چټل هویک


په اناطولیا په جنوب کې د کاڼي ( نیولیتک) زمانې دغه کلی د میلاد نه ۷۰۰۰ کاله پخوا اباد و.
چټلهویک د قونیه جنوب ختیځ کې د دشتو یوه غونډۍ ده چې په لویدیځ او ختیځ کې يې د بازنطیني دوری اباد دوه وړې غونډې هم شته. په ۱۹۵۸م کې یو برطانوي لرغون پوهه جیمز مالارټ په لومړي ځل چټلهویک د پلټلو اجازه واخیسته. هغه وخت دا بحث کیدو چې د ” تمدن زانګو” چرته وه. ځینو خلکو د مصر، ځینو د یونان او نورو د هند نوم یادوو. جیمز په دې نظر و چې د تمدن یو مرکز نه و او په بیلو بیلو ځایونو کې انسانانو د خپل ژوند نښې پریښي دي.
د چټل هویک په کنستون هلته برونزو د دورې نه وړاندې زمانې انسانانو کورونه رابرسیره شول. هلته د دوو غونډیو په منځ کې پخوا “چارسمبه” سیند بهیدو چې د انسان ضرورت به يې پوره کاو. د ۱۹۶۱-۶۵م کلونو کې جیمز مالارټ د ډبرو لوښي او نور توکي وموندل. یوه لویه د مور مجسمه د لرغون پوهانو لپاره په زړه پورې وه خو د هغې نه هم عجیبه خبره دا وه چې ټول کورونه یو بل سره دېوال په دېوال وو او تر منځ يې کوڅه یا لاره نه وه. دننه د کوټو دېوالونه په ګچ او پلستر پوښلي او لوی انځورونه پرې جوړ وو. دا د ښکار نندارې، د ځناورو او د مارغانو نقشونه وو. د خټو او تیږې نه جوړ دغو کوټو جنوبي دېوال سره په چت کې یو سوری و. په دغه سوړې د لرګي په زینه خلک ښکته کیدل او بهر راوتل. لاندې ورته انغری یا تنور و چې لوګی هم هغه سوري نه بهر وتلو. هره کوټه کې د تیږو یوه دکانچه وه چې ممکن د خوب یا پخلي کارونه پرې کیدل. زیاتو کورونو کې دوه کوټې وې او یوه دروازه د ګاونډي کور ته لاره کری وه. ځینو کې د کوټې منځ کنستل شوې او ښکته یوه کنده د ګودام په توګه کاریده. ښایی دوی به د ژوند لپاره یو بل نه مرسته او د کورچتونه د کوڅې په توګه کاریدې. د ختیځ غونډۍ د خلکو شمیره د ۵ او ۷ زرو تر منځ اټکل شوه.
ډا ټول ځای پاک صفا او نزدې ورته د خزلو یا د مردارۍ هیڅ نښه نه لیدل کیده. د غونډۍ نه ښکته د ډېرانو او د خوسا اوبو د ویستلو لارې جوړې وې چې ممکن دغو خلکو پکې ځان وینځلو. یو ځای سوځیدلی ایری ښایی چې پاتې خواړه او فاضله مواد به يې سیزل. ممکن په ښه هوا کې به خلکو د کور په چتونو ډوډۍ پخوله ځکه بره تنور نښې هم وې او په ګډه به يې میلې او نمانځنې کولې. د وخت په تیریدو د یو زوړکور په پاتې ملبه به يې نوی کورجوړ کړو.
د لته هدیره نه وه او د کورونو لاندې هډونه پیدا شول نو معلومه شوه چې هغوی به مړی هم هلته کور کې خښول. د زیاتو مړو هډونه د انغري یا د دکانچې لاندې وموندل شو. د خښولو نه وړاندې مړی به يې په میزرو کې کلک تاو او یا د میزرو په ټوکړۍ کې بند کړو. د ځینو هډوکو حالت ښایی چې دا به څو ورځې بهر پروت وي چې غوښه ترې ورژېږي او یا کارغان او ټپوس وخوري. د دې انځورونه هم په دیوال نقش شوي وو. د ځینو مړیو سرونه نه وو چې ممکن د یو مذهبي مراسم لپاره يې وړي وي ځکه دا کپرۍ بل ځای وموندل شول. د یو ښځې د مړي سره د تار جوړولو لرګین ماکو او د یو سړي سره ډبرین تبر پروت و. د ځینو کپریو مخ په پلستر جوړ شوی، رنګ او چونا پرې وهل شوي وو. دغسې څیرې په سوریا او فلسطین د اریحا نه هم موندل شوي وو.
د چټلهویک ښار ۱۸ طبقې رابرسیره شوې چې په بره برخه کې د مور اسطورې لویه مجسمه په ناست حالت کې پاتې وه. خو دلته د هیڅ عبادتځای نښې نه وې. په کورونو کې قبر، په دیوال انځورونه او د خټو یا تیږو مجسمې ښایی چې اوسیدونکو يې څه نا څه عقیده لرله. تر ټولو زیات نقشونه د ښکار، ځنګلي ځناورو لکه هوسۍ او ټپوس چې په بې سر مړو غوټه وهي. په دیوالونو کې توږل شوي انځورونو کې ماده زمری یو بل ته مخامخ ولاړ دي. دوی د ښکار شوي ځناور سر به په دیوال ځړاو. دغو خلکو د ” اوبسیډن” تیږه په توږلو ځان ته هندارې هم جوړولې. د یو انځور په اړه اټکل وشو چې ممکن د نړۍ تر ټولو پخوانۍ نقشه وه ځکه د نزدې دوه غرونه پکې ښکاریدل.
تر ۳۰ کالو چټل هویک سیمه د نړۍ تر ټولو پخواني اثار ګڼل کیده خو په ۱۹۹۶م کې د اناطولیا د “سانیلروفا” ښار نه ۳۰ کلومیټړ لیری یوه غونډۍ د هغې نه هم پخواني انسان تمدن رابرسیره شوې. ګوبکلی تپه چې د ګیری میرازان په نوم مشهور دی، له زمکې ۱۵ میټر اوچت او ۳۰۰ میټر پراخه غونډۍ ده. دلته د جرمني لرغون پوهه “کلاس شمیټ” د میلاد نه ۱۰ زره کاله پخوانی ښار رابرسیره کړو. دا د ډبرې د زمانې هغه انسانان وو چې لا د خټې نه يې لوښي نه جوړول. دلته ۲۰۰ ډبرین ستنې، چې هر یو يې ۶ میټر لوړ او ۱۰ ټنه وزن لري، په ۲۰ دایرو کې ولاړ وو. د ستنې بیخ لپاره په زمکه کې تیږه توږل شوی وه نو ځکه د زلزلو او نورو آفتونو کې هم نه وغورځیدلي. وروسته دوره کې دغسې ستنې وړې او په مستطیل کوټو کې ودرول شوی چې په فرش يې د چونې هواره تیږه وه. د دې جوړښتونو هدف تر اوسه معلوم نه دی او څېړنې پرې روانې دي. په جولای ۲۰۱۲م کې یونیسکو د چټلهویک سیمه ژغورلی اعلان کړه.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *