شینګرډار


له مینګوره ۱۴ کلومیټر جنوب کې د سوات سیند په ښی لاس یو وړوکی کلی غالیګی د مینګوره او بریکوټ ترمنځ واقع دی.
د غالیګي د یو غر په لمنه کې د شینګرډار(شنکردره) په هند کې تر ټولو لویه سټوپا وه.
په بودایی روایات کې د سوات باچا ” اتراسېنا” په یو سپین هاتي سپور د بودا تبرکاتو سره روان و چې په غالیګي کې هاتي مړ شو او بیا په تیږه واوختو. باچا هلته د یوسټوپا جوړولو امر وکړو او تبرکات يې پکې کیښودل. نامتو چینایی راهب خوانزانګ په اوومې پېړۍ کې غالیګي ته ورغلو نو دا کیسه يې واوریده. دی پخپلو یادښتونو کې وایی چې سټوپا ته مخامخ یوه غونډۍ یواځې نیک خلکو ته د هاتي په شان ښکاري. یاني هر څوک يې نشي لیدای.
په ۱۸۸۶م کې کرنل ډین او اورل شټاین” دغه سټوپا وسپړدله. د سوات غرونو ته یو هاتي ورتګ دوی ته قناعت نه ورکاو او د لرغونپوهانو په اند دا سټوپا اترا سېنا له خوا نه وه جوړه. د هاتي کیسه د صوابۍ په نوي کلي کې پیښه شوی وه چې له ” کوټا کلي” ۵۰۰ میټر شمال کې دی.
د شینګرډاراصل سټوپا په یو څلور ګوټیزه دکانچه ولاړه وه. د دې بیخ یو لوی ډرم ( ګول) په شان دی چې په دوو حاشیو ښکلې شوی وه. بره ډرم او ګومبد ۱۲ میټړ او ۲۷ میټر لوړ دی. د جوړښت لپاره لویو سپینو تیږو په منځ کې د تورې تیږې ستنې په وړو خښتو نښولول شوي دي. د خښتو د پاسه پلستر ځینو ځایونو کې اوس هم پاتې دی. د بیخ په ډرم پرېړ پلسترسره نقاشي شوې وه. د دوو رنګونو په خښتو او تیږو د سټوپا د پاسه ښکلا لپاره حاشیه ده. په لرغونې وختونو کې چا د سټوپا نه توکي غلا کولو لپاره د دې شمال لویدیځ کې سوری کړی و. د دې ختیځ ته د ابادۍ کنډوالې ښایی چې هلته خلک میشت وو.
په ۱۸۴۹م کې د انګریزانو له خوا په سوات کې حکومت جوړ شو نوغالیګی د دې لومری پلازمینه وه.
د پیربابا ( سید احمد ترمزي) د ټبر سید اکبرشاه ددې حکومت لومړی باچا وټاکل شو او تر ۱۹۱۵م يې واکمن و. اوس پکې خلکو کورونه جوړ کړي دي. خو د وخت په تیریدو د کلي خلکو د دکانچې تیږه غلا کړه او خپلو کورونو کې يې وکاروله.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.