کچکول


اصل کچکول په طبعي شکل کی د سمندر اوبو کې موندل کيږي. دا د بحرالکاهل د ګرمو سیمو په ساحلونو هغه ناریل ( کوپرې) ونه وي چې لوی او په دوه برخو ویشلی وي. دغه میوه د سمندر په مالګینو اوبو کې له سولیدو وروسته غوړ تور بڼه کې به خلکو راټول کړو. په فرانسوي کې دا ” کوکو ډی میر” یاني د سمند ر ناریل نومیدو. ممکن د سمندر په غاړه اوسيدونکو لرغونو انسانانو پکې خواړه ساتل. يو وخت به مساپرو په اوږد سفر دا له ځانه سره وړل ځکه هغه وخت د خاورو لوښي به مات شول. بیا د اوسپنې او برونزو د لوښو سره د کچکول ارزښت هم پاتې نشو . خو د راهبانو او درويشانو لپاره د دې وړل اسانه وو ځکه د اوبو او خواړو دواړو لپاره يې کارولې شو.
د کچکول سپيڅلتيا مونږ ته د بوداي دين نه راپاتې وه چې دوه نيم زره کاله پخوا يې د هند له ختيځ افغانستان سيمو ته کډه وکړه. اوس هم بودایی راهبان ځان سره کچکول ساتي خو د غوښتلو اجازه نه لري. خلک ورته پخپله په کچکول کې ډوډۍ اچوي. د اسلام له خپریدو وروسته ملنگانو او درويشانو به کچکول له ځانه سره ګرځاو او خلکو به ورته د ثواب لپاره هغې کې ډوډۍ یا پېسې کیښودې.
په اسلامي نړۍ کې کچکول د تصوف او د ریاضت سمبول وګرځیدو. په ترکي، سوریا، مصر او هند کې د طبعي کچکول د پاسه به يې نقرې ( سپینو) پوښ وخیژولواو په غاړه د ځړولو لپاره ورسره زنخير هم و. په ځینو د قران آیتونه نقش کیدل او ساده کچکول د فقیرانو د نمایش سمبول شو.
په پښتو کی کچکول (کشکول) یا کاسه ګدایی د سپکاوي په مفهوم هم کارېږي. لکه ” فلاني خپل کشکول تل نورو ته نیولی وي.”
په پښتو شاعرۍ او لنډیو کې د کچکول یادونه هم دغه سمبول دی.
کچکول په غاړه قلندر يم
فقر د يارد ديدن کړم بيرته راځمه

صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *