغه د پلار کتاب ” مذهب او جدید چیلینج” په عربي ژبه ترجمه کړو. په عربي کې یې نوم ” الاسلام یتحدّی” دی. دا کتاب په څو نورو ژبو کې هم ترجمه شوې او اوس په انګلیسي ژبه ” کې د God Arises په نوم مشهور دی.
فی الحال، د ظفرالاسلام کارونه د مولانا نه څه نا څه مختلف دی. هغه په هندوستان کې د مسلم ټولنې لپاره کار کوي. په دهلي ښار کې هغه دوه اونیزه جریده د ” ملّي ګزیټ” په نوم شایع کوي. هغه د دهلۍ د اقلیتونو کمیسیون سرپرست او دوه ځلې د آل انډیا مسلم مجلس مشاورت صدر پاتی شوی دی.
هغه د پلار نوم خو وا نه خست خو کنایةً ظفرالاسلام مولانا ته د جایزې ورکولو د اختلاف په هکله خپل نظرپه یو ایمیل ګروپ کې ورکړی دی. په دغه ګروپ کې مختلف نظرونه ورکړل شوي و. په ځواب کې ظفرالاسلام داسې و لیکل: ” دا د شرم ځای دی چی یوه ټولنه چې ۲۰ کروړه نفوس لري، پخپله څه نه کوي او په نورو تهمت لګولو ککړ وي. مونږ پخپلو کې سره په جنګ یو او ملامتیا په خپل نام نهاد دشمن اچوو. مونږ باید د ټولنې او ملک لپاره پخپله څه مثبت کار وکړو څنګه چې مونږ يې غوره ګڼو.”
څنګه چې په ټولنیز ډګر کې ظفر الاسلام ونډه اخلي، هم هغسې مولانا وحید الدین په روحاني ډګر کې مصروف دی. هر څوک باید د خپلې خوښې په ډګر کې ونډه واخلي. د قرآن په الفاظ کې ښه والی راولي (ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ – فصّلت، ۳۴) دا د ظفرالاسلام مطلب دی. بیا که خیر وي په هندوستان، په مسلم او په نوره نړۍ کې هم ښه والی راشي.
جان محمد

Leave a Reply

Your email address will not be published.