د یو طالب داستان


د جان محمد بټ د انګریزۍ ژبې کتاب دویم سرخط، “د یو پښتون انګریز ژوند او وختونه” دی.
په ۱۹۷۰ م کې د لویدیځ د “هیپي” کلچراستاځی جان بټ خپل داستان له هغه وخت پېل کوي چې دی د نورو تنکي ځوانانو سره د “کریټ” (یونان) په غارونو کې خوشاله وي. بیا د ځان په شان نورو ملنګانو سره سوات کې اوسي او د کالام نه ګلګت ته په پښو ورځي. په کتابګوټي کې د پښتو هرنوی ټکی لیکي او یادوي خو دده ژوند د بس په یو سفر کې بدلېږي. پیښور ته په لار چارباغ کې نورې سورلۍ د روژه ماتې لپاره ښکته شي خو دی د خلکو له شرمه بس نه نه کوزېږي. یو کس په قاب کې ورته خواړه ورکولو په وخت وایی، ” روژه ماته کړه.” په دغه ساده جمله کې نغښتې اخلاص او عقیدت، جان نه جان محمد جوړوي.‌
دی د قران کریم انګریزي ژباړه لولي، روژې نیسي او ” ماسمه” کلي کې د یو “خلاصه ملا” سره په رسمي توګه مسلمان شي. دی د علم غوښتونکی یاني “طالب” شي او شروع له بغدادي قاعدی په لوستلو کوي. خو د اسلام لاره ورته سخته وي، ځکه تر ټولو زیات تکلیف ورته مسلمانان ورکوي. د ده په عقیده، په ژبې، کړه وړه د ولس لپاره په زړه پورې خو ډېرو لپاره مشکوک وي.
جان محمد په خپلو ملګرو باور لري او یو اپریدي سره په باړه کې کور جوړوي، د هغه ټبر ته کاروبار لپاره پېسې ورکوي. خو هغوی ورسره دوکه کوي، دی د خپلو دیني عقایدو لپاره بندي کېږي. کور ورته وسېزي، په پښو کې ورته زولنۍ اچوي او لکه د مریی ترینه سخت کار اخلي. یوه جرګه دده د وژلو امر کوي خو دی باور لري چې ژوند او مرګ د خدای په لاس کې وي. په دغه باور دی ژوندی پاتې کېږي خو بیا د جاسوس په تور، جلال اباد کې ګرفتار او د کابل په توقیف جیل کې شپې ورځې سبا کوي. هلته د غلو او قاتلانو ته ډوډۍ پخوي ځکه پېسې نه لري ځکه د افغانستان بندیخانو کې د حکومت څه کار نه وي. خو جان محمد په جیل کې فارسي زده کوي او له خوشې کیدو وروسته، د هندوستان په نامتو “دیوبند” مدرسه کې اسلامي زدکړو لپاره داخل شي. د روزګار لپاره د بسونو په اډو او جوماتونو مخ ته عطراو تسبیح، د هندوستان پان، لاهور کې خرڅوي. دیوبند د لویو دیني عالمانو ځای دی او دی د فقه، تفسیر او نورو علومو سره سره اردو ژبه زده کوي. خو هلته د دوو اسلامي ډلو په نظریاتي اختلاف د محاصلینو په مظاهره کې د ده کوټه چور شي.
دلته لوستونکی فکر کوي چې اوس به جان محمد بټ د اسلام نه توبه ګار شي. خو ده په صراط مستقیم قدم ایښې دی او خپل مرام ورته معلوم دی. په دې کې د ډېلي یو بل پښتون عالم مولانا وحیدالدّین خان لوی دخل دی. هغه جان محمد بټ ته اسلام په یو نوی بڼه بیانوي، چې د اوسني عصر سره سمون لري. دی د مولانا وحید الدّین په مجلس کې کیني او د هغه وینا سره سم” هرڅه ځای پرځای شي”.
د دیوبند د شهادت نامې اخیستو نه وروسته دی په ۱۹۸۸م کې د پیښور فرانټیر پوسټ اخبار کې د ژورنالیزم میدان ته وردانګي. لکه د کیسو اتل هر ځای یو نوي ګواښ سره مخ وي خو د انګریز په خټه کې اخښل شوی د ټوکو حس جان محمد بټ هم لري. په کتاب کې ډېرغمژن حالت چې یو عادي افغان به ورته ” اف، ایش، های او افسوس” وایی، لیکوال ترې ټوکه جوړه کړي او لوستونکی ورته موسکی شي. د خپلې مسلمانۍ د ثابتولو لپاره د پښتنو مذخرف پوښتنې، د ملایانو ناپوهي، د چارواکو غرور او د سیاست والو په دروغ جان محمد بټ قضاوت نه کوي او دا کار لوستونکو ته پرېږدي.
په کتاب کې یو کمی ۱۹ پېړۍ کې په پښتونخوا کې د سیکانو خلاف د سید احمد بریلوي جهاد دوره ده چې پښتانه يې په دوو برخو وویشل. په وروستیو پاڼو کې د تعلیمي ډرامو په اړه تفصیل ستری کوونکی دی. ” طالب پښتون” لوستونکی سوچ ته مجبور کړي چې زمونږ څومره خلک د علم او زدکړو لپاره به دومره زحمت او کړاو په ځان مني؟
د علامه اقبال په شان جان محمد بټ هم وایي:
چو میگویم مسلمانم بلرزم
که دانم مشکلات لااله را
د ۳۰۰ نه زیاتو پاڼو دا کتاب ” پینګوین رینډم هاوس” خپروندویه ادارې چاپ کری دی.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *