د ډمو ژوند


دا تصویرونه په ۱۸۷۹م کې عکاس جان برک په کابل کې په خپله کیمره واخیستل.
په دې کې د نڅاګرو یوه ډله ښکاري چې انګریز ورته ” ناچ ګرلز” ویل. یوه جینۍ په خصوصي توګه د ده د پام وړده چې ورته ” ډمپس” یاني د “غمژن” نوم ورکوي. د دوی څيرې د غم او د جبرعکاسي کوي.
د دویم افغان جنګ په وخت د برطانوي پوځ سره مل جان برک د عامو خلکو د ژوند عکسونه هم اخیستل. هغه وخت په افغانستان کې شته منو خلکو واده یا نورو خوشالیو کې به د تفریح لپاره د نڅاګرو ډلې (طایفې) رابللې او د دوی محفل به ” د ډمو تماشه” وه. دغه تماشه به ماسخوتن لمانځه نه وروسته پېل شوه او ترسهار ازان به جاري وه. محفل به په یو میدان کې جوړیدو او چاپېره به سړي ورته راټول وو. د طایفې د استوګنې انتظام د کوربه په غاړه و. د ډمو جامې به د هغه وخت په پرمخ تللي فیشن برابر خو اندامونه به يې پټ وو. د هغه وخت دود سره سم د ډمو په لباس کې” سرپیچک” شامل و. دوی به ځان په لوی څادرکې پټ کری و چې د نڅا په وخت به يې لیرې کړو. لوی ویښته به يې خلاص پریښودل او په پښو کې به يې پېزار نه و.
د ډمو د طایفې مشره به یو د پوخ عمرښځه وه چې ممکن په ځوانۍ کې به ګډیده. دوه یا درې سازیان لکه طبله مار، باجه ( هارمونیم) مار او سارنده یا رباب غږونکي به سړي وو. یو کس (بړوا) به په میدان کې هغه پېسې راټولوللې چې د ګډا په وخت ځینو د مستۍ لپاره په دغو ډمو شیندل.

په دغو عکسونو کې دوو نڅاګرو خپل غوږ ته لاس ایښې دی او سخت په تکلیف ښکاري. د یوې میرمنې په سر او غاړه د سرو زرو ګاڼې ښایی چې دا به د ګروپ مشره وي. د نورو دوو په پرتله د دې په مخ یو څه اطمینان دی. د دریو واړو سازیانو په سر پټکي تړلي دي چې ممکن د یو مشهور ډلې د معتبر کیدو نښه وه. سازیان به په قالین یا درۍ کیناستل خو د ډمو ژوند به ډېر سخت و ځکه په خاورین میدان کې کله کله ۶ یا ۷ ساعته به هم ګډیدې او پښې به يې پولۍ شوې. د تماشې ډمې به اکثرد سازیانو او د ډمو اولاد و خو ځینې به په ماشومتوب کې تښتول شوی یا خرڅ شوې وې.
د امیرعبد الرحمن نه وروسته د کابل دربار ته به اکثرد هندوستان نه نامتو ډلې د تماشې لپاره ورتلې او ښه پېسې به يې ګټلې.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *